معاملات – وديعت / دوه ویشتمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

وديعت

د امانت په توګه له خلکو سره مالونه کېښودل هغه اړتيا ده چې زياته پيښيږي، کله کله د امانتونو د له منځه تلو په سبب د خلکو تر منځ شخړې هم رامنځته کيږي. وديعه د مودَع (هغه څوک چې وديعه ورسره کېښودل شوې) په لاس کې امانت دی که هلاکه شي تاوان ورباندې نشته.

مودع بايد هغه پخپله او په خپلې کورنۍ (هغه کسان چې نفقه يې پر مودَع لازمه وي) وساتي، که يې په بل چا وساتي يا يې ورسره (د وديعت په توګه) کيږدي ضامن دی مګر دا چې په خپل کور يې اور ولګيږي او ګاونډي ته يې ورکړي، يا په بېړۍ کې ناست وي او د بېړۍ د ډوبيدو له وېرې يې بلې بېړۍ ته وغورځوي.

که مودَع يې له خپل مال سره داسې ګډ کړي چې ترې نه جلا کېده، ضامن دی. که څښتن يې وغواړي او مودَع يې په داسې حال کې ورڅخه ايسار کړي چې په ورسپارلو يې قادر وي نو ضامن دی.

که د مودَع له لاسوهنې پرته د ده له مال سره ګډه شي نو دواړه په کې شريکان دي.

که مودَع يې ځنې برخه مصرف کړه بيا يې د هغې مثل بېرته ورسره ګډ کړ (او له منځه ولاړ) د ټولو ضامن دی.

که مودَع په ودېعې تېری وکړ ـ مثلا وديعه سپرلۍ وه او دی ورباندې سپور شو يا يې جامې وې او ده په ځان کړې، يا مريی و ده وکارولو يا يې وديعه له بل چا سره کېښودله – خو وروسته تېری له منځه ولاړ او ده بېرته خپل لاس ته راووړ نو ضمانت پای ته ورسېد، که څښتن يې وغوښتله او دی منکر شو او وروسته هلاکه شوه ضامن دی، که له انکاره اعتراف ته راوګرځېدو د ضمانت څخه نشي خلاصېدای.

مودَع کولای شي چې وديعه له ځان سره په سفر يوسي که څه هم په لېږدولو يې مصرف راشي. که دوه کسان د يوه تن سره وديعه کيږدي بيا يو تن يې راشي او خپله برخه وغواړي، د امام ابوحنيفه په نظر تر هغې به يې نه ورکوي چې بل ملګری يې نه وي راغلی. امام ابويوسف او امام محمد وايي: خپل برخه به ورسپاري.

که يو تن له دوو تنو سره داسې شی وديعه کيږدي چې د تقسيم وړ وي نو يوه ته يې روا نه دي چې بل ته يې ورکړي بلکې دواړه به يې ويشي او هر يو به خپله نيمه برخه ساتي، که وديعه د تقسيم وړ نه وي نو روا ده چې يو يې د بل په اجازه وساتي.

که مودِع (وديعت کېښودونکی) مودَع ته وويل: مېرمنې ته دې يې مه سپاره! او هغه يې خپلې مېرمنې ته وسپاري ضامن نه دی. که (مودِع) ورته ووايي: په دې کوټه کې يې وساته او (مودَع) يې د (همدې) کور په بله کوټه کې وساتي ضامن نه دی، البته که په بل کور کې يې وساتي ضامن دی.

د وديعت تعريف او مشروعيت: وديعت د لغت له مخې د پرېښودلو په معنا دی او په اصطلاح کې د اهليت وړ شخص سره د ساتلو لپاره د جنس کېښودل چې د څښتن ملکيت پکې پاتې وي وديعت ګڼل کيږي. امانت چې وديعت ته نږدې ټکی دی د وديعت سره يې فرق دا دی چې امانت عام او وديعت خاص دی. امانت کېدای شي له عقد پرته د چا په لاس پريوځي لکه باد چې د چا شيان بل کور ته يوسي خو وديعت يوازې د عقد په بنسټ رامنځته کيږي.

وديعت يو روا عمل دی، الله پاک فرمايي: )إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الأَْمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا (النِّسَاءِ:٥٨) ژباړه: الله پاک تاسو ته امر کوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ.

د ترمذي په روايت شوي حديث کې پيغمبر (عليه السلام) فرمايي: أَدِّ الأَْمَانَةَ إِلَى مَنِ ائْتَمَنَكَ. ژباړه: امانت هغه چا ته وسپاره چې تا ته يې درکړی.

پورتنی مبارک آيت او حديث د وديعت په روا والي دلالت کوي.

مودِع: د مال څښتن چې خپل مال له چا سره امانت ږدي.

مودَع: هغه شخص چې مال ورسره د امانت په توګه کېښودل کيږي.

وديعه: په امانت کېښودل شوی مال.

د وديعې حکم: وديعه د امانت حکم لري د هلاکت په صورت کې يې له تيري پرته ساتونکی ضامن نه ګڼل کيږي، ځکه خلک د امانتونو ساتلو ته اړتيا لري او که د هلاکت په صورت کې ساتونکی ضامن وګڼل شي نو بيا به خلک د امانتونو له ساتلو ډډه کوي.

وديعه په چا ساتل کيږي؟ مودَع به پخپله د ودېعې ساتنه کوي او دا هم کولای شي چې په خپله کورنۍ يې وساتي. له کورنۍ څخه مراد هغه کسان دي چې د مودَع سره اوسيږي او په هغه يې نفقه واجبه وي. د وديعې ساتل له خپلې کورنۍ پرته په بل چا روا نه دي مګر دا چې د کومې واقعې اړتيا له مخې يې بل چا ته وسپاري لکه په کور اور ولګيږي او د ژغورنې او ساتنې لپاره يې ګاونډي ته ورکړي او داسې نور.

د وديعې ضمانت: ١. که د وديعې ساتونکی د ايښودونکي د غوښتنې سره وديعه هغه ته ونه سپاري ضامن ګڼل کيږي ځکه په دې صورت کې د وديعې ساتونکی غاصب دی او غاصب ضامن دی.

٢. که ساتونکی قصداً وديعه د خپل مال سره داسې ګډه کړي چې بېرته يې جلا کول ممکن نه وي د امام ابوحنيفه په نزد ضامن دی ځکه دا عمل د قصدي هلاکولو په معنا دی، خو که وديعه يې په قصدي توګه د خپل مال سره نه وي ګډه کړي، مثلا د غنمو د بوريو خولې خلاصې شي او غنم سره ګډ شي نو ضامن نه دی او په مال کې د شريکانو بڼه غوره کوي.

٣. که د وديعې ځنې برخه مصرف کړي او بيا يې مثل بېرته پکې واچوي ضامن دی. د بېلګې په ډول د لسو منو وديعت غنمو څخه پنځه منه مصرف کړي او بيا وروسته نور پنځه منه پکې واچوي او له دې وروسته له تيري پرته هلاک شي نو د ټولو ضامن دی ځکه لومړی يې د مودِع  پر مال تېری کړی او وروسته يې خپل مال د مودِع له مال سره ګډ کړی لکه په پورتني مثال کې يې چې يادونه وشوه نو ضامن دی.

که مودَع پر ودېعې تېری وکړی د بېلګې په ډول د مودِع له اجازې پرته په آس سپور شي خو آس ته تاوان ونه رسيږي او بيا يې تېری پرېښود، ضمانت پرې نشته ځکه تېری له کوم نقصان اړولو پرته پای ته رسېدلی.

مسئله: که يونس خپل سايکل جواد ته د ودېعې په توګه ورکړي، وروسته يونس خپل سايکل وغواړي خو جواد له سايکل څخه منکر شي جواد ضامن دی ځکه د يونس سايکل يې په غصب سره ترلاسه کړی او پر غاصب ضمانت لازم دی. که جواد له انکار کولو وروسته بيا په وديعې (سايکل) اعتراف وکړي هم ضامن دی ځکه وديعه د جواد په انکار سره د يونس له ملکيت څخه وتلې او تاوان يې لازم شوی نو بېرته له خپل حالت څخه نه وځي.

وديعه په سفر وړل: مودَع کولای شي چې د ساتلو په موخه وديعه له ځان سره په سفر يوسي په دې شرط چې مودَع د لارې له خونديتوب څخه ډاډه وي او مودِع په سفر له وړلو څخه منع کړی نه وي.

پر مودَع شرط کېښودل: که وديعت ورکوونکی ساتونکي ته ووايي چې وديعه به دې په ميرمن نه ساتې نو دا خبره يې معتبره نه ده ځکه مودَع نشي کولای چې تل وديعه له ځان سره وساتي بلکې خامخا د دې اړتيا پيښيږي چې پر بل چا يې هم وساتي او انسان ته مېرمن تر ټولو نږدې شخص دی.

د کور په داخل کې کوټې سره توپير نه لري او که د مودِع د غوښتنې خلاف په بله کوټه کې وساتل شي پروا نه لري، البته کورونه د خونديتوب په لحاظ سره توپير لري او مودَع نشي کولای چې د مودِع د غوښتنې په خلاف وديعه په بل کور کې وساتي.