اقتصاددیني، سیرت او تاریخ

معاملات – بيوع / لومړۍ برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د بیعې پېژندنه: انسان د ژوندانه په چارو کې ډېرو شيانو ته اړتيا لري چې په يوازې ځان نشي کولای دا ټول خپله چمتو کړي. له همدې امله د خپلو ضرورتونو د پوره کولو لپاره په بيعه د توکو رانيولو ته اړ دی. اسلامي شريعت د انسانانو دغه اړتيا په پام کې نيولې، پلورل او پيرودل يې ورته روا کړي. د پلورلو، پېرودلو او نور له دې سره اړوند احکام به په دې برخه کې څیړو.

بیعه د ایجاب او قبول په الفاظو چې د ماضي په صیغو سره وي، رامنځته کیږي.

کله چې د بیعې یو لوری د خرڅولو یا اخیستلو وړاندیز (ایجاب) وکړي نو مقابل لوری واک لري، که يې خوښه شوه په همدې مجلس کې به يې ومني او که يې خوښه وه رد به يې کړي. که د بيعې هر لوری د وړاندیز له قبلولو څخه مخکې له مجلسه وووت، ایجاب له منځه ولاړ.

کله چې ایجاب او قبول تر سره شي نو بیعه وشوه، یو لوری هم (د بیعې د ماتولو) اختيار نه لري مګر د عيب يا د (د مبېعې) د نه ليدلو له امله.

هغه عوضونه چې اشاره ورته کيږي، د پلورلو په رواوالي کې يې اندازې معلومولو ته اړتيا نشته. په مطلقو پيسو (بیعه) صحيح نه ده، مګر دا چې د پيسو اندازه او ډول معلوم وي.

د بیعې تعريف: بيعه په لغت کې مطلقې مبادلې ته ويل کيږي او په اصطلاح کې په رضا د یوه مال په بل مال بدلولو ته وایي.

د بیعې مشروعیت: الله جل جلاله فرمايي: وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا (البقرة: ۲۷۵) ژباړه: الله پاک تجارت روا او سود ناروا کړی دی.

د بیعې رکن: ایجاب او قبول د بیعې رکن دی.

ایجاب: د اخیستلو یا خرڅولو لومړنی وړاندیز چې له هر لوري وشي ایجاب بلل کیږي. د بېلګې په ډول اخیستونکی ووايي: دا کتابچه مې په شل افغانۍ درڅخه واخیسته. یا پلورونکی ووايي: دا کتابچه مې په شل افغانۍ درباندې خرڅه کړه.

قبول: د بیعې د دوهم لوري منلو او موافقې ته قبول وایي. د بېلګې په توګه په پورتني لومړي مثال کې مقابل لوری ووايی: ما وپلورله.

د ايجاب او قبول لپاره شرط دی چې د ماضي په صيغو ترسره شي، د مستقبل او امر په صيغو ايجاب او قبول نه صحيح کيږي، لکه: په تا به يې وپلورم، يا دا قلم په لس افغانۍ واخله!

د قبول خیار: کله چې د بیعې یو لوری د بیعې وړاندیز (ایجاب) وکړي، د بېلګې په ډول پلورونکی ووايي: دا قلم مې پر تا په لسو افغانیو وپلورلو. اخیستونکی واک لري چې بیعه قبلوي او که يې ردوي. که د بیعې یو لوری د قبول څخه وړاندې له مجلسه ووځي يا په بل کار پيل وکړي، ایجاب له منځه ځي. ځکه د ایجاب او قبول لپاره دا شرط دي چې دواړه باید په یوه مجلس کې تر سره شي.

د عیب تعریف: هره هغه نيمګړتيا چې د سوداګرو په وړاندې عادتا په قیمت کې نقصان راولي، عیب ګڼل کیږي.

د عیب خیار: که یو د متعاقدینو په مبیعه یا ثمن کې داسې عیب ومومي چې د عقد پر مهال په هغه باندې پوه نه وي، نو هر يو يې په ټاکل شوي ثمن د اخيستلو او ردولو واک لري، مثلا پلورونکی ووایي: دا کتاب مې په پنځه سوه افغانیو پرتا وپلورلو او اخیستونکی يې ومني خو وروسته څرګنده شي چې د نوموړي کتاب لږې يا ډېرې پاڼې د ګټې اخیستلو وړ نه دي، اخیستونکی حق لري چې په ټاکل شوي ثمن نوموړی کتاب واخلي او یا يې رد کړي.

د رؤیت (لیدلو) خیار: دې ته وايي چې څوک داسې مال واخلي چې هغه يې لیدلی نه وي. هر کله چې نوموړی مال وویني د بیعې د قبلولو او ردولو اختیار لري.

د ثمن او قيمت پېژندل: ثمن د بيعې په وخت د مبيعې لپاره ټاکل شوي بدل ته ويل کيږي، که هغه د مبيعې له حقيقي ارزښت څخه کم وي او که زيات.

قيمت: له کموالي او زياتوالي پرته د شيانو واقعي ارزښت ته قيمت ويل کيږي چې د نوموړو شيانو لپاره معيار ګرځي او بدلون پکې نه راځي چې د څيزونو په هکله د کارپوهه اشخاصو له خوا ټاکل کيږي. له ثمنو سره د قيمت توپير دا دی چې ثمن د اخيستونکي او پلورونکي له خوا ټاکل کيږي او کېدای شي چې د مبېعې د اصلي او واقعي ارزښت څخه زيات يا کم وي، خو قيمت د مبيعې له واقعي ارزښت څخه نه کميږي او نه زياتيږي.

زياتره د (ثمن) ټکی د سرو زرو، سپينو زرو او نورو هغو شيانو لپاره کارول کيږي چې د دوی په ځای استعماليږي، لکه کاغذي نوټونه او فلزي پيسې.

الأعواض المشار إليها: له (الأعواض المشار الیها) څخه مقصد د راکړې ورکړې هغه بدلونه (ثمن او مبيعه) دي چې حاضر پراته وي، بايع او مشتري يې ويني او د بيعې په وخت کې ورته اشاره وشي. د داسې شيانو پلورل او اخيستل د اندازې او ډول له معلومولو پرته هم روا دي، ځکه په اشارې سره شيان ښه معلوميږي او د شخړې ځای پکې نه پاتې کيږي، دې ډول بيعې ته اټکلي بيعه هم وايي، د بېلګې په ډول که څوک يوې ډېرۍ غنمو ته اشاره وکړي او اخيستونکي ته ووايي: دا ډېرۍ غنم مې په زر افغانيو پر تا وپلورل او اخيستونکی يې قبول کړي، بيعه صحيح ده.

همدا راز که اخيستونکی په خپل لاس کې شتو پيسو ته اشاره وکړي او د غنمو پلورونکي ته ووايي: په دې پيسو مې له تا څخه لس منه غنم واخيستل او هغه بيعه قبوله کړي، بيعه صحيح ده.

مطلق ثمن: ومو ويل چې که حاضرو پيسو ته اشاره وشي د صفت او نوعې له څرګندولو پرته ورباندې بيعه صحيح ده، خو که د بيعې په مهال پيسو ته اشاره ونه شي او په مطلق ډول پيسې يادې شي، بيعه صحيح نه ده، د بېلګې په ډول اخيستونکی ووايي: له تا څخه مې په پيسو غنم واخيستل.

په پورتني صورت کې د پيسو اندازه او صفت معلومول ضروري دي، څو په ثمن کې جهالت رامنځته نشي. مثلا داسې به وايي: يو من غنم مې درڅخه په سلو افغانيو واخيستل. په دې مثال کې (سل) اندازه او (افغانۍ) صفت دی.

د پلورلو احکام

په نغدو پیسو پلورل او اخیستل روا دي، په نېټه هم پلورل روا دي خو چې د (پيسو) د ورکړې تاریخ معلوم وي.

که چا په بیعه کې (د وصف) له قيد پرته پیسې یادې کړې، په هغه ډول پیسو حمل کيږي چې په ښار کې زياتې دود وي، که په ښار کې دود پیسو په مالي ارزښت کې توپیر درلود نو په مطلقو پيسو بیعه فاسده ده مګر دا چې وصف (ډول) یې وټاکي.

د خوراکي توکو، غنمو او غلو دانو پلورل په پیمانه، اټکل او په داسې معين لوښي چې اندازه يې معلومه نه وي روا دي، همدا راز په داسې معين کاڼي يې هم پلورل روا دي چې وزن یې معلوم نه وي.

که څوک د غنمو یوه ډېرۍ، هره پیمانه په یوه درهم وپلوري، بیعه يې د امام ابوحنیفه په نزد یوازې په یوه پیمانه کې صحيح ده مګر دا چې د ډېرۍ د ټولو پیمانو شمېر معلوم کړي. صاحبين وايي: په دواړو حالاتو کې (يې پلورل) روا دي.

که څوک د پسونو یوه رمه، هر پسه په یوه درهم وپلوري (او د ټولو پسونو شمېر ونه ټاکي)، د امام ابوحنيفه په نظر د ټولو بیعه فاسده ده. همدارنګه که څوک یوه جامه، هر ګز په یوه درهم وپلوري (او د ټولو ګزونو يادونه ونه کړي د ده په نزد يې بیعه فاسده ده.)

که څوک د غنمو یوه ډېرۍ په سل درهمه په دې شرط واخلي چې سل پیمانې ده او وروسته معلومه شي چې له سلو پیمانو کمه ده نو اخیستونکی اختیار لري چې د شتو پيمانو په برخه پيسو يې واخلي او يا بیعه فسخه کړي، خو که معلومه شي چې د غنمو ډېرۍ له سلو پیمانو زیاته ده نو زیاتوالی د پلورونکي حق دی.

که څوک یوه جامه په لس درهمه (په دې شرط) واخلي چې لس ګزه ده، یا ځمکه (پدې شرط) په سل درهمه واخلي چې سل ګزه ده خو وروسته څرګنده شي چې جامه او ځمکه له ټاکلې اندازې کمه ده نو اخیستونکی اختیار لري چې په ټول قیمت يې واخلي او يا يې رد کړي، خو که معلومه شوه چې له یادې شوې اندازې زیات دي نو زیاتوالی د اخیستونکي دی او پلورونکي ته اختیار نشته.

که پلورونکی ووايي: دا جامه چې سل ګزه ده پر تا مې په سل درهمه، هر یو ګز په یوه درهم وپلورله، او وروسته معلومه شي چې جامه له یادې شوې اندازې کمه ده نو په دې صورت کې اخیستونکی اختیار لري چې د کموالي په اندازه يې په کمو درهمو واخلي او يا يې رد کړي، همدا راز که جامه له نوموړې اندازې زیاته راووځي، هم اخیستونکی اختیار لري چې ټوله جامه (ګز په یوه درهم) واخلي او يا بیعه فسخه کړي.

شرح

د شرحې په پيل کې د لاندې اصطلاحاتو په معنا پوهېدل ضروري دي.

مبیعه: هغه عین او سامان ته ویل کیږي چې د ټاکلو پيسو په مقابل کې وپلورل شي. په بیعه کې اصل مبیعه ده.

ثمن حال: نغدې بدل.

ثمن مؤجل: هغه بدل چې په بيعه کې يو لوري ته له څه مودې ځنډ وروسته په ټاکلې نېټه ورکول کیږي.

نغدې: سرو زرو، سپینو زرو او نورو هغو پیسو ته (نغدې) ویل کیږي چې په سیمه کې دود وي. نوټونه او فلزې پیسې په بيعه کې د سرو زرو او سپینو زرو حکم لري.

مکایله: په پیمانې سره خرڅولو ته د مکایلې بيعه وايي، مثلا سل پیمانې غنم، هره پیمانه په لس افغانۍ وپلوري.

مجازفه: په اټکلي بڼه پلورلو ته بيع مجازفه وايي، د بېلګې په ډول داسې ووايي: دا ډېرۍ غنم مې په سل افغانۍ په تا وپلورل.

د پيسو ډول معلومول: که د بيعې په مهال په مطلق ډول پيسې يادې شي او ډول يې معلوم نه شي، د بېلګې په توګه اخيستونکی ووايي: دا کتاب مې په سلو روپو پر تا وپلوره، او د روپو سره د افغانيو، کلدارو يا ريـال صفت ونه ويل شي. په دې صورت کې به د روپو ټکی په هغو پيسو حمل کيږي چې په سيمه کې زياتې دود وي. که په سيمه کې کارېدونکې روپۍ په دود او مالي ارزښت کې سره برابرې وې، تر هغې ورباندې بيع صحيح نه ده چې ډول يې معلوم شوی نه وي، ځکه د روپو د ډول له معلومولو پرته ثمن مجهول پاتې کيږي.

که پلورونکی او اخيستونکی په خپلو کې د بيعې لپاره داسې کاڼی يا پيمانه وټاکي چې د کيلو يا چارک په حساب يې اندازه معلومه نه وي، بيعه ورباندې روا ده.

د هرې پیمانې په یو درهم پلورل: که څوک د غلې یوه ډېرۍ، هره پیمانه په یو درهم وپلوري او ټولې پيمانې معلومې نه کړي، د امام ابوحنیفه په نظر ځکه بیعه يوازې په يوه پيمانه کې صحيح ده  چې د ټولو پيمانو شمېر نه دی معلوم، په دې بنسټ د ثمن اندازه مجهوله پاتې ده، خو دا چې د يوې پيمانې او ثمنو اندازه معلومه ده، بيعه يې صحيح ده. البته که د ټولو پيمانو شمېر معلوم کړي، د مبېعې او ثمن جهالت له منځه ځي او بيعه په ټولو کې صحيح ګرځي.

د يارانو (امام ابويوسف او امام محمد) په نزد د ټولو پيمانو د شمېر د نه څرګندوالي په صورت کې هم ځکه بيعه صحيح ده چې د ډېرۍ په ليدلو په تقريبي ډول د هغې اندازه معلوميږي، بله دا چې د مبېعې دا مجهولتيا ډېر ژر په تللو سره له منځه او شخړه ترې نه پيدا کيږي.

رمه، هر پسه په يو درهم پلورل: که څوک د پسونو یوه رمه، هر پسه په یوه درهم وپلوري، د امام ابوحنیفه په نظر د غلې د پيمانو په خلاف د ټولو پسونو بیعه فاسده ده، ځکه د مبيعې او ثمنو اندازه معلومه نه ده. له بل پلوه د رمې پسونه په غټوالي او کوچنيوالي کې سره توپير لري نو د يو پسه بيعه هم صحيح نه ده، خو که د غلې د ډېرۍ ټولې پيمانې په يوه اندازه وي او توپير يې سره نه درلود، د يوې پيمانې بيعه صحيح ده.

همدا راز که څوک يوه جامه هر، ګز په يو درهم وپلوري، د يو ګز بيعه هم صحيح نه ده، ځکه د ټولو ګزونو شمېر معلوم نه دی او د يو ګز په غوڅولو سره جامه زيانمنه کيږي.

سل پيمانې غله په سل درهمه: که څوک د غنمو ډېرۍ په دې شرط په سل درهمه واخلي چې سل پيمانې ده، خو وروسته نوموړې ډېرۍ نوي پيمانې وخيژي، اخيستونکی اختيار لري چې په نوي درهمو يې واخلي، ځکه په پيمانه کېدونکو او وزني شيانو کې ثمن په مبيعه وېشل کيږي نو د نوي پيمانو، نوي درهمه کيږي. همدا راز اخيستونکی د بيعې د فسخ کولو اختيار هم لري ځکه مبېعه له هغې اندازې کمه ختلې چې اخيستونکي ته ويل شوي وو او د اخيستونکي اړتيا نه پوره کوي.

که چيرې ډېرۍ له سلو پيمانو زياته وخيژي، زياتوالی د پلورونکي دی، ځکه د پلورل شوې مبېعې اندازه معلومه ده چې سل پيمانې دي او له هغې نه زياتيږي.

لس ګزه جامه په لس درهمه: که څوک لس ګزه جامه په لسم درهمه يا لس ګزه ځمکه په لس درهمه واخلي، خو وروسته له لسو ګزو کمه (نهه ګزه) وخيژي، اخيستونکی اختيار لري چې په سلو درهمو يې اخلي او که يې ردوي. د پورتنۍ مسئلې په څېر يې په نهو درهمو ځکه نشي اخيستلای چې ګز په دې صورت کې په ځمکه او جامه کې وصف دی او د وصف په مقابل کې ثمن نه راځي، البته څرنګه چې مبيعه کمه ختلې، اخيستونکی اختيار لري چې بيعه رد کړي.

که په پورتني صورت کې ځمکه يا جامه له لسو ګزو زياته وخيژي، زياتوالی د اخيستونکی دی او په مقابل کې ورباندې زياتې پيسې ځکه نه لازميږي چې ګز وصف دی او د وصف په مقابل کې ثمن نه لازميږي.

كه څوک کور وپلوري، ودانۍ پکې داخلیږي که ياده يې هم نه کړي. که څوک ځمکه وپلوري نو څه چې په کې دي له یادولو پرته په کې داخليږي.

کښت له یادولو پرته د ځمکې په بیعه کې نه شامليږي. څوک چې خرما یا بله میوه لرونکې ونه چې ميوه پرې بار وي وپلوري، میوه يې د پلورونکي ده مګر دا چې اخیستونکي د ځان لپاره شرط کړي وي، او (په لومړي صورت کې به) پلورونکي ته ويل کيږي: میوه وشکوه او مبیعه تسلیم کړه.

په ونه کې د خامې او پخې دواړو ډولو میوو پلورل روا دي، خو په اخیستونکي واجب دي چې سمدستي يې وشکوي. که چېرې په ونه کې د میوې پاتې کېدل شرط کړي نو بیعه فاسده ده.

روا نه ده چې میوه (په ونه کې) وپلوري او څو نا معلومې پیمانې ورڅخه استثنا کړي. په وږو کې د غنمو او په پوستکو کې د چڼو خرڅول روا دي. څوک چې کور خرڅ کړي د کلپونو کونجیانې يې په بیعه کې راځي.

د مال د تلونکي، پيمانه کوونکي او د پیسو د کره کتونکي (صيرفي) مزدوري په پلورونکي ده، او د پیسو د شمېرونکي مزدوري پر اخیستونکي ده.

که څوک مال په پیسو خرڅ کړي نو اخیستونکي ته به وويل شي: لومړی پیسې ورکړه! کله چې هغه پیسې ورکړي نو پلورونکي ته به وویل شي: مبیعه وسپاره!

که څوک سامان په سامان يا پيسې په پيسو وپلوري نو دواړو ته به ویل کیږي: یو بل ته يې وسپارﺉ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x