دیني، سیرت او تاریخ

معاملات – بيوع / دوهمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د شرط خيار: د دې لپاره چې خلک په راکړه ورکړه کې ونه غوليږي او د اخيستل شوي شي له ښه والي څخه ډاډه شي روا ده چې خيار کيږدي.

په بیعه کې د شرط خیار د اخیستونکي او پلورونکي دواړو لپاره روا دی. د دواړو لپاره درې ورځې او يا له درې ورځو کمه (موده) خيار دي. د امام ابوحنیفه په نزد له درې ورځو زیات روا  نه دی. امام ابويوسف او امام محمد ويلي: روا دی خو چې معلومه موده وټاکي.

د پلورونکي خیار، د هغه له ملکيت څخه د مبيعې د وتلو مانع کيږي، که اخیستونکي مبیعه قبض کړه او د هغه په لاس کې د خيار په مده کې له منځه ولاړه نو د قیمت ضامن دی.

د اخیستونکي خیار د پلورونکي له ملکیت څخه د مبیعې د وتلو مانع نه ګرځي، مګر د امام ابوحنیفه په نزد د اخیستونکي په ملکیت کې هم نه داخلیږي، امام ابويوسف او امام محمد ويلي: د اخیستونکي په ملکیت کې داخلیږي. که د اخیستونکي په لاس کې له منځه ولاړه شي او یا عیبجنه شي نو ثمن به يې ورکوي.

د خیار څښتن واک لري چې د خیار په موده کې بیعه مني او که يې فسخه کوي. که د مقابل لوري په غیاب کې يې د بیعې اجازه وکړه صحيح ده خو د هغه له حضور پرته يې ردولای نه شي.

که د خیار څښتن مړ شي نو خیار له منځه ځي او وارثانو ته نه انتقالیږي.

که چا غلام په دې نامه خرڅ کړ چې نانوای یا لیکونکی دی او وروسته معلومه شوه چې نوموړی صفت نه لري نو اخیستونکی اختیار لري چې په پوره ثمن يې اخلي او که يې پرېږدي.

شرح

خیار: د اختیار په  معنا دی. د شرط خیار دې ته وايي چې اخیستونکی یا پلورونکی د بیعې د لزوم لپاره څه موده وټاکي.

د شرط خیار حکم: د شرط خیار اخیستونکي او پلورونکي دواړو ته روا دی. د دارقطني د روايت له مخې رسول الله (e) يوه صحابي ته چې په بيعه کې غوليدلو، د درې ورځو د خيار کېښودلو اجازه ورکړې وه.

د خیار ګټه: د خیار ګټه داده چې اخیستونکي او خرڅوونکي ته د فکر کولو او له بل چا سره د سلا کولو فرصت په لاس ورځي، څو له غولېدو وژغورل شي.

د شرط د خیار موده: د امام ابوحنیفه په نزد يې د پورتني حديث له مخې زیاته موده درې ورځې ده. امام ابویوسف او امام محمد وايي: که متعاقدین راضي وي له درې ورځو څخه زیات هم صحيح دی.

د پلورونکي د شرط خیار: که خیار پلورونکي درلود، مبیعه د ده له ملکیت څخه نه باسي. څرنګه چې دا بيعه موقوفه ده، که پلورل شوی مال د اخستونکي سره د خيار په موده کې هلاک شي د بيعې محل (مبيعه) له منځه ځي، بيعه فسخه کيږي او په اخيستونکي باندې قيمت (ارزښت) لازميږي، که مال د مثلي شیانو څخه وي، د هغه مثل به ورکوي او که له قیمیاتوڅخه وي نو قیمت به يې ورکوي.

د اخیستونکي د شرط خیار: که اخیستونکي خیاردرلود، د مبیعې د حالت په هکله د امام ابوحنیفه او يارانو ترمنځ اختلاف دی:

الف: د امام ابوحنیفه نظر: مبیعه د بایع له لاسه وځي خو د مشتري په ملکیت کې نه داخلیږي، ځکه که د مشتري په ملکيت کې داخله شي نو مبيعه او ثمن دواړه د مشتري سره جمع کيږي او دا په شريعت کې ځای نه لري.

ب: د یارانو نظر: مبیعه د بایع له لاسه وځي او د مشتري په ملکیت کې داخلیږي، ځکه که د پلورونکي له ملکيت څخه ووځي او د مشتري په ملکيت کې داخله نه شي نو مبيعه بې څښتنه پاتې کيږي چې دا هم په شريعت کې ځای نه لري.

که چیرته پلورل شوی مال د اخستونکي په لاس کې د ده د خیار په موده کې دائمي عيبجن يا له منځه ولاړ شي ثمن به یې ورکوي، ځکه د مبيعې بېرته ورکول ممکن نه دي نو ثمن يې چې د دواړو له خواو ټاکل شوی لازميږي.

د خیار په موده کې د بیعې منل یا ردول: د خیار څښتن کولای شي د مقابل لوري په موجودیت کې بیعه ومني یا يې رد کړي. د هغه په غیاب کې هم  کولای شي چې بیعه ومني، ځکه خيار د همدې موخو لپاره کېښودل شوی، خو د مقابل لوري د غياب په صورت کې بيعه ردولای نه شي، ځکه په دې کې د بل چا په هکله د هغه له خبرولو پرته تصرف کول دي او په دې سره هغه ته زيان رسيږي.

د خیار د څښتن مړینه: که د خیار څښتن د بیعې د تنفیذ او د خیار د مودې له پای ته رسېدو وړاندې مړ شي، خیار باطلیږي او وارثانو ته نه انتقالیږي. په دې دليل چې په ميراث يوازې هغه شيان وړل کيږي چې د انتقال وړ وي، خو خيار له ارادې څخه عبارت او اراده د انتقال وړ نه ده.

که په مبیعه کې یاد شوي صفتونه نه وي؟

که چا غلام په دې نامه وپلوره چې لیکونکی یا نانوای دی او وروسته معلومه شوه چې نوموړی صفت نه لري، اخیستونکی اختیار لري چې په ټول ثمن يې اخلي او که ردوي يې. څرنګه چې په بيعه کې د اوصافو په مقابل کې پيسې نه راځي نو د وصف په کمېدو پيسې (ثمن) نه کميږي او ټول ثمن لازميږي، خو دا چې د اخيستونکي د پام وړ صفت پکې موجود نه دی، د ردولو اختيار يې لري.

د رؤیت (لیدلو) خیار: که چا نالیدلی شی واخيست بیعه روا ده، کله چې مبيعه ووينې خیار لري، که يې خوښه وه اخلي يې او که يې خوښه شوه ردوي يې. که چا نالیدلی شی وپلورلو خیار نه لري.

که څوک د غلې د ډېرۍ مخ وویني، یا د تاوې شوې جامې مخ وویني، یا هم د څاروي مخ او شا وویني خیار يې له منځه ځي. که څوک د کور انګړ وویني خیار يې له منځه ځي که څه هم کوټې يې نه وي لیدلي.

د ړانده خرڅول او اخیستل روا دي او د اخيستلو په مهال (د لیدلو) خیار لري. د ړانده د لیدلو خیار په هغو شیانو کې چې په لمس معلومیږي په لمس کولو، په هغو شیانو کې چې په بوی کولو معلومیږي په بوی کولو او په هغو شیانو کې چې په څکلو معلومیږي په څکلو سره له منځه ځي. په ځمکه که يې تر هغې خیار نه ساقطیږي چې صفت يې ورته نه وي بیان شوی.

چا چې پردی مال د څښتن له اجازې پرته خرڅ کړ نو څښتن اختیار لري چې بیعه مني او که يې فسخه کوي. څښتن تر هغې د بیعې اجازه ورکولای شي چې متعاقدین او مبیعه په خپل حال وي.

که څوک له دوه جوړه جامو څخه یوه وویني او دواړه يو ځای واخلي، وروسته دوهمه هم وویني، کولای شي چې دواړه رد کړي.

که د لیدلو د خیار څښتن مړ شي نو خیار له منځه ځي.

که څوک یو مال وویني او څه موده وروسته يې واخلي، که چیرې مال په خپل پخواني حالت پاتې و نو د لیدلو خیار نه لري، خو که په مال کې بدلون راغلی و د لیدلو خیار لري.

شرح

د رؤيت (لیدلو) خیار: دې ته وايي چې شخص نالیدلی مال واخلي او د بیعې منل او ردول تر لیدلو پورې وځنډیږي.

د نالیدلي مال اخیستل: د نالیدلي مال اخیستل روا دي. هر کله چې اخیستونکي مال ولیدلو د هغه د اخیستلو او پرېښودلو اختیار لري، ځکه د دارقطني په سنن کې له رسول الله (e) څخه راغلي: «مَنِ اشْتَرَى شَيْئًا لَمْ يَرَهُ فَهُوَ بِالْخِيَارِ إِذَا رَآهُ». چا چې ناليدلی شی واخيست، هغه ته خيار دی کله يې چې ولېد.

خو پلورونکي ته د ليدلو خيار نشته، ځکه په حديث کې خيار يوازې اخيستونکي ته ثابت دی نه پلورونکي ته، نو که څوک ناليدلی مال وپلوري بيعه د ده په حق کې لازمه شمېرل کيږي.

د مال یوه خوا لیدل: د ليدلو په خيار کې د ټول مال ليدل شرط نه دي، بلکې د مال دومره اندازه لیدل معتبر دي چې په مبيعه د اخيستونکي علم راولي او جهالت له منځه يوسي. په دې بنسټ که اخیستونکی د غنمو د ډېرۍ مخ، د تاوې شوې جامې څرګنده برخه، د څاروي مخ يا وروستۍ برخه او د کور حوېلۍ وويني نو د لیدلو اختیار يې له منځه ځي.

د حويلۍ په ليدلو په هغه زمانه کې خيار له منځه تللو چې کوټو زيات توپير سره نه درلود، په اوسني وخت کې چې د کورونو کوټې يو له بله زيات توپير لري، د کوټو له ليدلو پرته يې د حويلۍ په ليدلو خيار له منځه نه ځي.

د ړانده اخیستل او خرڅول: د ړانده له خوا اخیستل او خرڅول صحيح دي. د مال لمس کول، څکل او بوی کول د لیدلو ځای نیسي، ځکه په دې کارونو سره په مبيعه علم تر لاسه کيږي او جهالت له منځه ځي. همدا راز د ځمکې مواصفات بيانول ورته د ليدلو ځای نيسي او خيار يې پرې له منځه ځي.

له اجازې پرته د بل چا مال پلورل: که څوک (فضولي) پردی مال د خاوند له اجازې پرته وپلوري، دا بيعه منعقديږي او د څښتن تر اجازې پورې موقوفه ده، بيعه ځکه منعقديږي چې په دې بيعه کې اخيستونکي او پلورونکي دواړو ته ګټې شته، خو د مال د خاوند اجازه په کې ځکه شرط ده چې څښتن ته زيان ونه رسيږي. اجازه هغه وخت صحيح ده چې مبيعه، څښتن، اخيستونکی او د بل چا مال پلورونکی (فضولي) په خپل حال پاتې وي.

د مال ځينې برخې لیدل: که چا په یوه بیعه دوه جوړه جامې واخیستې، يوه يې ليدلې وه او بله يې له اخيستلو وروسته وليده، که د جامو تر منځ توپير و، د خيار رؤيت په بنسټ د دواړو د ردولو اختیار لري. يوازې يوه يې ځکه نه شي رد کولای چې په دې سره د صفقې بېلوالی رامنځته کيږي. که جامې يا نور پلورل شوي شيان د مثلياتو له جملې څخه وو، نو د ځينو په ليدلو يې په نورو کې د ليدلو خيار ساقطيږي.

له مړینې وروسته د لیدلو د خیار حکم: د خیار د څښتن په مړینه بیعه بشپړیږي او د شرط د خيار په څېر د رؤيت خيار هم په ميراث نه وړل کيږي.

د عیب خیار: که اخیستونکی په مبیعه کې کوم عیب ومومي نو اختیار لري چې  په پوره ثمن يې اخلي او که يې ردوي، اخیستونکي ته روا نه دي چې مبیعه له ځان سره ایساره کړي او د عیب تاوان له پلورونکي واخلي.

هر شی چې د سوداګرو په عرف کې د مبیعې په قیمت کې نقصان راولي عیب ګڼل کیږي.

که مبیعه د اخیستونکي سره عیبجنه شي، بیا اخیستونکی په مبیعه کې په بل عیب چې د بائع سره يې درلود، خبر شي نو کولای شي چې د عیب تاوان له پلورونکي واخلي، مبيعه به نه ردوي مګر دا چې بائع یې د عيب سره په اخيستلو موافقه وکړي.

که اخیستونکی ټوکر غوڅ کړي او ويې ګنډي یا يې رنګ کړي، یا ستوان له غوړو سره ګډ کړي او بیا د مبیعې پر عیب پوه شي نو کولای شي چې د عیب تاوان واخلي خو پلورونکي يې د بېرته اخيستلو حق نه لري.

که څوک مريی وپلوري، بيا يې اخيستونکی هم په بل چا وپلوري، بیا د عیب له امله په ده تاوان شي، که د قاضي په حکم پرې تاوان شوی و، کولای شي چې لومړي پلورونکي ته يې رد کړي خو که د قاضي له حکم پرته يې قبول کړی و نو لومړي پلورونکي ته يې نشي رد کولای.

که څوک مريی واخلي او پلورونکی له هر عیبه بېزاري اعلان کړي نو اخیستونکي يې د هیڅ عیب له امله په پلورونکي نشي تاوان کولای که څه هم پلورونکي د ټولو عیبونو نومونه اخیستي او شمېرلي نه وي.

شرح

د عیب خیار: هغه اختیار ته ویل کیږي چې له امله يې عیبجن مال بېرته څښتن ته رد کېدلای شي.

په مبیعه کې د عيب موندل: که اخيستونکی په مبيعه کې داسې عيب ومومي چې د پلورونکي سره په مبيعه کې موجود و او اخيستونکي د بيعې او قبض په مهال نه و ليدلی، کولای شي چې مال پلورونکي ته رد کړي، ځکه د مطلق عقد غوښتنه دا ده چې مبيعه له عيب څخه پاکه وي، نو د عيب په صورت کې اخيستونکي ته د ردولو خيار شته څو د معيوب مال په اخيستلو زيانمن نه شي.

که اخيستونکي مبيعه له عيب سره ومنله، پوره ثمن به ورکوي. څرنګه چې د اوصافو په مقابل کې ثمن نه راځي، اخيستونکی نه شي کولای چې د عيب په مقابل کې له ثمن څخه څه کم کړي. له بل پلوه د کمو ثمنو په اخيستلو د پلورونکي مجبورول، پلورونکي ته زيان دی.

په مبیعه کې په زاړه عيب سربېره د نوي عيب پيدا کېدل: که له اخیستونکي سره په مبیعه کې عیب پیدا شي او بل عیب داسې وي چې له پلورونکي سره هم پکې وي. په دې صورت کې اخيستونکی نه شي کولای چې د پخواني عيب له امله مبيعه پلورونکي ته رد کړي، ځکه په مبيعه کې نوی عيب رامنځته شوی، له نوي عيب سره پلورونکي ته د مبيعې په ردولو زيان رسيږي. په دې صورت کې يوازې يوه لار پاتې کيږي او هغه دا چې اخيستونکی له پلورونکي څخه د عيب تاوان واخلي.

که پلورونکی له خپله حقه تېر شي او له نوي عيب سره سره مبيعه  قبوله کړي، صحيح ده.

اخیستونکي (دوهم پلورونکي) ته د عیب له امله د مبیعې ردول: که څوک مريی يا بل مال واخلي او په بل چا يې وپلوري، بیا د عیب له امله په ده تاوان شي، که د قاضي په حکم پرې تاوان شوی و نو کولای شي چې لومړي څښتن ته يې رد کړي، ځکه د قاضي حکم د بيعې فسخه کول دي او داسې دي لکه له سره چې بيعه نه وي رامنځته شوي، خو که د محکمې له حکم پرته يې قبول کړی و نو لومړي څښتن ته يې نشي رد کولای، ځکه دا د درېم ګړي په حق کې نوې بيعه ده.

له عيبونو څخه بې زاري اعلانول: که څوک مريی يا بل مال واخلي او پلورونکی ووايي: زه د هیڅ عیب ذمه وار نه یم. وروسته په مبیعه کې عیب راښکاره شي نو اخیستونکي يې د عیب له امله په پلورونکي نشي تاوان کولای که څه هم پلورونکي د بېزارۍ په مهال د ټولو عیبونو نومونه نه وي اخیستي، ځکه له مجهولو عيبونو څخه د بې زارۍ اعلانول صحيح دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x