اقتصاددیني، سیرت او تاریخ

معاملات – بيوع / دریمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

فاسده بیعه: په اسلام کې معاملات د ګټو د خوندي توب او د ضررونو او لانجو د له منځه وړلو پر بنسټ تنظيم شوي، له دې کبله که په بيعه کې څه ضررونه او يا لانجې وي، هغه بيعه ناروا ده، فاسده ګڼل کيږي او بايد فسخه شي، که یو عوض يا دواړه عوضونه (مبیعه او ثمن) حرام وي بیعه باطله ده، لکه په مردارې، وینې، شرابو او خوګ پلورل. همدا راز که مبیعه مملوکه نه وي، لکه آزاد انسان او د ام الولد، مدبر او مکاتب بيعه باطله ده.

له ښکار وړاندې په اوبو کې د کب پلورل او په هوا کې د مرغانو پلورل روا نه دي. همدا راز د حمل، نتاج، په غولانځه کې د شیدو او د پسونو په شا د وړیو بيعه فاسده ده.

له جامې څخه یو ګز ټوکر پلورل، له چت څخه تیر پلورل او د ضربة القانص (د ښکاري د يو ځل دام په اچولو رانيول شوی ښکار) پلورل روا نه دي، او نه مزابنه (په اټکلي ډول په ونه کې د شتو خرماوو پلورل په شکول شویو خرماوو باندې). د کاڼي په ګوزارولو سره بيعه، ملامسه، منابذه او له دوه جوړه جامو څخه یوه ناټاکلې جوړه پلورل روا نه دي.

چا چې يو مريی په دې شرط وپلورلو چې اخیستونکی به يې ازادوي، یا مدبر کوي، یا مکاتب کوي او یا يې وینزه په دې شرط وپلورله چې اخیستونکی به ترې اولاد زېږوي نو بیعه فاسده ده، همدا راز که په دې شرط يې مريی وپلورلو چې یوه میاشت به د پلورونکي خدمت کوي، یا يې کور په دې شرط وپلورلو چې پلورونکی به په کې تر معلومې مودې اوسیږي، یا دا چې اخیستونکی به پلورونکي ته یو درهم پور ورکوي، یا به ورته ډالۍ ورکوي نو بیعه فاسده ده.

چا چې په دې شرط مال وپلورلو چې د میاشتې تر ختلو پورې به يې اخیستونکي ته نه سپاري نو بیعه فاسده ده.

چا چې څاروی له حمل پرته وپلورلو بیعه فاسده ده.

چا چې په دې شرط ټوکر واخيست چې پلورونکی به ترې د اخیستونکي لپاره جامې یا چپن ګنډي، یا يې څپلۍ په دې شرط واخيستې چې پلورونکی به يې برابروي يا به ورته تانګنی اچوي نو بیعه فاسده ده.

د نوروز، مهرجان، د نصاراو تر روژې او د یهودو تر اختره نېټه ټاکل په هغه صورت کې بیعه فاسدوي چې اخيستونکي او پلورونکي ته دا نېټې معلومې نه وي.

د لو، درمند، میوې شکولو او د حاجیانو د راتګ په نېټه بیعه روا نه ده، که د بیعې دواړه لوري په لو، درمند او میوې شکولو د خلکو له بوختېدو او د حاجیانو له راتګ وړاندې د نېټې په لغوه کولو راضي شول، بیعه روا ده.

شرح

د بيعې ډولونه: بيعه په څلور ډوله ده: صحيحه بيعه، فاسده بيعه، باطله بيعه او موقوفه بيعه.

صحيحه بيعه سملاسي ملکيت انتقالوي چې خيار په کې نه وي. فاسده بيعه د مبيعې د قبضولو په صورت کې له بائع څخه مشتري ته ملکيت انتقالوي. باطله بيعه هيڅکله ملکيت نه انتقالوي او موقوفه بيعه (لکه چې څوک د بل چا مال وپلوري) د مالک تر اجازې پخوا څه اغېز نه لري خو کله چې مالک اجازه وکړي صحيحه بيعه ګرځي. امام قدوري صحيحه بيعه مخکې بيان کړه، باطلې او فاسدې بيعې يې په دې متن کې بيان کړي.

د فاسدې او باطلې بيعې تعريف: فاسده بيعه هغه ده چې د اصل په اعتبار روا او د وصف په اعتبار ناروا وي، يعنې عقد له اهليت لرونکي شخص (عاقل او بالغ انسان) څخه صادر او محل (مال) ته مضاف شوی وي خو له يو ناوړه وصف پورې تړل شوې وي لکه فاسد شرط.

باطله بيعه: باطله بيعه هغه ده چې عاقد يې اهليت ونه لري لکه د لېوني بيعه، او يا هم د بيعې محل (مبيعه) مال نه وي لکه د مردارې پلورل.

د فاسدې او باطلې بیعې حکم: په فاسده بيعه کې د قبض په صورت کې اخیستونکی د مبیعې څښتن ګرځي. په باطلې بيعې کې اخيستونکی په هيڅ صورت د مال څښتن نه ګرځي.

ام الولد: هره وینزه چې د اولاد نسب يې له څښتن څخه ثابت شي ام ولد بلل کیږي.

مدبر: هغه مريی ته ویل کیږي چې څښتن ورته ووايي: ته زما له مرګه وروسته ازاد يئ.

مکاتب: هغه مريي ته ویل کیږي چې د خپل څښتن سره تړون وکړي چې ده ته د ټاکلو پیسو له سپارلو وروسته به ازادیږي.

د ام ولد، مدبر او مکاتب پلورل ناروا او بیعه يې باطله ده.

د نامعلوم شي پلورل: له دې څخه مقصد د هغو شیانو پلورل دي چې معدوم یا نامعلومه وي لکه د ناښکار شوي کب پلورل، په هوا کې د مرغانو پلورل، په غولانځه کې د شيدو پلورل، د پسونو په شا د وړیو پلورل او د وینزو او څارویو په خېټه کې د حمل پلورل. په دې ټولو صورتونو کې بيعه فاسده ده.

ضربة القانص: که څوک د ښکار لپاره دام یا جال کېږدي او بل ته ووايي چې که په دې دام کې هر څومره ښکار ونښتو، د سلو افغانیو په مقابل کې ستا دی. دې ته ضربة القانص ویل کیږي او دا بیعه ځکه فاسده ده چې مبیعه په کې نامعلومه ده.

مزابنه: دې ته وايي چې د ونې په څانګو کې موجودې خرما په شکول شویو خرماوو په اټکلي ډول وپلورل شي. دا بيعه ځکه فاسده ده چې د سود احتمال په کې موجود دی.

البيع بإلقاء الحجر: هغه بيعه ده چې په يو ځای کې څو جوړه جامې جلا پرتې وي، اخيستونکی هغه لور ته کاڼی وغورځوي او په هرې جوړې چې وغورځيږي اخيستل يې له ليدلو پرته لازم شي او اخيستونکی په کې خيار ونه لري. په دې بيعه کې مخکې له مخکې د جوړې قيمت ټاکل شوی وي.

الملامسة: دې ته وايي چې د بيعې د يو لوري له خوا د بل لوري د جامې په لمس کولو سره د فکر کولو پرته بيعه لازمه وګرځي او د ليدلو خيار له منځه ولاړ شي.

المنابذة: دې ته ويل کيږي چې متعاقدين يو بل ته خپلې جامې له ليدلو او فکر کولو پرته ګوزارې کړي او په دې سره بيعه لازمه وګرځي.

هغه شرطونه چې بيعه فاسدوي: د مريي خرڅول په دې شرط چې اخیستونکی به يې ازادوي، يا به يې مدبر، ام ولد او مکاتب کوي او یا به څه وخت د پلورونکي خدمت کوي. دا ټول هغه ډول شرطونه دي چې بیعه فاسدوي. د اوسېدلو، پور او ډالۍ اخیستلو په شرط کور پلورل هم له هغو شرطونو څخه دي چې بیعه فاسدوي.

نامعلوم وخت ته د عوض ځنډول:

دوه کسانو په خپل منځ کې راکړه ورکړه وکړه، اخیستونکي د قیمت ورکول نوروز (د حمل د مياشتې لومړۍ ورځ)، مهرجان (د مني د موسم لومړۍ ورځ) د لو کولو وخت او یا د فصل ټولولو وخت ته وځنډول، که چېرې متعاقدین په دې نیټو پوهېدل نو بیعه صحيح ده او که متعاقدین پرې نه پوهېدل بيعه فاسده ده.

د لو، درمند، ميوو شکولو او د حاجيانو د راتګ وخت د عوض ورکولو لپاره نېټه ټاکل هم بيعه فاسدوي، ځکه دا نېټې ثابتې نه دي او بدلون مومي چې په نتيجه کې د شخړې او جنجال لامل کيږي. که يې د نوموړو نېټو له رارسېدو څخه وړاندې دا نېټې لغوه کړې بيعه صحيح ده.

د فاسدې او مکروهې بيعې حکم: کله چې اخیستونکی په فاسده بیعه کې د پلورونکي په اجازه مبیعه قبض کړي او د بیعې دواړه عوضونه مال وي اخیستونکی د مال څښتن ګرځي او قیمت ورکول يې پرې لازم دي، د تړون دواړه لوري دا ډول بیعه فسخه کولای شي. که اخیستونکی نوموړی مال وپلوري بیعه يې نافذه ده.

چا چې ازاد انسان او مريی یا حلال شوی پسه او مرداره دواړه په یوه عقد وپلورل د دواړو بیعه باطله ده. که يې مريی او مدبر یا خپل مريی او پردی مريی په یو عقد وپلورل نو بیعه یوازې د پلورونکي په مريي کې د هغه د ثمن په برخه کې صحيح ده.

رسول الله (e) د (نجش)، د بل چا پر بیعې بیعه کولو، تلقي الجلب (د قافلې مخې ته له ورتللو)، د بانډه چې لپاره د ښاري (شخص) دلال کېدلو او د جمعې د اذان پر مهال له اخیستلو او خرڅولو څخه منعه کړې. دا بیعې مکروه دي او فاسدې نه دي.

شرح

په فاسده بیعه مال اخیستل: که اخیستونکی په فاسدې بیعې سره مال واخلي د بېلګې په ډول په دوه سوه افغانۍ په دې شرط ټوکر واخلي چې پلورونکی به څادر ترې ګنډي، چې دلته دواړه بدلين دي، په دې صورت کې اخیستونکی هلته د مبېعې څښتن ګرځي چې مبيعه قبض کړي، او د شرط (د څادر ګنډل) ليرې کول ورباندې لازم دي څو فساد له منځه ولاړ شي ځکه دا شرط ناروا دی او له منځه وړل يې واجب دي.

جایز او حرام یو ځای کول: که څوک خپل مريی او بل آزاد انسان سره يو ځای کړي او هغه په يوه بيعه په بل چا وپلوري، بيعه په مريي او آزاد دواړو کې ځکه باطله ده چې د مبيعې يوه برخه (آزاد انسان) اصلا د پلورلو وړ نه دی او بيعه له اساس څخه باطله ده، خو که د مطلق مريي سره مدبر مريی يوځای کړي او په يوه بيعه يې وپلوري، يعنې د هر يوه قيمت جلا جلا معلوم نه کړي نو مطلق مريی په خپله برخه ثمنو کې پلورل کيږي.

د مکروهې بیعې تعریف: مکروه په لغت کې ناخوښه ته وايي او په اصطلاح کې مکروهه بيعه هغې بيعې ته ویل کیږي چې له بدلينو پرته د بل خارجي لامل له کبله ورڅخه منع شوې وي لکه د جمعې د اذان په مهال اخیستل او خرڅول. د جمعې په ورځ اخيستل او خرڅول ناروا کار نه دی، خو لمانځه ته له اذان وروسته پلورل او اخيستل ځکه روا نه دي چې سړی له لمانځه څخه کاږي، يعنې په بيعه باندې بوختيا د لمانځه څخه خارجي لامل دی او له بدلينو سره کوم تړاو نه لري.

د نجش بیعه: نجش د نون او جیم په زور سره د جال لوري ته د مرغانو هڅولو ته ويل کيږي او په اصطلاح کې دې ته وايي چې څوک د اخیستلو لپاره نه بلکې د خلکو د هڅولو په موخه د مشتري په توګه مال لوړ بيعه کړي او خلک وغولوي او يا په درواغو د مال په ښه صفت کولو سره غواړي هغه ته بازار پیدا کړي.

بیع السوم: د بل چا په بیعه باندې بیعه کولو ته وايي چې په حدیث کې ورڅخه منع شوې. پیغمبر علیه السلام فرمايي: «لايستام الرجل علی سوم اخيه ولايخطب علی خطبة اخيه» ژباړه: یو مسلمان دې د بل مسلمان په بیعه باندې بیعه نه کوي او نه دې د بل مسلمان په خطبه (مرکه) باندې مرکه کوي، ځکه په دې کار سره نور مسلمانان زیانمن کیږي، البته دا په هغه صورت کې چې دواړو لوریو لا يو بل ته د (نه) ځواب نه وي ورکړی. که دواړو لوریو تړون ته رغبت نه درلود بیا ورباندې بیعه کول روا دي.

تلقي الجلب: په صحيحینو کې د ابن عباس (رضی الله عنه) څخه روایت دی: «نهی رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ان تتلقی الرکبان وأن يبيع حاضر لباد». ژباړه: پیغمبر (علیه السلام) د سپرو مخې ته د ورتګ او د ښاري خلکو د بانډه چیانو لپاره د بیعې کولو څخه منع کړې. د (تلقي الرکبان) لغوي معنا (د سپرو مخې ته ورتلل دي). په حديث کې د منعه شوي صورت تفصيل دا دی چې ښاري شخص د کلو څخه د راتلونکو هغو سپرو مخې ته ورشي چې له ځانه سره يې د خرڅ لپاره خوراکي توکي راوړي وي، په ښار کې هم د نوموړو توکو لپاره اړتیا زیاته وي او ښاري شخص غواړي چې توکي په ارزانه بیعه واخلي او بيا يې د ښار په خلکو په ګرانه بیعه وپلوري.

بيع الحاضر للبادي: د بانډه چي لپاره د ښاري د بيعې مقصد دا دی چې بانډچي ښار ته توکي راوړي خو ښاري (دلال) يې پرې نږدي چې هغه يې پخپله وپلوري بلکې د بيعې چاره پخپل لاس کې ونيسي څو يې په ښاريانو په لوړ قيمت وپلوري. په دې صورت کې دلال په ښاريانو باندې د قيمت لوړولو کوښښ کوي نو دا ډول بيعه مکروه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x