ارشيف انځور

تېره میاشت کې بهرنیو او کورنیو ځواکونو ۱۰۳ ملکی وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې په نوم یوې ډلې پخپل میاشتني راپور کې ویلي، چې بهرنیو او کورنیو عسکرو یوه میاشت کې ۱۰۳ تنه افغانان وژلي او ۲۰ نور يې ټپیان کړي دي.

د دې ډلې د راپور له مخې په تېره میلادي میاشت کې نږدې شپږ سوه تنو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په حواله په تېره میاشت کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۴۰ تنه وژل شوي او ۳۵۰ نور ټپيان دي.

د راپور له مخې تر ټولو ډېر ملکي کسان په ننګرهار کې وژل شوي او په تېره بیا هغه لاریون کې چې د اربکیانو پر ضد شوی و، چاودنې درانه ملکي تلفات اړولي.

راپور زیاتوي بهرنیو او کورنیو عسکرو په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې یوازې په ۱۲ ولایتونو کې ۱۲۳ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دې ډلې په اګسټ کې د ملکي وژل شویو کسانو شمېر ۲۶۱ تنه ښوودلی و، چې د تېرې میاشتې په پرتله لوړ و.

څو ورځې وړاندې یوناما هم د ملکي تلفاتو په شپږمیاشتني راپور کې د ۵۲ سلنه ملکي تلفاتو ګوته بهرنیانو او د هغوی کورنیو همکارانو ته ونیوه.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د