
هلمند: د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت سرپرست وژل شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند چارواکي وايي د نادعلي ولسوالۍ د ملي امنیت سرپرست په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
پژواک د دې ولایت د ملي امنیت د یوې سرچینې په حواله وايي چې میر احمد د نادعلي ولسوالۍ په لوی مانده سیمه کې د طالبانو پر ماین برابر شوی دی.
په یاده سیمه کې د امریکایانو په ملګرتیا د ګډو ځواکونو عملیات روان دي.
سرچینه زیاتوي نوموړی نن تر غرمې مخکې د خښ کړل شوي ماین ښکار شو.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یاده سیمه کې تېره ورځ امریکایانو هم پر افغانو عسکرو بمبار وکړ، چې ځینو سرچینو يې تلفات تر ۲۰ ډېر یاد کړل.
د هلمند د والي ویاند په پیل کې د بمبار پخلی وکړ، خو وروسته يې وویل چې په یاده سیمه کې د افغانو عسکرو یو توغندی بېرته پر دوی لګېدلی او شپږ تنه وژل شوي دي.
طالبان وايي په دې بمبار کې د لسګونو مړو او ژوبلو افغان عسکرو تر څنګ دوه امریکایان هم وژل شوي دي.