اقتصاددیني، سیرت او تاریخ

معاملات – بيوع / څلورمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

اقالة

اقالة: کله کله بايع او مشتري دې ته راضي کيږي چې د بيعې تړل شوی عقد له منځه يوسي، دې ته په فقه کې اقاله وايي.

اقاله په بیعه کې د لومړي ثمن په مثل روا ده. که اخیستونکی یا خرڅوونکی له لومړي ثمن څخه زیات یا کم شرط کړي نو شرط باطل دی او د لومړي ثمن مثل به ورکوي.

اقاله د متعاقدینو په حق کې فسخه او د نورو لپاره د امام ابوحنیفه په نظر نوې بیعه ده.

د ثمن له منځه تلل د اقالې مانع نه ګرځي خو د مبیعې له منځه تلل د اقالې مانع ګرځي. که د مبیعې ځينې برخه له منځه ولاړه شي په پاتې برخه کې اقاله صحيح ده.

شرح

د اقالې تعریف: اقاله د هغه عقد له منځه وړلو ته وايي چې اخیستونکي او پلورونکي پخپلو منځونو کې تړلی وي.

د اقالې حکم: اقاله د متعاقدینو د رضایت په صورت کې په لومړي قیمت روا ده.

اقاله نوې بیعه ده که فسخه؟ اقاله د متعاقدینو په حق کې فسخه ده او د بل چا لپاره د امام ابوحنیفه په نظر نوې بیعه ده.

مثال: پلورونکي خپله ځمکه خرڅه کړه او شفېع د شفعې د حق غوښتلو څخه تېر شو. وروسته متعاقدینو اقاله وکړه او ځمکه بېرته پلورونکي ته وسپارل شوه. په دې صورت کې شفیع کولای شي چې د شفعې د حق غوښتنه وکړي ځکه چې اقاله له متعاقدینو پرته د نورو خلکو په حق کې نوې بیعه ده.

هغه شیان چې اقاله باطلوي: کله چې مبیعه له منځه ولاړه شي اقاله باطلیږي، ځکه اقاله د عقد له منځه وړلو ته وايي چې محل يې مبیعه ده، خو که قیمت له منځه ولاړ شي اقاله نه باطلیږي.

که څوک دوه کتابونه وپلوري او وروسته يو کتاب له منځه ولاړ شي، په پاتې يو کتاب کې اقاله صحيح ده.

په اقاله کې باطل شرطونه: که پلورونکی یا اخیستونکی په اقاله کې شرط کړي چې له پخواني قیمت څخه زیات یا کم به ورکوي نو داسې شرط باطل دی او هماغه لومړی قیمت لازمیږي.

مرابحه او توليه: بيعه زيات ډولونه لري، مرابحه او توليه هم د بيعې له ډولونو څخه دي. په لومړي عقد کې د لاس ته راغلي شي له خپل سر نه په ګټه باندې پلورل مرابحه بلل کیږي. په لومړي عقد کې د لاس ته راغلي شي پخپل سر باندې خرڅول تولیه بلل کیږي.

مرابحه او تولیه یوازې هغه مهال صحيح ده چې عوض يې له مثلي شیانوڅخه وي، لکه پيمانه کېدونکي او تلل کېدونکي شيان.

له راس المال سره د وينځونکي (دوبي)، رنګریز، طراز، اوبدونکي او باروونکي مزدوري یو ځای کول روا دي خو داسې به وايي: په دومره راته تمام شوی، داسې به نه وايي چې په دومره مې اخیستی.

کله چې د مرابحې په بیعه کې اخیستونکی د پلورونکي په ټګۍ خبر شي نو د امام ابوحنیفه په نظر اختیار لري چې په ټولو پیسو مبیعه اخلي او که يې ردوي. که اخیستونکی د تولیې په بیعه کې د پلورونکي په ټګۍ خبر شي نو د ټګۍ په اندازه به له قیمت څخه کموي. امام ابویوسف وايي: په دواړو بیعو کې يې کمولای شي او امام محمد وايي: په دواړو بیعو کې يې نشي کمولای او اختيار لري (چې يې اخلي او که يې ردوي).

چاچې منقول شی واخيست، پلورل يې ورته تر هغې روا نه دي چې قبض کړی يې نه وي. د امام ابوحنیفه او امام ابویوسف په نظر د ځمکې خرڅول له قبض کولو مخکې روا دي خو امام محمد وايي چې روا نه دي.

څوک چې په پیمانه خرڅېدونکي شیان په پیمانه واخلي یا په تول خرڅېدونکي شیان په تول واخلي بیا يې تول او پيمانه کړي، بيا يې په تول او پيمانه خرڅ کړي، دوهم اخیستونکي ته روا نه دي چې له تول او پیمانې وړاندې يې وخوري او يا يې وپلوري.

له قبض نه وړاندې په ثمن کې تصرف روا دی. اخيستونکي ته روا دي چې بائع ته ثمن زيات کړي. پلورونکي ته روا دي چې په مبيعه کې زياتوالی وکړي، او روا دي چې ثمن کم کړي، دا (زياتوالی) ټول (په عقد کې عوض ګرځي او د مقابل لوري) حق ګرځي.

چا چې په نغدو مال وپلورلو خو بیا يې د پیسو لپاره نېټه وټاکله، (بيعه) په نېټه ګرځي. هر مالي معجل پور چې څښتن يې ځنډمن وګرځوي، ځنډمن ګرځي پرته له قرضو چې ځنډمن کول يې صحيح نه دي..

شرح

د مرابحې او توليې تعریف

مرابحه: په څرګنده ګټه د اخیستل شوي شي پلورلو ته وايي.

تولیه: په هماغه بیعه د مال خرڅول چې پرې اخیستي يې وي.

د مرابحې او توليې حکم: مرابحه او توليه د شریعت له مخې روا ده.

د مرابحې او توليې د صحت شرط: مرابحه او توليه هغه وخت صحيح ده چې د مبيعې عوض په کې پيسې يا مثلي شیان وي لکه په تول او پیمانه خرڅېدونکي شیان او هغه عددي شیان چې په اندازه کې سره نږدې وي.

په مرابحه او توليه کې ټګي: که د پلورونکي په اقرار یا په کوم بل دلیل، اخیستونکي ته معلومه شي چې پلورونکي په بیعه کې ټګي کړې، د امام ابوحنیفه په نظر په مرابحه کې اخیستونکی اختیار لري چې په ټول ثمن يې اخلي او که يې ردوي. د ردولو اختيار ځکه لري چې د ټګۍ په صورت کې د اخيستونکي رضا موجوده نه ده، کومه چې د بيعې لپار شرط ده.

که اخيستونکی د توليې په بيعه کې په ټګۍ خبر شي، د ټګۍ په اندازه به له ثمن څخه کموي، ځکه که د ټګۍ اندازه له ثمن څخه کمه نه کړي، د توليې بيعه په حقيقت کې توليه نه پاتې کيږي.

امام ابويوسف وايي: په دواړو کې خيار نه لري خو د ټګۍ مقدار به ترې کموي، ځکه اصل په دې عقد کې مرابحه والی او توليه والی دی چې په لومړي عقد ولاړ دی نو پيسې هم له لومړي عقد پورې تعلق نيسي او د هغوی په بنسټ ورڅخه کميږي.

د امام محمد په مذهب به هيڅ شی ترې نه کموي ځکه مرابحه والی او توليه والی په دې عقد کې وصف دی، چې په مقابل کې يې ثمن نه راځي او په له منځه تلو سره يې اخيستونکی ته يوازې خيار ثابتيږي.

له قبضولو وړاندې د مبیعې پلورل: له قبضولو وړاندې د منقولو شیانو پلورل روا نه دي، ځکه د هلاکوالي له امله د عقد د فسخه کېدو وېره شته. خو ځمکه او کور چې د هلاکېدو وړ نه دي، د امام ابوحنیفه او امام ابویوسف په نزد يې له قبضولو وړاندې پلورل روا دي. امام محمد وايي: ځمکه او کور هم د منقولو شيانو په څېر له قبضولو وړاندې نشي پلورل کېدای.

د مبیعې تول او پیمانه کول: څوک چې په پیمانه خرڅېدونکي شیان په پیمانه واخلي یا په تول خرڅېدونکي شیان په تول واخلي او بیا يې خرڅ کړي، دوهم اخیستونکي ته روا نه دي چې له تول او پیمانې وړاندې يې وخوري او يا يې وپلوري ځکه د ابن ماجه په حديث کې راغلي: « نَهَى رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ عَنْ بَيْعِ الطَّعَامِ حَتَّى يَجْرِيَ فِيهِ الصَّاعَانِ، صَاعُ الْبَائِعِ، وَصَاعُ الْمُشْتَرِي». ژباړه: پيغمبر (عليه السلام) د خوراکي توکو له پلورلو منع کړې مګر دا چې دوه پيمانې په کې جاري شي (دوه ځلې وتلل شي) د پلورونکي (لپاره) پيمانه او د اخيستونکي (لپاره) پيمانه.

دا ځکه چې احتمال لري نوموړي توکي له يادې شوې اندازې څخه زيات يا کم وي چې په دې صورت کې پردی حق خوړل کيږي او هم دا چې خلک په نه پيمانه کولو روږدي کيږي.

د اخیستونکي او پلورونکي تصرفات: د بیعې له بشپړېدو وروسته په مال او قیمت کې د اخیستونکي او پلورونکي د کمولو يا زياتولو تصرف صحيح دی. اخیستونکی کولای شي پلورونکي ته زیاتې پیسې ورکړي همدا راز پلورونکی کولای شي چې اخیستونکي ته زیات مال ورکړي، يا ثمن کم کړي.

د پلورونکي له خوا د مال وروستی زیاتوالی او د اخیستونکي له خوا د قیمت وروستی زیاتوالی د عقد په اصل پورې ملحق کيږي او په زياتوونکو باندې داسې لازم ګرځي، لکه په لومړي سر کې چې يې په ځان منلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x