معاملات – عاريت/ درویشتمه برخه

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

عاريت

انسان په ورځني ژوند کې ځنې شيانو ته اړ کيږي چې ورسره موجود نه وي او له بل چا څخه يې په مؤقتي ډول د کارولو په موخه اخلي. د اړتيا په مهال په روا کارونو کې د مسلمان مرسته يو نېک کار دی.

عاريت روا دی او له عوض پرته د ګټو تمليک کول (عاريت بلل کيږي) او د (عاريت ورکوونکي) په دې ټکو (د عاريت عقد) صحيح کيږي: په اعاره مې درکړ، دا ځمکه مې ستا روزي کړه، دا جامې مې درکړې، په دې سپرلۍ مې سپور کړې ـ که نيت يې بخشش نه وي – دا مريی مې ستا خدمتګار کړ، زما کور ستا استوګنځی شو، زما کور زما تر عمره ستا استوګنځی شو.

اعاره ورکوونکی هر وخت کولای شي چې خپل مال بېرته واخلي.

عاريت د مستعير سره امانت دی، که له تېري پرته هلاک شي نو مستعير ضامن نه دی. مستعير نشي کولای چې عاريت بل چا ته په استعاره ورکړي يا يې ګاڼه (رهن) کړي، که يې په اجوره ورکړ او هلاک شو نو ضامن دی، که عاريت د کاروونکو په نسبت توپير نه درلود مستعير کولای شي چې بل چا ته يې په اعاره ورکړي.

د درهمو، دينارو، او په پيمانې او وزن د پلورل کېدونکو شيانو عاريت قرض دی.

که ځمکه د دې لپاره په عاريت ورکړي چې وداني پکې جوړه کړي يا ونې پکې وکري روا ده. عاريت ورکوونکی کولای شي چې ځمکه بېرته ورڅخه واخلي او د ودانۍ او ونو په ليرې کولو يې مکلف کړي، که يې د عاريت وخت نه وټاکلی ضمان ورباندې نشته، خو که د عاريت وخت يې ټاکلی و او له نېټې مخکې اعاره ورکوونکي (ودانۍ يا ونې) ليرې کړې د هغه نقصان ضامن دی چې د ودانې په نړېدلو يا د ونو په ويستلو رامنځته شوی.

د عاريت د ردولو مزدوري پر مستعير، د اجاره شوي جنس د ردولو مزدوري په اجاره ورکوونکي ده او د غصب شوي جنس د ردولو مزدوري پر غاصب ده.

که يې څاروی په عاريت واخيست او بېرته يې د څښتن غوجل ته ورسولو او هلاک شو ضامن نه دی، که يې يو عين په عاريت واخيست او بېرته يې د څښتن کور ته ورووړ خو هغه ته يې تسليم نه کړ ضامن دی. که مودَع وديعه د څښتن کور ته رد کړه او څښتن ته يې تسليم نه کړه ضامن دی.

شرح

د عاريت تعريف: عارية د لغت له مخې د ورکړې په معنا دی. په اصطلاح کې د عوض پرته د منافعو تمليک کولو ته عاريت ويل کيږي.

په اسلامي شريعت کې شيان په عاريت اخيستل روا دي، د سنن ابي داود د حديث له مخې پيغمبر (عليه السلام) د حنين د غزا په ورځ له صفوان بن اميه څخه د هغه زغره په عاريت اخيستې وه.

معير: هغه شخص چې بل چا ته شی د ګټې اخيستلو لپاره ورکوي.

مستعير: هغه شخص چې له چا څخه شی د ګټې اخيستلو لپاره اخلي.

د عاريت عقد د ځانګړو الفاظو په ويلو چې د ګټې په تمليک دلالت کوي رامنځته کيږي چې په متن کې يې يادونه وشوه. دعاريت په عقد کې معير کولای شي هر وخت چې وغواړي له مستعير څخه خپل مال بېرته واخلي.

د عاريت ضمانت: عاريت د وديعت په څېر د امانت حکم لري او د هلاکېدو په صورت کې د مستعير له تيري پرته ضمان نه لري.

عاريت بل چا ته ورکول: مستعير نشي کولای چې په عاريت اخيستل شوی مال چا ته په ګروۍ يا مزدورۍ ورکړي، که يې دا کار وکړ د مال ضامن دی. مستعير کولای شي يوازې هغه جنس بل چا ته په عاريت ورکړي چې استعمالوونکي يې په استعمال کې سره توپير ونه لري، د بېلګې په ډول ديوالي ساعت چې ټول خلک يې يو ډول په ديوال راځړوي او په کارولو کې يې يو شان دي، که خلکو يې په کارولو کې سره توپير درلود نو په عاريت ورکول يې روا نه دي لکه موټر چې په بارولو او چلولو کې يې خلک له يو بل سره توپير لري.

هغه شيان چې له استهلاک پرته ورڅخه ګټه نشي اخيستل کېدای، په عاريت اخيستل يې د قرض حکم لري لکه روپۍ، غنم، غوړي او داسې نور.

د عاريت ډولونه: عاريت په دوه ډوله دی:

١. مؤقت عاريت: هغه دی چې د بېرته اخيستلو نېټه پکې ټاکل شوي وي. په دې ډول عاريت کې معير نشي کولای چې د نيټې له رارسېدو مخکې له مستعير څخه خپل مال وغواړي، د بېلګې په ډول که چا ځمکه په ټاکلې نېټې سره په عاريت ورکړي وي نو له وخته مخکې خپله ځمکه نشي اخيستلای، که له وخته مخکې يې د مستعير ونې له ځمکې وويستلې، د نقصان ضامن ګڼل کيږي.

٢. غيرمؤقت عاريت: هغه دی چې د بېرته اخيستلو نېټه پکې ټاکل شوې نه وي. په داسې عاريت کې معير هر وخت خپل مال بېرته اخيستلای شي.