شعـــــرونه

درودونه سلامونه/ عقابي جانان

عقابي جانان

کروړونه او اربونه، ميلينونه سلامونه
قربان رسول الله پر تا درودونه سلامونه

چې څومره کتابونه ليکل کيږي تر قيامته
دې ټولو کې چې وي څومره حرفونه سلامونه

له عرشه آن تر فرشه چې هرڅومره مخلوقات دي
په خپلو کې چې ورکړې بيا ضربونه سلامونه

په خپله خپله ژبه دې نغمې د عَشَق وایي
چرند، پرند، حجر، شجر او غرونه سلامونه

حبيبه خوبرويان دې له ښائسته نوم ښکلا اخلي
کوي درته د ښکلو کاروانونه سلامونه

سلام د فرښتو په واسطه درلېږم ګرانه
قبول کړه “عُقابي جانان” نعتونه سلامونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x