ټرمپ د نړۍ تر ټولې بې باوره او انجيلا مریکل تر ټولو غوره مشره بلل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نړۍ تر ټولو بې باوره او د جرمني لومړۍ وزيره انجيلا مريکل د نړۍ تر ټولو غوره مشره بلل شوې ده.

د امریکا سي ان ان تلويزون د راپور له مخې «پيو څېړنيز مرکز»د روان کال می مياشت څخه تر اګسټ پورې په خپلې سروې کې د ۲۵ هېوادونو ۲۶ زره ۱۱۲ مشرانو او چارواکو په اړه سروې کړې ده.

په دغه سروې کې د امریکا اويا سلنه خلکو پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ بې باوري ښودلې ده.

د يادې سروې له مخې د جرمني لومړۍ وزيره انجيلا مريکل د نړۍ تر ټولو باوري او غوره مشره بلل شوې او د خپل هېواد ۵۲ سلنه خلک پرې باور کوي.

تر دې وروسته د چين ولسمشر دی، چې د سروې له مخې ۳۴ سلنه چينايان پرې باور کوي او درېيم يې د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين ياد کړی، چې د دېرش سلنه خلکو ملاتړ له ځان سره لري او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ باندې يواې ۲۷ سلنه امریکايان باور کوي او اويا سلنه خلکو رد کړی او بې باوره بللی دی.

همدارنګه پر امریکايي ولسمشر لس سلنه جرمنيانو، نهه سلنه فرانسويانو، اووه سلنه هسپانويانو او د ميکسيکو شپږ سلنه ښاريانو  باور کړی او د حیرانتيا وړ خبره دا ده، چې پر ټرمپ تر ټولو زيات باور اسرئيلو کړی، چې فیصدي يې ۶۹ ته رسيږي.

د سروې ډېری ګډونوالو د امريکا په مقابل کې چين ډېر مهم بللی او ټينګار يې کړی، چې امریکا بايد د خپل بايللي مقام د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپل پخواني دريځ ته وګرځي.

ډېری رايې ورکوونکو دا هم ويلي، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د حکومت په پرتله د ټرمپ اداره ډېره کمزورې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د