معاملات – د صرف بیعه / اوومه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

د صرف بیعه: صرف هغې بیعې ته وايي چې دواړه عوضونه يې ثمن وي. که چا سپین زر په سپینو زرو یا سره زر په سرو زرو وپلورل، بیعه نه صحيح کیږي مګر دا چې لاس په لاس وي، که څه هم زر په ښه والي او جوړښت کې سره توپير ولري.

(په دې بیعه کې) باید عوضونه له جلا کېدو وړاندې یو له بل څخه قبض کړي.

که سره زر په سپینو زرو وپلوري نو زیاتوالی روا، قبض واجب او نسیه (نېټه کېښودل) ناروا دي (یعنې دا بیعه به لاس په لاس وي). که (عاقدين) د صرف په بيعه کې د عوضينو يا يو عوض له قبض څخه مخکې سره جلا شول نو بیعه باطله ده.

د قبض څخه د وړاندې د صرف په ثمنو کې تصرف کول جایز نه دي.

په اټکلي ډول د سرو زرو په سپینو زرو پلورل روا دي.

که چا داسې زرينه توره په سل درهمه وپلورله چې زر يې پنځوس درهمه وو او اخیستونکي له ټول قیمت څخه پنځوس درهمه ورکړل (او پاتې نور يې پور وګرځول) بیعه صحيح ده او قبض شوی قیمت د زرو په مقابل کې ګرځي که څه هم هغه دا روښانه نه کړي، او یا داسې ووايی: د دواړو له قیمت څخه دا پنځوس درواخله. که (اخیستونکي او پلورونکي ثمن او توره) یو بل ته ونه سپارل او سره جلا شول، نو که توره له زرو څخه له زیان پرته جلا کېدای شوه، بیعه په توره کې صحيح او په زرو کې باطله ده، خو که (زر له تورې څخه) له زیان پرته نه جلا کېدل نو بیعه په توره او زرو دواړو کې باطله ده.

که چا د سپینو زرو لوخی وپلوره او له جلا کېدو وړاندې يې د ثمن ځينې برخه قبض کړه، بیعه په هماغه اندازه کې صحيح ده چې ثمن يې قبض شوی او په پاتې برخه کې بیعه باطله ده، په دې حالت کې به لوخی د دواړو ترمنځ شریک وي، که د همدې لوخي ځينې برخه د بل چا حق وګرځي نو اخیستونکی اختیار لري چې پاتې حصه په خپله برخه ثمنو اخلي او که بیعه ردوي. که چا د (خامو) سپینو زرو ټوټه واخیسته خو د هغې په ځینو برخو کې بل حقدار پیدا شو نو پاتې برخه به اخلي او د ردولو اختیار نه لري.

که چا دوه درهمه او یو دینار په دوو دینارو او یو درهم وپلورل، بیعه روا ده او هر جنس به د مخالف جنس په مقابل کې واقع کیږي. که چا یوولس درهمه په لسو درهمو او یو دینار وپلورل بیعه صحيح ده، لس درهمه به د لسو درهمو په مقابل کې وي او یو درهم به د دینار په مقابل کې.

د دوو سمو درهمو او یو ناکاره درهم پلورل په یو سم درهم او دوو ناکارو درهمو سره روا دي.

که په درهمو کې سپین زر زیات وو د سپینو زرو په حکم کې دي، همدا راز که په دینارو کې سره زر زیات وو د سرو زرو په حکم کې دي او د سوچه زرو په څېر د بیعې په مهال زیاتوالی پکې روا نه دی. که په درهمو او دینارو کې ګډوالی زیات و نو د درهمو او دينارو په حکم کې نه دي بلکې دا دواړه د تجارتي توکو په حکم کې دي او پخپل جنس باندې يې د زیاتوالي سره پلورل روا دي.

که په پورتنيو (ګډو شويو) پیسو باندې (په نېټه) مال واخلي او بايع ته له تسليمولو مخکې هغه پیسې کوټه او له راکړې ورکړې وغورځېدي، د امام ابوحنیفه په نظر بیعه باطلیږي خو امام ابویوسف وايي چې د بیعې د ورځې قیمت پرې لازمیږي او امام محمد وايي: د کوټه پیسو د راکړې ورکړې د وروستیو ورځو د ارزښت په اندازه بدل به ورکوي.

د چلن وړ پیسو باندې بیعه روا ده که څه هم ځانګړې پيسې ونه ټاکل شي، که پیسې د چلن څخه غورځېدلې وې تر هغې پرې راکړه ورکړه صحيح نه ده چې ځانګړې پيسې ونه ټاکل شي. که د چلن وړ پیسو باندې يې بیعه وکړه او له سپارلو وړاندې هغه کوټه شوې، د امام ابوحنیفه په نظر بیعه باطله ده. که چا مال په داسې پیسو واخیست چې ارزښت يې د نیم درهم سره برابر و بیعه صحيح ده او د نیم درهم په اندازه مال به ورکوي.

که څوک صراف ته یو درهم ورکړي او ورته ووايي: د نیم درهم پیسې راکړه او په نیم درهم حبه کم نیم درهم راکړه نو بیعه په ټولو کې فاسده ده. امام ابویوسف او امام محمد وايی: په پیسو کې بیعه صحيح او په پاتې کې باطله ده، او که داسې ووايي: د نیم درهم پیسې او حبه کم نیم درهم راکړه نو بیعه روا ده. که ورته ووايي: داسې وړوکی درهم راکړه چې وزن يې دانه کم نيم درهم وي او د پاتې پيسې راکړه، نو دا بيعه هم صحيح ده، حبه کم درهم به د وړوکي درهم په مقابل کې شي او پاتې به د پيسو په مقابل کې شي.

شرح

د صرف بيعې تعريف: د صرف بيعه لکه چې په متن کې تعريف شوې دې ته وايي چې د بيعې دواړه عوضونه ثمن وي. د زيات وضاحت لپاره بايد وويل شي چې د نغدو په نغدو باندې پلورل د صرف بيعه بلل کيږي لکه سره زر په سرو زرو، سپين زر په سپينو زرو او يا يو په بل سره، همدا رنګه بانک نوټونه يا فلزي روپۍ لکه افغانۍ په افغانيو يا افغانۍ په کلدارو پلورل.

د صرف بیعې شرط: د صرف د بیعې شرط دا دی چې دواړه عوضونه به پيسې وي او پيسې له سرو زرو، سپینو زرو او نورو هغو شیانو څخه عبارت دی چې د دوی په ځای کارول کیږي لکه کاغذي نوټونه او فلزي سکې.

په صرف کې زیاتوالی او نسیه: که د صرف په بیعه کې د دواړو لورو پيسې له یوه جنس څخه وي، یعنې دواړو لورو ته سره زر یا سپین زر وو نو زیاتوالی او نسیه دواړه ناروا دي. که چېرې دواړه عوضونه له یوه جنس څخه نه وو نو زیاتوالی روا او نسیه ناروا ده د بېلګې په ډول پلورونکی سره زر او اخیستونکی سپین زر یا کاغذي پیسې ورکړي.

د ثمنو قبضول: د صرف بیعه به په هر حالت کې لاس په لاس وي، که ثمن او مبیعه د بیعې په مجلس کې قبض نه شي نو ملکیت نه ثابتیږي، له همدې امله له قبض وړاندې په ثمن کې تصرف روا نه دی.

مسئله: که څوک د سپينو زرو لوخی وپلوري او ځينې ثمن قبض کړي، بيا دواړه سره جلا شي لوخی د دواړو تر منځ شريک دی، خو که بائع نوموړی لوخی وپلوري او وروسته په استحقاق يوړل شي، مشتري يې د ردولو اختيار لري، ځکه شرکت په مال کې عيب ګڼل کيږي، په لومړي صورت کې اخيستونکي ځکه اختيار نه درلود چې د عيب (شرکت) لامل اخيستونکی و خو د استحقاق په صورت کې د عيب (شرکت) لامل اخيستونکی نه دی نو د ردولو اختيار لري.

که څوک د سپينو زرو ټوټې واخلي او وروسته د نوموړو ټوټو ځينې برخې په استحقاق يوړل شي، څرنګه چې ټوټې په جلا کولو سره نه زيانمنې کيږي، اخيستونکی د پاتې برخې د ردولو خيار نه لري.

په زرو کې ګډ شیان: که په زرو کې نور شیان ګډ شوي وو خو د زرو اندازه غالبه وه نو د زرو په حکم کې راځي. که چېرې د زرو اندازه کمه او د ګډو شویو شیانو اندازه زیاته وه نو دا ډول شیان د زرو په حکم کې نه راځي او پلورل يې د صرف بیعه نه ګڼل کیږي.

که بیعه داسې وي چې له یوه لوري فاسده او له بل لوري صحيح وي نو د صحت لوری معتبر ګڼل کیږي. په همدې بنسټ که چا دوه درهمه او یو دینار په دوو دینارو او یو درهم وپلورل، بیعه روا ده او هر جنس به د مخالف جنس په مقابل کې واقع کیږي.

د پیسو عین ټاکل: په مروجو پیسو باندې په راکړه ورکړه کې کومې بعینه پیسې ټاکل ضروري نه دي بلکې د پیسو اندازه او جنس ټاکل ضروري دي. که پیسې له رواجه وغورځیږي او د سامان (سوداګريزو توکو) حيثيت غوره کړي، په دې صورت کې د بیعې په مهال د بعینه پیسو ټاکل ضروري دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د