نړۍ

دوه لکو کسانو ته د پوهنتون د جعلي اسنادو ورکوونکی پاکستانی شعيب شيخ نيول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستاني امنيتي چارواکو د د ايکزټ ټيکنالوجي شرکت مشر شعيب شيخ نيولی، چې په ټولې نړۍ کې يې له دوو لکو زياتو کسانو ته د پوهنتونونو جعلي اسناد ورکړي وو.

د شعيب شيخ په مشرۍ ايکزټ شرکت د امریکا او نورو غربي هېوادونو د معتبرو پوهنتونو مونوګرامونه، ټاپې او لاسليکونه هم کارولي دي.

د پاکستان د مرکزي  څېړنو ادارې «ايف ای اې» چارواکي وايي، چې شعيب شيخ درې مياشتې مخکې پر بند محکوم شوی و، خو دی تر ننه پټ و او نن د اسلام اباد پر هوايي ډګر له هېواده د تېښتې پر مهال ونيول شو.

محکمې شعيب شيخ پر شل کاله بند او لس لکه پاکستانۍ کلدارو جريمې محکوم کړی دی.

د ايکزټ ټيکنالوجي شرکت په اړه د جعلي شهادتنامو او اسنادو د پلورلو خبر تر ټولو وړاندې نيويارک ټايمز

ورځپاڼې په ۲۰۱۵ کال کې خپور کړ، چې د امریکا او نورو غربي هېوادونو د پوهنتونو اسناد يې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له دوو لکو زياتو کسانو ته ورکړي دي.

د دغه خبر پر بنسټ د پاکستان امنيتي ځواکونو په کراچۍ ښار کې د ايکزيټ ټيکنالوجي شرکت پر مرکزي دفتر چاپه واچوله او د دفتر ټول اسناد يې له ځان سره وړي دي.

ايکزټ شرکت په ټوله نړۍ کې له دوو لکو زياتو کسانو ته جعلي اسناد ورکړي. د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پر مهال درې زره طبي ډاکټرانو او انجينرانو ته يوازې په برتانيې کې دغه ډول اسناد ورکړي او سلګونو نورو په کاناډا کې د ايکزټ شرکت لارې جعلي اسناد ترلاسه کړي وو، چې اوس يې مستقبل له ګواښ سره مخ دی.

تر ټولو ډېر جعلي اسناد سعودي ځوانانو ترلاسه کړي او په دې لړ کې شپېتو سعودي محصلينو د طب، انجينري او پيلوټي برخه کې د ايکزټ ادارې جعلي اسناد ترلاسه کړي او همدارنګه د متحده عربي اماراتو ځوانانو هم جعلي اسناد ترلاسه کړي او د يوه سند لپاره يې تر ۲۷ زرو امريکايي ډالرو ورکړي دي.

د پاکستان د مرکزي څېړنو اداره «ايف ای اې» وايي، چې ایکزټ شرکت د جعلي اسنادو له لارې ۱۴۵ ميليونه ډالر لاسته راوړنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

دغسي جعلي اسناد ممکن په افغانستان کي ډېر په کار اچول سوي وي. لکه چي زموږ د بهرنيو چارو د وزارت د ډېرو منسوبينو تحصيلي اسناد جعلي ول، ښايي په مرکز او ولايتونو کي ډېر کسان په دغسي اسنادو د وړو او اهل کار اشخاصو حقوق غصب کړي وي. دا موضوع ساده نه ده بايد جدي ونيول سي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x