افغانستان

لغمان: په جومات هوايي بريد کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د لغمان ولايت د مرکز مهترلام په ګلارام سيمه کې د هوايي بمبار له امله اووه تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان سيمه ييز ژورناليستان وايي چې بريد نن د لغمان ولايت مرکز مهترلام د ګلارام کلي په جامع جومات هغه مهال وشو چې په جومات کې لمونځ کوونکي د ماسپښين په لمانځه بوخت وو.

په دغه بريد کې د يو سپين ږيري په ګډون ۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د سيمې عيني شاهدانو خبريالانو ته ويلي دي چې جيټ الوتکو هغه مهال د مهترلام د ګلاارم په لوی جومات بمونه وغورځول چې لمونځ کوونکي د ماسپښين په لمانځه ولاړ وو.

د سيمې اوسېدونکي وايي چې جيټ الوتکو ۳ بمونه جومات ته څېرمه راوغورځول چې په کې ۱ خنثی شوی دی او دوه چاوديدلي دي.

ويل کيږي چې يو شمير خلک لاهم تر خاورو لاندې دي او د الوتکو د ممکنه بريدونو له ويرې د پيښې سيمې ته خلک د جسدونو راويستلو له پاره نه شي ورتللی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ولسي وګړو هوايي بريدونه او چاپې زیاتې شوي دي چې ولسي خلک يې له انديښنو او سختې مرګ ژوبلې سره مخ کړي دي.

تيره شپه هم د پکتيا په زرمت، د کابل په سروبي او د لوګر په مرکز کې د ګډو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې ګڼ شمير ولسي وګړي وژل شوي او ځينې ګډو ځواکونو له ځان سره بيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x