فرانسه: پوليسو پر اسلامي مرکز د چاپې پر مهال ۱۱ کسان نيولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰تلې، ۱۳۹۷ل): د فرانسې د پلازمېنې پاريس په شمال کې پوليسو د اسلامي مرکز د مسوولينو پر کورونو چاپې وهلي او يوولس کسان يې نيولي دي.

د فرانسې «اې ايف پي» خبري اژانس ليکلي، چې امنيتي ځواکونو د اسلامي مرکز مشران «له ترهګرو ډلو» سره د اړيکو په شک نيولي دي.

فرانسوي چارواکو ويلي، چې د ساحلي سيمې ډنکرک په لرې پرته سيمه ګرينډ سينتې کې «پر زهره» اسلامي مرکز چاپه د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره وهل شوې ده.

فرانسوي چارواکو ويلي، چې پوليسو يوولس کسان نيولي او د ياد اسلامي مرکز مالي سرچينې يې هم کنګل کړي دي.

ويل کيږي، چې د زهره اسلامي مرکز مشر د ایران اوسېدونکی يحی ګوسمي په فرانسې کې د يهودو پر ضد په توندو څرګندونو پېژندل کيږي.

د پوليسو په وينا د ياد مرکز پر مسوولينو شک دی، چې له «ترهګرو ډلو» سره اړيکې لري او امنيتي ځواکونو له تېرو څو مياشتو راهيسې د دوی په اړه څېړنې کولې.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې نيول شوي کسان د تېر جون مياشت کې د ایران اهواز ښار کې پر پوځي پريډ له بريد سره اړيکه لري که  نه.

د اهواز له بريد وروسته په بلجيم، فرانسې او المان کې د ایراني ډيپلوماټانو په ګډون شپږ کسان نيول شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د