لاهور او کراچي کې چاودنو 16تنه وژلي اوتر 60 زیات ټپیان دي

lahore_blast

 نن ټکی اسیا/ له سیمې نه په ترلاسه شویو خبرونو کې راغلي نن دورځی دپاکستان په لویو ښارونو لاهور او کراچې کې دشیعه مذهبو لخوا دڅلویښتم دمذهبی ورځې لمانځلو دغونډو پر مهال درنې چاودنې ترسره شوې چې له امله یې درنه مرګه ژوبله اوښتې.

خبر زیاتوی لو مړی چاودنه دلاهور ښار اردو بازار ته څیرمه په لوهاري څلور لاري کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې دپولیسو پوستې ته نیژدې یو تن ځان ته انفجار ورکړ، چې له امله یې دپنځو پولیسو په شمول ۱۳ تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول.

دیو بل خبر لمخې په کراچې کې دڅلویښتم دمذهبی مراسمو د ساتونکو پولیسو له موټر سره یوه نفر خپل موټر سایکل چې په باردو بار وو، ټکر کړ له امله یې زوروزه چاودنه رامنځ ته شوه ،دوه پولیس او یو بل تن ووژل شول او پنځ نو رټپیان شول.

تیره ورځ دعراق په کربلا کې هم پر شیعه زیارت کونکو په حمله کې ۲۵ تنه مړه او په لسګونو نور زخمیان شول.

 نن ټکی اسیا/ له سیمې نه په ترلاسه شویو خبرونو کې راغلي نن دورځی دپاکستان په لویو ښارونو لاهور او کراچې کې دشیعه مذهبو لخوا دڅلویښتم دمذهبی ورځې لمانځلو دغونډو پر مهال درنې چاودنې ترسره شوې چې له امله یې درنه مرګه ژوبله اوښتې.

خبر زیاتوی لو مړی چاودنه دلاهور ښار اردو بازار ته څیرمه په لوهاري څلور لاري کې هغه وخت رامنځ ته شوه چې دپولیسو پوستې ته نیژدې یو تن ځان ته انفجار ورکړ، چې له امله یې دپنځو پولیسو په شمول ۱۳ تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شول.

دیو بل خبر لمخې په کراچې کې دڅلویښتم دمذهبی مراسمو د ساتونکو پولیسو له موټر سره یوه نفر خپل موټر سایکل چې په باردو بار وو ،ټکر کړ له امله یې زوروزه چاودنه رامنځ ته شوه ،دوه پولیس او یو بل تن ووژل شول او پنځ نو رټپیان شول.

تیره ورځ دعراق په کربلا کې هم پر شیعه زیارت کونکو په حمله کې ۲۵ تنه مړه او په لسګونو نور زخمیان شول.

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.