نړۍ

ټرمپ: زه شراب نه څښم او دا د ټولو لپاره غوره خبر دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې دی شراب نه څښي او زياته کړې يې ده، چې دا خبر د ټولو لپاره غوره او خوښوونکی دی. هغه همدارنګه خپل ډيموکراټ مخالفين تورن کړی، چې هغوی هم فرښتې نه دي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې  پر ټرمپ تور دی، چې د سترې محکمې مشرۍ ته د هغه د له لوري نوماند شوی قاضي بريت کافونو په جنسي ځورونو تورن دی.

ټرمپ د سپينې ماڼۍ په بڼ کې د رسنيو استازو ته وويل: «زه کولی شم، تاسې ټولو ته په څرګنده ژبه ووايم، چې تر اوسه مې يو ګوټ شراب هم نه دي څښلي.»

د ټرمپ د دې خبرې په اورېدو د غونډې ګډونوالو وخندل، خو هغه يې په ځواب کې وويل، چې «دا زما ځانګړی صفت دی، چې زه شراب نه څښم ايا تاسې فکر کوئ، چې دا يو مصیبت دی؟ که مصيبت وي، نو زه خو بيا بد سړی یم.»

ټرمپ دا سپيناوی په داسې حال کې کړی، چې د ډيموکراټ ګوند غړو ټرمپ د شرابو په څښلو او د هغه له لوري د سترې محکمې مشرۍ ته نوماند بريت کافونو په جنسي ځورونو تورن کړی دی.

ټرمپ زياته کړې، چې ډيموکراټان هم فرښتې نه دي، چې د ده او ښاغلي کافونو په اړه داسې څرګندونې کوي.

د کانګريس ډيموکراټو غړو تور پورې کړی، چې د ټرمپ له لوري د سترې محکمې مشرۍ ته نوماند بريټ کافونو په جنسي ځورونو تورن دی او د کرسټين پلازي په نوم يوې مېرمنې کانګريس ته ويلي، چې د اتيايمو کلونو پر مهال په پوهنتون کې د بريت کافونو له لوري له جنسي ځورونې سره مخ شوې وه.

ټرمپ ويلي، که د ډيموکراټانو تور ثابت شي، دی به سترې محکمې ته د بریت کافونو له نوماندۍ تېر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

که له دی اړخه تیر شو ، چه ترمپ په څومره جټل چاپیریال کی زیږیدلی او لوی شوی په عیسویت او یهودیت هم دومره عقیده لری چه د خپلو مادی او استعماری اهدافو د پاره تری استفاده وکړی ، دا چه دی وایی چه شراب نه چښی کیدی دروغ یی ویلی وی په داسی حال کی چه دمورکراتانو له خوا ورباندی د ډیرو شرابو چښنلو او جنسی تیری کولو تور لګیدلی او څرنګه کیدی شی چه دومره چټل ، عیاش او سرمایدار بی عقیدی انسان دی یو ګوټ شراب هم تر اوسه نه وی چښلی او دروغ ویل د دوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x