معاملات – وقف / شلمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

وقف

خلکو ته د ګټې رسولو لپاره د خپل مال وقف کول يوه داسې لاره ده چې په دوامدار ډول ورڅخه ګټه اخيستل کيږي. دا يو نېک کار او د بنده لپاره اجر لري. د امام ابوحنيفه په نظر وقف د واقف له ملکيته نه وځي مګر دا چې حاکم يې (په وتلو) حکم وکړي يا واقف وقف د خپلې مړينې پورې تعليق کړي او ووايي: کله چې زه مړ شوم نو کور مې د فلاني لپاره وقف دی. امام ابويوسف وايي: وقف په محض وينا سره د واقف له ملکيت نه وځي. امام محمد وايي: وقف تر هغې د واقف له ملکيت څخه نه وځي چې د وقف لپاره يې سرپرست نه وي ټاکلی او هغه ته يې سپارلی نه وي.

کله چې د اختلافاتو په پام کې نيولو سره وقف صحيح شي نو وقف د واقف له ملکيت څخه وځي او د موقوف عليه په ملکيت کې نه داخليږي.

د مشاع (مال) وقفول د امام ابويوسف په نظر روا دي. امام محمد وايي: روا نه دي.

د امام ابوحنيفه او امام محمد په نظر د وقف (عقد) تر هغې نه بشپړيږي چې پای يې يوه دائمي جهت ته نه وي ګرځول شوی، امام ابويوسف وايي: که پای يې مؤقت جهت ته وګرځول شي هم روا دی او له هغې وروسته د فقيرانو حق ګرځي که څه هم يادونه يې نه وي شوي.

د ځمکې وقف کول صحيح دي، د منقولو او لېږدېدونکو شيانو وقف روا نه دی. امام ابويوسف وايي: که خپله ځمکه د غوايانو او بزګرانو سره چې هغه مريان وي، وقف کړي روا ده. امام محمد وايي: د آس او وسلې وقفول روا دي.

کله چې وقف صحيح شو بيا يې پلورل او تمليک کول روا نه دي، مګر د امام ابويوسف په نظر که (وقف) د مشاع مال په بڼه وي او شريک يې د وېشلو غوښتنه وکړي نو وېشل يې صحيح دي.

د وقف له عايداتو څخه لومړی د وقفي ابادۍ جوړول واجب دي، که واقف دا شرط کړي وي او که نه.

که يې کور د خپل اولاد د اوسېدو لپاره وقف کړ نو جوړول يې هم په هغه چا دي چې پکې اوسيږي، که اوسېدونکي له جوړولو ډډه وکړه يا بې وزله و، حاکم به يې په کرايه ورکړي او په کرايه به يې ودان کړي، کله چې ودان شي بېرته به يې اوسېدونکي ته ورکړي.

د ودانۍ نړېدلي توکي او وسايل به حاکم د ودانۍ په جوړولو کې لګوي که يې ورته (سملاسي) اړتيا درلوده، که نه تر هغې به يې ساتي چې ودانۍ يې بيا لګولو ته اړتيا پيدا کړي څو يې په کې مصرف کړي، دا روا نه دي چې د وقف د مستحقينو ترمنځ يې وويشي.

که واقف د وقف غله د ځان لپاره ورګرځوي يا يې سرپرستي د ځان کړي د امام ابويوسف په نظر روا ده.

که (واقف) جومات جوړ کړ تر هغه يې له ملکيته نه وځي چې له خپل ملکيته يې د لارې سره جلا کړی نه وي او خلکو ته يې پکې د لمانځه اجازه نه وي ورکړي، کله چې يو تن پکې لمونځ وکړي د امام ابوحنيفه او امام محمد په نظر د (واقف) له ملکيت څخه وځي خو امام ابويوسف وايي: وقف د واقف له ملکيت څخه په دې وينا وځي چې ووايي: دا (ځمکه) مې جومات کړ.

که څوک د مسلمانانو لپاره د اوبو ګودر يا ودانۍ چې مسافر پکې اوسيږي يا رباط جوړ کړي او يا خپله ځمکه هديره وګرځوي د امام ابوحنيفه په نظر د ده له ملکيته تر هغې نه وځي چې حاکم ورباندې حکم نه وي کړی.

امام ابويوسف وايي: په (تشه) خبره يې له ملکيت څخه وځي. امام محمد وايي: کله چې خلک له ګودر نه اوبه يوسي، په سرای او ودانۍ کې واوسيږي او په هديره کې مړی خښ کړي نو د واقف له ملکيته وځي.

شرح

د وقف تعريف او مشروعيت: وقف په لغت کې بندولو او ساتلو ته وايي او د فقهاوو په اصطلاح کې د واقف په ملکيت کې د عين ساتلو او ګټو خيرات کولو ته وقف وايي چې د عاريت په څېر دی.

الله پاک په ډېرو آيتونو کې مسلمانان خيرات کولو ته رابللي او وقف هم د صدقې او خيرات کولو يو ډول دی. د صحيح البخاري د روايت له مخې عبدالله بن عمر (رضي الله عنه) له پيغمبر (عليه السلام) څخه د خپلې ځمکې د صدقه کولو په اړه سلا وغوښته، هغه (عليه السلام) ورته وويل: «إن شئت حبَّست أصلها وتصدقت بها». که دې خوښه وي عين يې له ځان سره وساته او (ګټې) يې صدقه کړه. دا حديث د وقف په مشروعيت او رواوالي دلالت کوي.

واقف: هغه چا ته ويل کيږي چې خپل مال وقف کوي.

موقوف: هغه عين چې واقف يې وقف کوي.

موقوف عليه: هغه جهت (افراد يا کار) چې د وقف ګټې په هغوی مصرفيږي.

صيغه: هغه الفاظ او ټکي چې د وقف عقد ورباندې رامنځته کيږي.

آيا وقف د واقف له ملکيته وځي؟ د امام ابوحنيفه په نظر وقف د عاريت په څېر دی او د دوو حالتونو پرته د واقف له ملکيت څخه نه وځي، يعنې واقف کولای شي چې وقف پای ته ورسوي او وقف شوی عين او ګټې يې په خپل ملکيت کې راولي. هغه دوه حالتونه دا دي:

١. چې حاکم د واقف له ملکيت څخه د وقف په وتلو حکم وکړي.

٢. چې وقف د خپلې مړينې پورې تعليق کړي او داسې ووايي: کله چې زه مړ شوم نو زما کور دې فلاني ته وقف وي.

وقف شوی عين د واقف له ملکيت څخه وځي خو د موقوف عليه په ملکيت کې نه داخليږي، ځکه که د موقوف عليه په ملکيت کې داخل شي نو پلورل او تمليک يې روا کيږي په داسې حال کې چې د وقف پلورل روا نه دي.

د مشاع وقفول: د امام ابويوسف په نظر د مشاع مال چې د تقسيم وړ وي ـ وقفول صحيح دي ځکه د هغه په نظر په وقف کې قبض شرط نه دی. د امام محمد په نظر د مشاع مال چې د وېش وړ نه وي وقفول يې ځکه صحيح نه دي چې په وقف کې قبض شرط دی او د مشاع مال قبضول ممکن نه دي.

د امام ابوحنيفه او امام محمد په نظر د وقف پای بايد داسې لوري ته وګرځول شي چې دايمي او تلپاتې وي، وقف بايد مهالني او مؤقتي نه وي او بېرته واقف ته راونه ګرځي، ځکه همېشه والی د وقف له شرطونو څخه دی، د بېلګې په ډول که څوک ووايي: زما دا يو جريب ځمکه د لسو کلو لپاره د ښوونځي لپاره وقف ده. دا مؤقتي وقف دی او صحيح نه دی.

د امام ابويوسف په نظر همېشه والی د وقف لپاره شرط نه دی بلکې کله چې ټاکل شوی لوری پای ته ورسيږي وقفي مال د فقيرانو لپاره ګرځي. د بېلګې په ډول که څوک خپله ځمکه مهاجرينو ته وقف کړي، وروسته مهاجرين خپلو سيمو ته لاړ شي نو نوموړې ځمکه وقف پاتې کيږي او فقيران به ورڅخه ګټه اخلي.

د وقف د ګټو مصرفول: د بېلګې په ډول که کور وقف شي نو په کرايه کې لومړی حق د کور د ترميم او اصلاح دی، موقوف عليه بايد کور ترميم کړي، که يې له دې کار ډډه وکړه يا يې د ترميم وس نه درلود نو چارواکي به کور بل چاته په کرايه ورکوي او له کرايې څخه به کور ترميم کيږي، له ترميم وروسته به موقوف عليه ته سپارل کيږي.

د وقف شوې ودانۍ بېکاره شوي لرګي او نور شيان به بېرته په ودانۍ کې لګول کيږي، که په ودانۍ که د بيا لګولو وړ نه و نو روا ده چې وپلورل شي او پيسې يې په ودانۍ مصرف شي، موقوف عليه ته د دې شيانو ورکول روا نه دي.

که واقف د وقف ګټې يا سرپرستي د خپل ځان لپاره شرط کړي نو د امام ابويوسف په نظر وقف صحيح او د امام محمد په نظر ځکه صحيح نه دی چې قبض نه رامنځته کيږي او قبض د وقف لپاره شرط دی.

قبض د امام ابوحنيفه او امام محمد په نظر د وقف لپاره شرط دی. په همدې بنسټ که يو څوک جومات جوړ کړي تر هغې يې له ملکيت څخه نه وځي چې خلکو پکې لمونځ نه وي کړی، څرنګه چې په جومات کې قبض ممکن نه دی نو د خلکو لمونځ کول د قبض ځای نيسي. خو د امام ابويوسف په نظر چې قبض شرط نه دی نو يواځې په ودانولو وقف بشپړيږي.

په متن کې د ګودر او مسافرو لپاره د سرای جوړولو او د ځمکې هديره ګرځولو په مسئله کې د امام ابوحنيفه په نظر د حاکم حکم ځکه شرط دی چې يواځې په ودانولو سره د واقف له ملکيت څخه نه وځي. د امام محمد په نظر د تېرې مسئلې په څېر د خلکو له خوا د اوبو په وړلو، اوسېدو او د مړي په خښولو سره وقف بشپړيږي.