معاملات – ګروي / اتمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

ګروي

ګروي په ایجاب او قبول سره منځته راځي او (د ګرو شوي شي) په قبض کولو سره بشپړیږي، کله چې ګرو اخیستونکی مفرغ (د راهن په حق کې مشغول نه وي) محوز (جلا وجود ولري) ممیز (په نورو مالونو کې ګډ او خپور نه وي) مال قبض کړ، ګروي بشپړه شوه. ترڅو چې (ګرو اخیستونکي ګروي) نه وي قبض کړي، ګرو ورکوونکی اختيار لري، که يې خوښه شوه تسليم به يې کړي او که يې خوښه شوه له ګروۍ به وګرځي. کله يې چې ګروي هغه ته تسليم کړه او ګرو اخيستونکي قبض کړه، په ضمانت کې يې داخله شوه.

ګروي یوازې په هغو پورونو کې صحيح ده چې مضمون ادا کول يې لازم وي. ګرو شوی مال د پور او قيمت –هر يو چې کم و. په مقابل کې مضمون دی. که چېرې ګرو شوی مال د ګرو اخیستونکي په لاس کې هلاک شي او د پور او ګرو شوي مال قیمت سره برابر وي نو د ګرو اخیستونکي پور حکماً ادا شوی ګڼل کیږي، خو که د ګرو شوي مال قیمت له پور څخه زیات و نو زیاتوالی د ګرو اخیستونکي په لاس کې د امانت حکم لري. که د ګرو شوي مال قیمت له پور څخه کم و، نو د ګرو اخیستونکي پور د هغه د قيمت په اندازه کميږي او پاتې پور به له ګرو ورکوونکي څخه اخلي.

د مشاع (په نورو مالونو کې تيت او پراګنده) مال ګرو کول روا نه دي، همدا راز له ونو پرته په ونو کې موجودې میوې ګرو کول، له ځمکې پرته کښت ګرو کول او له کښت او میوې پرته ځمکه او ونې ګرو کول روا نه دي.

په امانتي مالونو کې ګرو صحيح نه دی، لکه د چا سره د ساتلو په موخه ايښودل شوی مال يا د مضاربت او شرکت مال.

د سلم په رأس المال، د صرف په ثمنو او په مسلم فيه ګروي صحيح ده، که (نوموړي شيان) د (ګروۍ) د عقد په مجلس کې هلاک شي د صرف او سلم عقد بشپړيږي او مرتهن د خپل حق اخيستونکی ګڼل کيږي.

د (ګرو اخیستونکي او ګرو ورکوونکي) د رضایت په صورت کې روا ده چې ګروي د درېم عادل شخص سره کېښودل شي، خو یو لوری يې هم د بل له اجازې پرته ورڅخه نه شي اخیستلای. که مرهونه د درېم شخص په لاس کې هلاکه شي نو د ګرو اخیستونکي مال له منځه ولاړ.

د درهمو، دینارو او د تول او پیمانې وړ شیانو ګرو کول روا دي، که د خپل جنس په مقابل کې ګرو وي او هلاک شي نو د هلاک شوي مال په اندازه پور له منځه ځي که څه هم دواړه جنسونه په ښه والي او جوړښت کې سره توپیر ولري.

که څوک په چا باندې پور ولري، د پور په اندازه پیسې ورڅخه واخلي او مصرف يې کړي خو وروسته ورته معلومه شي چې مصرف شوې پیسې کوټه وې. د امام ابوحنیفه په نزد د هیڅ شي د غوښتلو حق نه لري خو امام ابویوسف او امام محمد وايی: کوټه پیسې به ورسپاري او روغې به ورڅخه اخلي.

چا چې دوه مريان په زرو روپیو کې ګرو کړل، بیا يې د یوه مريي په اندازه پور وسپاره، تر څو يې چې پاتې پور نه وي سپارلی د مريي د اخيستلو حق نه لري.

شرح

د رهن تعریف: رهن په لغت کې بندولو ته وايي او په اصطلاح کې د پور په مقابل کې د داسې شیانو ایسارولو ته وايی چې پور ترې پوره کېدای شي.

د رهن مشروعيت: د رهن د مشروعيت دليل د الله پاک دا قول دی چې فرمايي: )وَإِن كُنتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُواْ كَاتِبًا فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ (البقرة: ٢٨٣) ژباړه: كه تاسې د سفر په حال كې يئ او (د سند ليكلو له پاره) مو كوم ليكونكى پيدا نکړ، نو د شيانو په ګرو اخيستلو معامله وكړئ.)

د بخاري په روايت د عائشې (رضي الله عنها) په حديث کې داسې راغلي: «اشْتَرَى رَسُولُ اللهِ (صلى الله عليه وسلم) مِنْ يَهُودِيٍّ طَعَامًا وَرَهَنَهُ دِرْعَهُ». ژباړه: پيغمبر (عليه السلام) له يوه يهودي څخه خوراکي توکي (په پور) واخيستل او خپله زغره يې د هغه سره ګرو کړه.

راهن: ګروي ورکوونکي او مرتهن ګروي اخیستونکي ته ویل کیږي. ګرو شوی مال د رهن او مرهونې په نامه یادیږي.

ګرو مال به څنګه وي؟ د راهن هغه مالونه چې په ګروۍ کې ورکول کیږي باید لاندې شرطونه ولري:

مفرغ وي: ګرو کېدونکي مال به د راهن په حق کې مشغول نه وي، د بېلګې په ډول له میوو پرته د ونو په ګرو ورکول روا نه دي، ځکه چې ونې د ګرو ورکوونکي په حق (میوو) باندې مشغولي دي. همدا راز هغه ځمکه چې کښت پکې وي، له کښت پرته په ګرو نه شي ورکول کېدای.

محوز وي: یعنې داسې مال وي چې جلا وي، په دې بنسټ د ونو پرته د هغو میوو ګرو کول چې په ونو کې دي، روا نه دي، ځکه چې جلا نه دي.

ممیز وي: مقصد دا دی چې د ګروۍ مال به مشاع (په نورو مالونو کې ګډ او خپور) نه وي. له دې امله که څوک په مريي کې له بل چا سره نیم په نیمه شریک وي، نه شي کولای چې خپله برخه مريی په ګرو ورکړي.

د ګروۍ د مال لپاره پورتني شرطونه ځکه ضروري دي چې د دې شرطونو له پوره کېدو پرته مرتهن نه شي کولای رهن قبض کړي.

د ګرو مال له قبض کولو وړاندې د ګروۍ عقد نه بشپړیږي او دواړه لوري کولای شي چې د عقد له تړلو څخه تېر شي. کله چې مرتهن ګروي قبض کړي د قبض شوي مال ضامن ګرځي.

د ګروۍ د ضمانت اندازه: که خالد فريد ته سل افغانۍ پور ورکړي او فريد د پور په مقابل کې د خالد سره يو ساعت د ګرو په توګه کيږدي، وروسته نوموړی ساعت د خالد سره له منځه ولاړ شي، په دې صورت کې که د ساعت قيمت سل افغانۍ وي نو د خالد پور ادا شوی ګڼل کيږي، که د ساعت قيمت اتيا افغانۍ وي د خالد له پور څخه اتيا افغانۍ ادا شوې ګڼل کيږي او شل افغانۍ پور يې په فريد پاتې دي خو که د ساعت قيمت يوسلوشل افغانۍ وي نو د خالد پور ادا شوی ګڼل کيږي او شل افغانۍ د خالد سره د امانت په توګه دي، چې په هلاک کې ضمان نشته.

کله چې د پور د نېټې د پوره کېدو په مهال راهن، مرتهن یا درېمګړی د رهن په پلورلو وګماري نو وکالت صحيح دی. که مرتهن د عقد په مهال وکالت شرط  کړ نو راهن د وکالت څخه د هغه د لرې کولو حق نه لري، که يې ګوښه هم کړي نه ګوښه کیږي. همدا راز د راهن په مړینه هم نه عزل کیږي.

مرتهن حق لري چې له راهن څخه خپل پور وغواړي او (د نه ورکولو په صورت کې يې په قاضي) بندي کړي. که مرهونه د مرتهن په لاس کې وي، په مرتهن لازمه نه ده چې راهن ته د ګروۍ د پلورلو واک ورکړي څو هغه ته د رهن له ثمنو څخه پور ورکړي. کله چې راهن پور ادا کړي نو مرتهن ته به وویل شي: ګروي وروسپاره!

که راهن د مرتهن له اجازې پرته مرهونه وپلوري نو بیعه موقوفه ده. که مرتهن اجازه وکړه بیعه صحيح ده. که راهن پور تسلیم کړ هم بیعه جایزه ده.

که راهن د مرتهن له اجازې پرته ګرو شوی مريی ازاد کړي نو ازادي يې نافذه ده، که د پور نېټه پوره وه، له راهن څخه به د پور سپارلو غوښتنه وکړي او که پور په نېټه و نو له راهن څخه به د پلورل شوي مريي قیمت د پور د نېټې تر پوره کېدو پورې د رهن په توګه واخلي، خو که راهن تنګ لاسی و نو مريی به د خپل قیمت د ګټلو لپاره په کار وګمارل شي تر څو د مرتهن پور ادا کړي. که راهن ګروي قصدا هلاکه کړي نو هم (پورتنی حکم لري)، خو که بل څوک ګروي له منځه یوسي نو مرتهن به يې په ضامن ګرځولو کې خصم وي، قیمت به يې (له هلاکوونکي څخه) اخلي او د رهن په توګه به ورسره وي.

که راهن د ګروۍ مال ته زیان ورسوي نو ضامن ګڼل کیږي خو که مرتهن ګروۍ ته زیان ورسوي نو د زیان په اندازه يې له پور څخه کمیږي. که د ګروۍ مال راهن، مرتهن یا د هغوی مال ته زیان ورسوي نو تاوان يې په هیچا نشته.

د هغه کور کرایه چې ګروي پکې ساتل کیږي، د مرتهن په غاړه ده خو د شپانه مزدوري او د مرهونې نفقه په راهن ده. د ګروۍ د مال زیاتېدنه د راهن ده او د اصل سره به د رهن په توګه مل وي، که له منځه لاړه شي نو تاوان نه لري. که اصل له منځه ولاړ او نماء پاتې شوه، راهن به نماء په هومره پيسو راخلاصوي چې څومره ده ته رسيږي، نو د دې لپاره به داسې وکړي چې دين به د رهن او نماء په قيمت ووېشل شي، اصل ته به هغه قيمت ورکړل شي کوم چې ده د قبض په ورځ درلود او نماء به د خلاصون د ورځې په قيمت حساب شي، څومره چې اصل ته ورسېد هغه به د مرتهن څخه کم او څومره چې نماء ته ورسېد هغه به راهن مرتهن ته وسپاري او نماء به ترې خلاصه کړي.

شرح

د ګرو شوي مال خرڅلاو: ګرو ورکوونکی کولای شي چې ګرو اخیستونکی یا درېمګړی د ګرو مال د خرڅ لپاره وکیل وګرځوي. که ګرو اخیستونکی د ځان لپاره وکالت شرط کړي نو بیا يې څوک له دغه وکالت څخه د لرې کولو حق نه لري او نه هم د راهن په مړینه له منځه ځي.

ګرو اخیستونکی د پور نه سپارلو په صورت کې د ګروۍ د ایسارولو حق ځکه لري چې پور يې نه دی تسلیم کړی خو راهن د مال په پلورلو نه شي مجبورولای. همدا راز د ګرو اخیستونکي له اجازې پرته راهن خپل مال نه شي پلورلای ځکه د ګرو اخیستونکي له اجازې پرته يې مشتري ته تسلیمول ممکن نه دي.

د ګرو شوي مريي ازادول: د پورتنۍ مسئلې په خلاف راهن کولای شي چې د مرتهن له اجازې پرته ګرو شوی مريی ازاد کړي. دا چې په دې صورت کې به مرتهن خپل پور څنګه تر لاسه کوي، دوه لارې دي:

۱. که ګرو وروکوونکی تنګ لاسی نه و او شتمني يې درلوده نو د ازاد شوي مريي قیمت به د پور د سپارلو تر نېټې پورې د مرتهن سره ګرو کړي.

۲. که ګرو وروکوونکی تنګ لاسی و او دومره څه ورسره نه وو چې د مرتهن سره يې د ګرو په توګه کېږدي نو مريی به د خپل قیمت د ګټلو لپاره په کار وګمارل شي تر څو د مرتهن پور ادا کړي او د هغه حق ضایع نه شي. دې حالت ته سعایه ویل کیږي چې مريی په کې له مرييتوبه وتلی ازاد انسان ګڼل کیږي.

د ګروۍ د مال هلاکت: که راهن ګروي هلاکه کړي د مرتهن په وړاندې ضامن دی، مرتهن ورڅخه د بلې ګروۍ د غوښتلو حق لري.

که مرتهن ګروي هلاکه کړي، ضامن يې ګڼل کيږي، ځکه پردی مال يې هلاک کړی دی.

که ګروۍ د راهن يا مرتهن پر مال يا پر هغوی داسې جنايت (تېری) وکړ چې مال يې لازمولو، د بېلګې په ډول ګرو شوي مري په راهن، مرتهن يا د هغوی په مال تېری وکړ او هغه يې داسې زيانمن کړ چې په مقابل کې يې د مال ورکول لازم وو، په دې صورتونو کې دا جنايت هيڅ تاوان نه لري.

د ګرو مال ساتنه: د ګرو شوي مال لپاره ځای برابرول او ساتنه يې کول د ګرواخیستونکي په غاړه دي، ځکه چې دا دواړه د ګرواخیستونکي اړتیا ده، خو د ګرو شوي مال خوراک او تغذیه په ګرو ورکوونکي ده، ځکه چې دا د راهن ملکیت دی او کوم زیاتوالی چې پکې راځي هم دده پورې اړه نیسي.

په ګرو شوي مال کې زياتوالی راتلل: که چېرې څوک چا ته غوا ګرو ورکړي او غوا بچی وزېږوي، بچی د راهن حق دی ځکه د هغه له ملکيت څخه پيدا شوی، که چيرې نوموړی بچی هلاک شي، ضمانت نه لري ځکه رهن د اصل په مقابل کې دی او بچی تابع دی کوم چې په عقد کې مقصود نه و.

که چيرې اصل (غوا) هلاک او بچی پاتې شي، په جلاوالي سره په عقد کې مقصود ګرځي او د خپلې برخې پور په ورکولو به له مرتهن څخه خلاصيږي.

د بېلګې په ډول که د شپږو زرو افغانيو غوا د دولسو زرو افغانيو پور په مقابل کې ګرو شي، بيا غوا بچی وزېږوي او وروسته غوا مړه او بچی يې پاتې شي چې درې زره افغانۍ قيمت لري. په دې صورت کې پور (دولس زره افغانۍ) د غوا په شپږو زرو او د خوسي په درې زرو وېشل کيږي. په دولسو زرو کې د غوا د شپږو زرو برخه اته زره افغانۍ کيږي او له منځه ځي، په دولسو زرو کې د خوسي برخه څلور زره افغانۍ کيږي. راهن به مرتهن ته څلور زره افغانۍ ورکړي او خوسی به راخلاص کړي.

د امام ابوحنیفه او امام محمد په نزد په رهن کې زیاتوالی روا او په پور کې ناروا دی. (که په پور کې زیاتوالی راشي نو) رهن د (پخواني او نوي پور) دواړو په مقابل کې نه راځي. امام ابویوسف وايي: په پور کې هم زیاتوالی جایز دی.

که څوک یوه ګروي (مال) د ددو کسانو د پور په مقابل کې د دواړو سره ګرو کړي، روا ده او د ګروۍ ټول مال د هر یوه سره ګرو ګڼل کیږي، دواړه ګرو اخیستونکي به د خپل پور په اندازه ضامنان ګڼل کیږي. که یوه يې پور وسپاره نو ټوله ګروي به له بل سره ګرو وي تر څو چې خپل پور قبض کړي.

که څوک مريی په دې شرط وپلوري چې اخیستونکی به د مريي په ثمنو کې يو معين شی د پلورونکي سره ګرو ږدي او اخیستونکي د ګرو له تسليمولو انکار وکړ، په ګرو کولو مجبور کېدای نه شي خو پلورونکی اختیار لري چې د ګروۍ شرط پرېږدي او که بیعه فسخه کوي، مګر دا چې اخیستونکی ثمن ادا کړي یا د مرهونې قیمت ګرو کېږدي (نو بیعه بشپړه ده).

مرتهن کولای شي چې د ګرو مال په خپله وساتي يا يې په خپلې مېرمنې، زوی، او هغه خادم وساتي چې د ده په ساتنه کې وي، که له دې کسانو پرته يې په بل چا وساته او یا يې په ودیعت ورکړ، ضامن ګڼل کیږي.

که مرتهن په ګرو شوي مال تېری وکړ نو د غصب په څېر به د ټول قیمت تاوان ګالي.

که مرتهن مرهونه بېرته راهن ته د استعارې په توګه ورکړه او هغه قبض کړه نو د مرتهن له ضمان څخه وځي، په دې صورت کې که د راهن په لاس کې هلاکه شوه، مرتهن يې ضامن نه دی، مرتهن کولای شي چې بېرته يې ورڅه واخلي. کله يې چې ورڅخه واخيسته ضمانت (ده ته) راوګرځېد.

که راهن مړ شي نو وصي به يې رهن وپلوري او پور به پرې ادا کړي، که وصي يې نه درلود قاضي به ورته وصي وټاکي او د پلورلو امر به ورته وکړي.

شرح

په رهن کې زیاتوالی: د راهن له خوا په رهن کې زیاتوالی روا دی او مرتهن يې ضامن ګڼل کیږي، ددې مسئلې صورت داسې دی چې احمد له توریالي څخه شل زره افغانۍ پور واخیست او په مقابل کې يې خپل موټرسایکل له هغه سره د ګرو په توګه کېښود، وروسته يې د همدغه پور په مقابل کې ګروي زیاته کړه او خپل سایکل يې هم ورسره ګرو کړ.

په پور کې زیاتوالی: د بېلګې په ډول احمد له توریالي څخه زر افغانۍ پور واخیست او په مقابل کې يې خپل موبایل چې دوه زره افغانۍ قیمت لري له توریالي سره ګرو کړ، بیا يې له توریالي څخه زر افغانۍ نورې هم په پور واخیستې او ورته يې وویل: زما موبایل به د دوه زره افغانیو په مقابل کې له تاسره ګرو وي.

د امام ابوحنیفه او امام محمد په نظر په پورتني مثال کې موبایل د دوه زره افغانیو په مقابل کې ګرو نه ګڼل کیږي بلکې یوازې د زرو افغانیو په مقابل کې ګرو دی. په دې صورت کې که موبایل له منځه ولاړ شي نو یوازې د لومړیو زرو افغانیو په مقابل کې له منځه ځي او پاتې زر افغانۍ په احمد پور پاتې کيږي.

څرنګه چې د امام ابويوسف په نزد په پور کې هم زياتوالی روا دی، موبايل د دوو زرو افغانيو په مقابل کې ګرو ګڼل کيږي.

یو مال د دوو کسانو سره ګرو کول: که څوک له دوو کسانو پور واخلي او دواړو ته یو مال په ګرو ورکړي جایزه ده، ځکه د ګرو ورکولو مقصد د پور ساتنه او د هغې د ضایع کېدو مخه نیول دي او دا مقصد دوو کسانو ته د یو مال په ګرو ورکولو په صورت کې هم پوره کېدای شي.

په بيعه کې د ګروۍ شرط: که سعيد په منصور باندې خپل کمپيوټر په دې شرط وپلوري چې منصور به د قيمت په ځای سعيد سره خپل سايکل د ګرو په توګه ږدي، د دې شرط کېښودل روا دي خو که منصور د دې شرط له منلو وروسته د سايکل له تسليمولو څخه ډډه وکړي نو په دې کار مجبور کېدای نشي، ځکه ګروي د راهن په حق کې يو تبرعي عقد دی او په تبرعاتو کې اجبار نشته.

پلورونکی د بيعې د فسخه کولو اختيار لري، مګر که اخيستونکی پيسې سملاسي ورکړي او يا د ياد شوي سايکل قيمت د ده په ځای ورکړي.

مسئله: که مرتهن د ګروۍ په ساتلو کې زیاتی وکړ نو د غصب په څېر به د ټول قیمت ضامن وي. دا مسئله د یو مثال په ترڅ کې داسې روښانوو:

حامد، ګل خان ته د څلور زره افغانیو پور په مقابل کې خپل سایکل چې پنځه زره افغانۍ قیمت لري په ګرو ورکړ، وروسته د ګل خان د پاملرنې او ساتنې سره سره ګرو شوی سایکل د کوم افت په نتیجه کې له منځه ولاړ. په دې صورت کې د سایکل په مقابل کې د ګل خان څلور زره افغانۍ پور له منځه ولاړ او د سایکل د قیمت پاتې زر افغانۍ چې د ګل خان سره امانت ګڼل کیږي ضمانت نه لري.

خو که چېرې ګرو شوی سایکل د ګل خان د تېري په نتیجه کې له منځه ولاړ شي، د ګل خان څلور زره افغانۍ له منځه ځي او هم لازمه ده چې د سایکل د قیمت پاتې زر افغانۍ هم حامد ته تسلیم کړي، ځکه چې د تېري په صورت کې مرتهن د ټول قیمت ضامن دی.

په ګرو شوي مال تېری په ډېرو بڼو رامنځته کېدای شي، د بېلګې په ډول که څوک ګروي د راهن له اجازې پرته بل چا ته په کرايه، عاريت يا مضاربت ورکړي نو مرتهن تېری کوونکی ګڼل کيږي، همدا راز که مرتهن د ګرو شوي څاروي په ساتنه کې سستي وکړي او هغه ته خوراک ورنکړي او د لوږې په نتيجه کې مړ شي، دا په ګرو شوي مال تېری ګڼل کيږي او مرتهن يې ضامن دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سید حمیدالله
میلمه
سید حمیدالله

د کور گروول څنګه دي د جواز او نه جواز یې که مالومات راکړی او مستند وي مهرباني به مو وي.