معاملات – د سلم احکام / شپږمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د سلم احکام

د تول، پیمانې او ګز وړ شیانو کې سلم جایز دی، په هغو عددي شیانو کې هم جایز دی چې اندازې يې سره زیات توپیر ونه لري لکه چارمغز او هګۍ.

په څاروي او د هغه په غړو او پوستکي کې په شمېر سره سلم روا نه دی. همدا راز د خسو او وښو په ګېډیو کې هم سلم روا نه دی.

سلم په دې شرط روا دی چې مسلم فيه به د سلم د عقد له مهاله د تسلیمېدو تر وخته موندل کیږي. سلم له نېټې ټاکلو پرته صحيح نه دی. له معلومې نېټې پرته هم صحيح نه دی. د ځانګړي سړي په پیمانه او ګز باندې سلم صحيح نه دی، د ځانګړي کلي په خوړو او د ځانګړې ونې په میوو کې هم سلم روا نه دی.

د امام ابوحنیفه په نزد د عقد پر مهال د (راتلونکو) اوو شرطونو د ذکر کولو پرته سلم صحيح نه دی.

١. د مسلم فيه جنس معلومول.

٢. د نوعې معلومول.

٣. د صفت معلومول.

٤. د اندازې معلومول.

٥. د سپارلو نېټه معلومول.

٦. د راس المال د اندازې پېژندنه که چېرې بیعه د تول، پیمانې او شمېر وړ شیانو کې وه.

٧. د هغه ځای ټاکل چې مال به پکې اخیستونکي ته سپاري، په دې شرط چې د مال نقلول مزدور ته اړتیا ولري.

امام ابویوسف او امام محمد وايي: که راس المال (په اشاره سره) وټاکل شو نو زیاتې پېژندنې ته يې اړتیا نشته، د سپارلو د ځای ټاکلو ته هم اړتیا نشته او مال به په همغه ځای کې اخیستونکي ته سپاري چېرې چې عقد رامنځته شوی وي.

د سلم بیعه تر هغې صحيح نه ده چې پلورونکی له جلا کېدو وړاندې راس المال (ثمن) قبض نه کړي. په مسلم فيه او راس المال کې له قبض وړاندې تصرف روا نه دی، همدا راز شرکت او د توليې بیعه په مسلم فيه کې له قبضه مخکې ناروا دي.

په جامو کې هغه وخت سلم روا دی چې اوږدوالی، بر او نوع يې وټاکل شي. په ګاڼه او قیمتي کاڼو کې سلم روا نه دی. په پخو او خامو خښتو کې هغه مهال سلم جایز دی چې د خښتو قالب معلوم وي.

(لنډه دا چې) هر هغه شی چې صفت يې ټاکل کېدای او اندازه يې معلومېدای شي سلم په کې روا او هغه چې صفت يې ټاکل کېدای نه شي او اندازه يې معلومېدای نه شي، سلم په کې صحيح نه دی.

د سپي، پړانګ او نورو څېروونکو ځناورو پلورل روا دي. د شرابو او خوږ پلورل ناروا دي. د ورېښمو د چینجي پلورل له ورېښمو پرته روا نه دي، همدا راز د شاتو د مچیو پلورل هم له چک پرته روا نه دي.

ذمیان له شرابو او خوږ پرته په نورو راکړو ورکړو کې د مسلمانانو په څېر دي. د ذمیانو له خوا د خوږ پلورل داسې مثال لري لکه مسلمان چې پسونه پلوري او د شرابو پلورل يې داسې دي لکه مسلمان چې د میوو اوبه پلوري.

شرح

د سلم تعریف: سلم په لغت کې ورکړې، پرېښودلو او قرض ته وايي. د فقهې په اصطلاح کې په نغدو ثمنو باندې په نېټې سره د مال اخیستلو ته سلم وايي.

مسلم فیه: د سلم مبیعه.

مسلم الیه: پلورونکی.

مسلم یا رب السلم: اخیستونکی.

راس مال السلم: ثمن یا پیسې.

د سلم مثال: احمد توریالي ته پنځه سوه افغانۍ ورکړې چې توریالی به پوره درې میاشتې وروسته څلور منه للمي غنم په کابل کې احمد ته ورکوي او توریالي هم ومنله.

سلم په کومو شیانو کې روا دی؟ سلم په هغو شیانو کې روا دی چې د صفت تعیین او د اندازې پېژندل يې ممکن وي، په دې بنسټ د تول، پیمانې او ګز وړ شيانو کې سلم روا دی لکه غنم، مالګه، ټوکر او داسې نور. همدا راز د شمار وړ هغو شیانو کې هم سلم روا دی چې اندازې يې سره زیات توپیر ونه لري لکه هګۍ.

هغه شیان چې د صفت تعیین او د اندازې پېژندل يې ممکن نه وي سلم پکې صحيح نه دی لکه څاروي، د څارویو پوستکي او نور ورته شیان. له یوې خوا که د څارويو او د څارويو د پوستکو د څرنګوالي (صفت) ټاکل مخکې له مخکې ممکن نه دي نو له بل پلوه دوی په اندازه کې هم سره زیات توپیر لري چې په دې بنسټ په مبیعه کې جهالت راځي او د مجهول شي اخیستل روا نه دي.

مسائل: په اندازه کې د زيات توپير له امله د خسو او وښو په ګېډيو کې هم سلم روا نه دی.

سلم له نېټې پرته روا نه دی ځکه سلم د تش لاسو خلکو د اړتيا په خاطر روا شوی، همدا راز نېټه بايد معلومه وي څو د نېټې د نه معلومېدو له امله شخړه رامنځته نه شي.

د ټاکلي سړي په پيمانه او ګز ځکه سلم صحيح نه دی چې دا دواړه له منځه تلونکي دي او د شخړې لامل کيږي. د ټاکلې ونې په ميوې او د ټاکلي، کلي په خوراک کې هم په دې دليل سلم روا نه دی چې نوموړي شيان له منځه تلونکي دي او سپارل يې د مسلم اليه په توان کې نه دي.

د سلم شرطونه: د امام ابوحنیفه په نظر د دې لپاره چې د سلم له عقد څخه شخړه رامنځته نه شي، د سلم د جواز لپاره اوه شرطونه دي:

۱ـ د مسلم فیه جنس باید معلوم وي، مثلا غنم دي یا جوار.

۲. نوعه يې باید معلومه وي، مثلا للمي که آبي.

۳ـ صفت يې باید معلوم چې ښه دي که ردي.

۴ـ اندازه يې معلومه وي چې څو منه او یا څو پیمانې دي او داسې نور.

۵ـ د سپارلو نېټه يې معلومه لکه د (۱۳۹۰) لمریز کال د سرطان لومړۍ نېټه.

۶ـ د راس المال (ثمن) د اندازې پېژندنه.

۷ـ د مسلم فیه د سپارلو ځای معلومول.

په مسلم فيه کې له قبض وړاندې تصرف: څرنګه چې مسلم فيه د مبيعې په څېر دی، له قبض وړاندې په کې تصرف کول روا نه دي، شرکت او توليه هم يو ډول تصرف دی، په دې بنسټ په مسلم فيه کې له قبض وړاندې نوموړي عقدونه روا نه دي.

په ګاڼه کې سلم: په ګاڼه او قيمتي کاڼو کې ځکه سلم روا نه دی چې افراد يې سره زيات توپير لري او د شخړې لامل کيږي.

د پلورلو وړ شيان: هر هغه شی چې مال وي او مشروعه ګټه ورڅخه واخيستل شي، پلورل يې روا دي. له سپي څخه د څارنې کار اخيستل کيږي او د څيروونکو حيواناتو له پوستکو څخه ګټه اخيستل کيږي، خو د ورېښمو چينجي او د شاتو مچۍ په خپل ذات کې د ګټې اخيستلو وړتيا نه لري، نو له همدې کبله دوی د ورېښمو او صندوق په تبعيت پلورل کيږي او له هغوی پرته يې پلورل روا نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د