ورزش

۱۹ کلنو اسیا جام: له هند څخه تر ماتې وروسته افغانستان د سریلنکا سره په نیمه پایلوبه کې مخ کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ تلې، ۱۳۹۷): د نولس کلنو اسیا جام په سیالیو کې د هند او افغانستان لوبډلې مخامخ شوې چې افغانستان د ۵۱ منډو په توپیر له هند څخه ماتې وخوړه.
د ننۍ ماتې سربېره د افغانستان لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده، ځکه چې په لومړۍ دوه سیالیو کې عربي اماراتو او نیپال لوبډلې ته یې ماتې ورکړې وه.
په بنګلدیش کې د نولس کلنو ځوانانو اسیا جام سیالۍ د اته لوبډلو په ګډون پېل شوي چې د افغانستان لوبډله د عربي اماراتو، نیپال او هند سره سیالۍ درلودې.
په ننۍ سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه د هند لوبډلې وکړه چې په ۴۶ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو افغانستان نولس کلنې لوبډلې ته د ۲۲۲ منډو هدف وتاکه.
د هند لخوا جیسوال ۹۳ او بدوني ۶۵ منډې جوړې کړې، په توپ اچونه کې د افغانستان لخوا قیس احمد او عظمت الله یو وار بیا وځلېدل او ۳-۳ ویکټې یې واخیستې، عابد محمدي هم ۲ لوبغاړي وسوځول.
په ځواب کې د افغانستان لوبډلې د لوبډلمشر رحمن الله ګربز او ریاض حسین په مرسته په زړه پورې پېل وکړ او د ۵۶ منډو ملګرتیا یې ترسره کړه، ګربز ۳۷ او ریاض ۴۷ منډې جوړې کړې.
خو وروسته د ټاپ ارډر او ډاون ارډر توپوهونکي ناکام شول او په ۴۵.۴ اورونو کې یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۷۰ منډې یې جوړې کړې او د ۵۱ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
افغانستان نولس کلنه لوبډله به د سرېلنکا نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې نیمه پایلوبه ترسره کوي، همدا ډول به هند نولس کلنو لوبډله د بنګلدیش نولس کلنو لوبډلې پر وړاندې دویمه نیمه پایلوبه ترسره کوي، چې پایلوبه به یې د اکتوبر میاشتې په ۸مه نېټه د بنګلدیش په ډهاکه ښار کې ترسره شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x