
ننګرهار: د نوماند غونډه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په کامه ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یو نوماند په غونډه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي او تر ۳۰ ډېر نور يې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼی وايي چاودنه یوه بریدګر ترسره کړې او د عبدالناصر مومند کمپایني غونډه يې په نښه کړې ده.
د کامې دولتي روغتون چارواکي وايي تر اوسه د پېښې له ځایه ورته ۱۳ جسدونه او شاوخوا ۳۰ ټپیان ور وړ ول شوي دي.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د نوماند د وضعیت په اړه څه ویل شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې پرون د کونړ په نرنګ کې ځانګړو ځواکونو د یو نوماند درې ساتونکي ووژل.
عطاءالله صافی چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو لپاره نوماند دی، وايي چارواکو ورته ویلي و، چې دوی يې په امنیت کې پاتې دي، باید پخپله د ځان غم وخوري.
وړاندې تر دې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې نوماندان باید له دوی سره په همغږۍ ټاکنيزې غونډې جوړې کړې، خو ځينې نوماندان شک لري چې حکومت نورو نوماندانو ته په خنډونو جوړولو د خپلې خوښې نوماندان بریالي کوي.