معاملات – هبه (بخشش) / نولسمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

هبه (بخشش)

هبه او بخشش يوه ښېګڼه ده چې انسانان يې له يو بل سره کوي، په هبې (بخشش) سره د انسانانو ترمنځ مينه او خواخوږي رامنځته کيږي او په ټولنه کې د مرستې روحيه غښتلې کيږي. هبه په اسلامي شريعت کې ځانګړي احکام لري.

هبه (بخشش) په ايجاب او قبول سره صحيح کيږي او په قبض کولو سره بشپړيږي، که موهوب له  (د عقد) په مجلس کې د واهب له امر پرته هبه قبض کړي روا ده، که (د دواړو) له جلا کېدو وروسته يې قبض کړي صحيح نه ده مګر دا چې واهب ورته د قبض اجازه وکړي.

هبه د (واهب) په دې وينا سره منعقديږي: ومې بخښله، ورمې کړه، دا خوراک مې درکړ، دا کالي مې ستا وګرځول، دا شی مې تر عمره ستا کړ، پر دې سپرلۍ مې سپور کړې او له سپرولو يې نيت بخشش وي.

هغه مال چې وېشل يې ممکن وي تر هغې يې بخشش روا نه دی چې وېشل شوی او جلا شوی نه وي.

د هغه مشاع مال بخشش چې وېشل يې ممکن نه وي روا دی.

چا چې مشاعه برخه بخشش کړه هبه يې فاسده ده، که يې ووېشله او بيا يې تسليم کړه روا ده.

که يې اوړه په غنمو او غوړي په کونځلو کې بخشش کړل هبه فاسده ده، که يې ژرنده کړل او بيا يې تسليم کړل روا نه ده. که مال د موهوب له په لاس کې و د قبض له نوي کولو پرته يې په بخشش سره مال ګرځي. که پلار خپل صغير زوی ته کوم شی بخشش کړي نو زوی يې په عقد سره مالک ګرځي که څه هم قبض پکې نه وي رامنځته شوی. که پردی سړی ورته بخشش وکړي د پلار په قبضولو يې هبه بشپړيږي.

که يتيم ته بخشش وشو او ولي يې ورته قبض کړ روا ده. که د مور په غېږ کې و او مور يې ورته (بخشش) قبض کړ روا ده، همدا راز که د پردي په پالنه کې و (او (بخشش) يې ورته قبض کړ روا ده) که عقلمن ماشوم د ځان لپاره بخشش قبض کړ صحيح دی.

که دوو کسانو يوه تن ته کور بخشش کړ روا دی. که يوه تن دوو کسانو ته کور بخشش کړ د امام ابوحنيفه په نظر روا نه دی، امام ابويوسف او امام محمد وايي: روا دی.

که پردي سړي ته يې بخشش ورکړ کولای شي چې بېرته يې ترې واخلي، دا کار مکروه دی مګر دا چې هغه يې عوض ورکړي يا په بخشش کې نه بېلېدونکی زياتوالی راشي، يا د عاقدينو يو تن مړ شي، يا د موهوب له له ملکيت څخه هبه ووځي.

که محرم خپلوان ته يې بخشش ورکړ نو بېرته يې ترې نشي اخيستلای همدا راز ښځه او مېړه هم يو بل ته ورکړي بخششونه بېرته نشي اخيستلای.

که موهوب له بخشش کوونکي ته ووايي: دا (مال) د بخشش په عوض، بدل يا مقابل کې واخله او بخشش کوونکی يې واخلي د رجوع (بخشش بېرته غوښتلو) حق نه لري. که پردی شخص بخشش کوونکي ته د موهوب له له خوا په خيراتي توګه عوض ورکړي او بخشش کوونکی يې قبض کړي نو د رجوع حق نه لري. که د عوض نيمه برخه په استحقاق يوړل شي د بخشش هيڅ برخه بېرته نشي اخيستلای مګر دا چې پاتې عوض هم ورکړي او بيا بخشش بېرته وغواړي.

بخشش بېرته اخيستل صحيح نه دي مګر د دواړو په رضا يا د حاکم په حکم.

که بخشش شوی عين (د موهوب له په لاس کې) هلاک شي، بيا يې څوک په استحقاق يوسي او موهوب له يې پور پرې کړي نو موهوب له بخشش کوونکي څخه هيڅ شی نشي غوښتلای.

که د عوض په شرط يې (مال) بخشش کړ د عوضينو قبض کول معتبر دي، کله يې چې يو له بله قبض کړ عقد صحيح او د بيعې حکم لري يعنې په عيب او خيار رؤيه سره رديږي او شفعه پکې واجبيږي.

عمري بخشش موهوب له ته د هغه په ژوند کې او ورثه و ته يې د هغه له مرګه وروسته روا دی.

(رقبي) د امام ابوحنيفه او امام محمد په نظر باطله او امام ابويوسف وايي روا ده.

چا چې وينزه له حمل پرته بخشش کړ، هبه يې صحيح او استثنا يې باطله ده.

صدقه د هبې په څېر ده (په حکم کې يعنې) له قبض پرته نه صحيح کيږي.

د هغې مشاع (برخې) خيرات کول روا نه دي چې د وېشلو وړ وي،. که دوو کسانو ته يې څه شی خيرات ورکړ روا دی، په خيرات کې له قبض وروسته رجوع کول صحيح نه دي.

که چا د خپل مال د خيراتولو نذر وکړ نو لازم دي چې هغه جنس خيرات کړي چې زکات پکې واجب دی.

چا چې نذر وکړ چې خپل ملکيت به خيراتوي نو ورباندې لازم دي چې خپل ټول مال خيرات کړي او ورته به ويل کيږي: له شتمنۍ څخه دې دومره سپما کړه چې په خپل ځان او کورنۍ يې مصرفوې تر څو نور مال وګټې، کله يې چې مال وګټلو ورته به وويل شي: دومره ورڅخه خيرات کړه چې پخوا دې د ځان او کورنۍ لپاره سپما کړی و.

شرح

د هبې تعريف او مشروعيت: د کوم عوض او بدل پرته د عين تمليک ته هبه ويل کيږي. په حديث کې چې په السنن الکبری کې راغلی، له رسول الله (صلي الله عليه وسلم) څخه روايت شوی چې فرمايي: «تهادوا تحابوا». ژباړه: يو بل ته ډالۍ ورکړئ، تر منځ به مو مينه پيدا شي.

واهب: بخشش کوونکی.

موهوب له: هغه څوک چې مال ورته بخشش شوی وي.

د هبې عقد په ايجاب او قبول سره رامنځته کيږي، د هبې د عقد د بشپړېدو لپاره شرط ده چې د ايجاب او قبول په مجلس کې هبه شوی مال قبض شي، له مجلس وروسته يوازې د واهب په اجازه قبض روا دي. هبه په ځانګړو الفاظو رامنځته کيږي چې په متن کې يې يادونه وشوه.

د مشاع حق بخشش: مشاع حق په دوه ډوله دی: يو هغه چې جلا کول يې ممکن وي لکه دوه جريبه ځمکه چې د دوو تنو تر منځ برابره شريکه وي خو د هر شريک حق بيل شوی نه وي. دوی کولای چې ځمکه دوه برخې کړي او هر شريک يوه يوه برخه واخلي.

د مشاع حق بل ډول داسې دی چې جلا کول يې ممکن نه وي لکه دوه تنه چې په موټر کې سره شريکان وي، دوی دواړه له زيات تاوان پرته نشي کولای چې موټر په منځ نيم کړي او هر شريک يوه يوه برخه واخلي.

له پورتنۍ تشرېح وروسته وايو چې د وېش وړ مشاع حق له وېشلو وړاندې بخشش کېدای نشي خو هغه مشاع مال چې د وېشلو وړ نه وي بخشش کول يې روا دي لکه په موټر کې خپله مشاعه برخه هبه کول. که د ويشلو او جلا کېدلو وړ مشاع مال جلا او برخې برخې کړل شي نو بخشش يې روا دی لکه د مشاعې ځمکې وېشل او هبه کول.

په دانو کې د غوړو هبه کول ځکه روا نه دي چې غوړي لا تر اوسه معدوم دي او د معدوم هبه کول صحيح نه دي او کله چې دا عقد له لومړي سره باطل منعقد شي نو وروسته په جلا کولو او د غوړو په راپيدا کېدو نه صحيح کيږي.

په قبض کې استازيتوب: د کوچنيانو پلرونه د هغوی وليان دي او د هبې په قبضولو کې د هغوی استازيتوب کوي، همدا راز د کوچنيانو ټول شرعي استازي د هبې په قبضولو کې د کوچنيانو استازيتوب کوي او هبه صحيح ګڼل کيږي. که کوچنی مميز وي قبض يې صحيح دی.

د يو تن بخشش دوو کسانو ته: د يو تن له لوري دوو کسانو ته کور هبه کول ځکه روا نه دي چې په دې عمل سره په حقيقت کې په کور کې د دوو کسانو مشاعې برخې رامنځته کول دي او په مشاع شي کې قبض نه شي کېدای، بيا دا کور داسې مشاع مال دی چې د ويشلو وړ دی او د وېشلو وړ مشاع مال له جلا کولو وړاندې بخشش کول روا نه دي.

بخشش بېرته اخيستل: اصلا د بخښل شوي مال بېرته غوښتل د مروت خلاف کار دی، خو بيا هم که بخشش پردو ته بې له عوض څخه ورکړل شوی وي له لاندې حالاتو پرته يې بېرته اخيستل روا دي:

١. په بخشش کې نه بېلېدونکی زياتوالی راشي لکه په  کور کې څاه وکيندل شي.

٢. واهب يا موهوب له مړ شي.

٣. هبه د موهوب له له ملکيت څخه ووځي.

واهب نشي کولای چې محارمو، مېړه او ښځې ته ورکړل شوی بخشش بېرته وغواړي.

مسئله: که صفيه رويا ته د سرو زرو بنګړی بخشش ورکړي او رويا په مقابل کې دوه جوړه جامې ورکړي، وروسته يو جوړ جامې په استحقاق يوړل شي، په دې صورت کې صفيه نشي کولای چې له رويا څخه بنګړی بېرته وغواړي مګر دا چې پاتې جوړه هم رويا ته ورکړي او خپل د سرو زرو بنګړی وغواړي.

عمري: دې ته وايي چې د بېلګې په ډول خپل کور چا ته بخشش کړي او ورته ووايي چې زما تر مرګه دا کور ستا دی، يا ستا تر مرګه دا کور ستا دی ګټه ترې اخله. په دې صورت کې بخشش صحيح او د وخت شرط باطل دی، د موهوب له له مړينې وروسته کور د موهوب له د وارثانو حق دی.

رقبي: که څوک چا ته ووايي: خپل دا کور مې تاته درکړ، که زه له تا مخکې مړ شوم نو کور ستا شو او که ته له ما مخکې مړ شوې نو کور به زما وي. د امام ابوحنيفه او امام محمد په نظر دا ډول هبه باطله او عاريت بلل کيږي خو امام ابويوسف وايي چې هبه صحيح ده.

صدقات هم د هبې حکم لري خو له قبض وروسته يې بېرته اخيستل روا نه دي.