اقتصاددیني، سیرت او تاریخ

معاملات – د سود احکام / پنځمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د سود احکام

ربا (سود) یوه ستره ګناه ده چې الله Y ورڅخه مسلمانان منع کړي. په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې د سود خوړونکي لپاره د سختو سزاګانو یادونه شوې، په همدې بنسټ د هر مسلمان لپاره ضروري ده چې د سودي معاملاتو په اړه معلومات ولري او ځان ترې وساتي.

هغه شیان چې په تول یا پیمانه پلورل کیږي کله چې د خپل جنس په مقابل کې په زیاتوالي وپلورل شي، سود بلل کیږي او ناروا دی. د سود علت پیمانه او جنس، یا وزن او جنس دی، نو د تول یا پیمانې وړ شیان که په خپل جنس یو برابر وپلورل شي روا ده خو که یو له بله زیات وو، روا نه ده.

د سودي شیانو د ښه او خراب جنس یو پر بل پلورل روا نه دي مګر په برابره توګه، که د سود علتونه (اندازه او د جنس یووالی) په کې نه وو، زیاتوالی او نسیه دواړه روا دي. که دواړه (علتونه) موجود شول زياتوالی او نسيه دواړه حرام دي. که د سود یو علت موجود و نو زیاتوالی روا او نسیه ناروا ده.

هر جنس چې پيغمبر (عليه السلام) د کيل په بنسټ په هغې کې زياتوالی حرام بللی هغه کیلي دی که څه هم خلک يې په تول خرڅوي لکه غنم، وربشې، خورما او مالګه او هر جنس چې پيغمبر (عليه السلام) د وزن په بنسټ په هغې کې زياتوالی حرام بللی هغه به وزني ګڼل کیږي که څه هم خلک يې په پیمانه خرڅ کړي، لکه سره او سپین زر. هغه جنسونه چې پیغمبر(علیه السلام) نه دي ټاکلي د خلکو دود په کې معتبر دی.

د پیسو پر پیسو خرڅولو ته صرف وايي. د صرف په بیعه کې په مجلس کې د عوضینو قبضول معتبر دي، د صرف پرته په نورو بیعو کې چې ربا پکې راځي، یوازې د عوضینو ټاکل معتبر دي نه قبضول.

د غنمو، په اوړو او په ستوانو باندې پلورل روا نه دي. د اوړو په ستوانو باندې پلورل روا نه دي.

د امام ابوحنیفه او امام ابویوسف په نزد په غوښه باندې د څاروي پلورل روا دي. امام محمد وايي: روا نه دي مګر دا چې غوښه په څاروي کې له (موجودې) غوښې څخه زياته وي، ترڅو څه غوښه د غوښې په مقابل کې راشي او پاتې د څاروي د (سر، پښو، پوستکي او نورو) په مقابل کې.

تازه خرما په وچو خرماوو پلورل روا دي چې سره برابرې وي، همدا راز د انګور پلورل په مميزو. د زیتونو دانې د زیتونو په تېلو او د کنځلو دانې د کنځلو په تېلو پلورل روا نه دي مګر (په هغه صورت کې) چې تېل په دانو کې له شتو تېلو څخه زیات وي، نو تېل به د تېلو په مقابل کې او زیات تیل به د دانو د بوسو په مقابل کې شي.

مختلفې غوښې یو پر بل د زیاتوالي سره پلورل روا دي، همدا راز د غواګانو او او مېږو شيدې (يو پر بل د زياتوالي سره روا دي)، په همدې ډول د خرابو خرماوو د سرکې پلورل د انګورو په سرکه په زیاتوالي سره روا دي. د ډوډیو پلورل په غنمو او اوړو، د زیاتوالي سره روا دي.

د مريي او څښتن تر منځه سود نشته، همدا راز په دارالحرب کې د مسلمان او حربي تر منځ هم سود نشته.

شرح

د ربا (سود) تعریف: ربا په لغت کې زیاتوالي ته وايي او په شریعت کې هغه زیاتوالي ته وايي چې په مالي مبادله کې له عوض پرته د متعاقدینو د یو تن لپاره شرط وګرځول شي.

د سود د حرمت دلیل د الله Y دا وینا ده: )وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا( (البقرة ۲۷۵) ژباړه: الله پاک بیعه روا کړې او سود يې حرام ګرځولی.

همدا راز د امام مسلم په صحيح کې له جابربن عبدالله څخه روایت دی چې پیغمبر(علیه السلام) په سود اخیستونکي، سود ورکوونکي، د سودي تړون پر لیکونکي او شاهد باندې لعنت ویلی.

د سود علتونه: سود دوه علتونه لري چې جنس او اندازه (تول او پیمانه) ښودل شوي. د تول او پیمانې وړ شیان چې له یو جنس څخه وي، یو پر بل يې په زیاتوالي خرڅول ناروا دي، د بېلګې په ډول دوه پیمانې غنم په څلورو پیمانو غنمو پلورل سود دی.

د سود ډولونه: سود دوه ډولونه لري چې یو يې د زیاتوالي سود او دوهم يې د نسیه (پور) سود دی.

د زیاتوالي سود: دې ته ویل کیږي چې د تول یا پیمانې وړ مال په خپل جنس باندې په زیاتوالي سره وپلورل شي چې مثال يې پورته ذکر شو.

د نسیه (پور) سود: دې ته وايي چې د یو جنس شیان یو پر بل په نېټه وپلورل شي. یا د تول او پیمانې وړ شیان پر مخالف جنس په نېټه وپلورل شي. د بېلګې په ډول دوه پیمانې جوار په دوو پیمانو جوارو په نېټه وپلورل شي یا لس ګرامه سره زر په شلو ګرامو سپینو زرو په نېټه وپلورل شي.

د سود د علتونو اغېز: که په بدلينو کې د سود دواړه علتونه (اندازه او د جنس يووالی) وو، نو د سود دواړه ډولونه (تفاضل او نسيه) حراموي، او که د سود يو علت پکې وو، نو بيا نسيه حرامه او تفاضل روا دی.

مسائل: غنم او اوړه له يو جنس څخه دي او دواړه په پيمانه پلورل کيږي، څرنګه چې غنم کم ځای نيسي او د اوړو اجزا خپاره شوي نو زيات ځای نيسي، په دې بنسټ د پيمانې له لارې د دواړو برابروالی ممکن نه دی، له همدې امله يې يو پر بل پلورل روا نه دي.

د امام ابوحنيفه په نزد په غوښې د څاروي پلورل ځکه روا دي چې د سود يو شرط (قدر: اندازه) موجود نه دی، يعنې وزن کېدونکی شی په نه وزن کېدونکي شي پلورل شوی. البته جنس بايد تعيين شي او نسيه هم په کې روا نه ده.

د وچو خرماو په تازه خرماو برابر پلورل ځکه روا دي چې په پيمانه کولو سره يې اندازه معلوميږي.

د مريي او څښتن سود: د مريي او څښتن تر منځ سود د شرعي حرمت لاندې نه راځي، ځکه مريی او مال يې ټول د څښتن ملکیت دی او ګټه په پای کې بیا هم څښتن ته رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید حمیدالله

نن ورځ بانکونه څه پیسې د قرض په ډول ورکوي او په هره میاشت کې ددغه کس له معاش څخه یې یو څه فیصدی پیسې ګرځي، خو تر اخیره چې څومره د قرض اندازه وي تر هغې یو څه زیاتې ترینه ګرځي آیا دغه جواز لري او کنه؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x