شعـــــرونه

کله تکه توره شپه کله سهار شي/رحمت الله منیب

رحمت الله منیب

دلته هر څه په قــدرت د کــــــردګار شي
کله تکـــه تــــوره شپه کله سهــــــار شي

خاتمـــه یې په تقدیـر کې ښـایسته وي
بې ایمــــانه وي آخــر کې ایمانـدار شي

ګنـــــاهونه یې الله ور ته معــــــــاف کـــــړي
چې له سترګو اوښکې توی کړي توبه ګار شي

چې بدبخته وي انجام یې خدای خراب کړي
د اقــــرار په ځــــــای کې نټه شي انکار شي

بس چې فضل د رب وشي نو منیبــــــه
چې بېـــــلارې وي هغه خلک په لار شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x