افغانستان

د ډاکټر غني ارشد سلاکار جنرال جرئت له دندې ګوښه شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا مرستیال او د محمد اشرف غني ارشد سلاکار جنرال دین محمد جرئت له دندې ګوښه شوی دی.

خبرنامه؛ خبري بنسټ وايي نوموړی نن له خپلو دواړو دندو ګوښه شوی دی.

تر اوسه د دې څرګندونو رسمي پخلی نه دی شوی.

جنرال جرئت چې له اصله د پنجشیر ولایت دی، په ننګرهار کې يې له دفتره ګڼ بمي واسکټونه او وسلې هم ترلاسه شوې دي.

هغه په ننګرهار کې «د افغانستان د خلکو د مقاومتي او جهادي ارزښتونو بهیر» په نوم دفتر لري، چې د بمونو تر لاسه کېدو وروسته پرې حکومت خوله پټه کړه.

تر دې وړاندې د امنیت شورا بل مرستیال سلیمان کاکړ او تر هغه وړاندې د امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر خپلې دندې پرېيښې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x