ټکنالوژي

نړۍ کې په لومړي وار د (5G) شبکې کار پېل کړ، ځانګړتیاوې يې څه دي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ تلې، ۱۳۹۷ل): د ګرځنده تلیفون (بیسیم) شبکې د اوږدې مودې راهیسې پر فایو جي (5G) شبکې د چمتو کولو کار پېل کړی و، خو کارپوهان په دې اند دي چې تر راتلونکې اوږدې مودې پورې د فایو جي شبکه پېل کېدل شونې نه دي.

د امریکا ویریزون نومې بریښنایي شرکت تېر په ۲۰۱۷م کال د نومبر په میاشت کې په کورونو کې د یو کال په جریان کې د انټرنیټ شبکې فعالولو اعلان کړی و، چې اوس یې کار پېل کړی.

یاد شرکت د امریکا په پنځه ښارونو (هوسټن، انډیاناپولس، لاس اینجلس او سکرامنټو) کې د فایو جي شبکې خدمتونه چمتو کړي چې د روانې اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه یې کار پېل کړی دی.

د فایو جي شبکه که څه هم د مبایل استعمال لپاره تر دې دمه چمتو نه ده ځکه چې اوسني ځیرک مبایلونه د فایو جي شبکې وړتیا نه لري، خو د وایفای له لارې یې استعمال پېل شوی چې چټکتیا به یې په یوه ثانیه کې اوسطا لږ تر لږه ۳۰۰ ایم بي وي خو زیات نه زیات چټکتیا یې په یوه ثانیه کې تر ۱ جي بي پورې رسیږي.

له دې وړاندې د فور جي (4G) وایفای استعمال په نړیواله کچه د چټکتیا اوسط په یوه ثانیه کې لږ تر لږه ۱۴.۰۳ ایم بي و، چې د فایو جي په پرتله څو چنده کمزوری دی، سربيره پر دې په ځینو هېوادونو کې تر دې دمه لا هم د تري جي (3G) استعمال کیږي.

اوسمهال فور جي یا LTE په ځیرک مبایلونو کې د چټک انټرنیټ استعمالولو لپاره کارول کیږي، همدا ډول د چټکې شبکې لپاره ترې په وایفای کې کار اخیستل کیږي، خو د فایو جي ټیکنالوژي به د یو شمېر انټرنيټي فعالیتونو اسانتیاوې برابرې کړي.

یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان هېواد اعلان کړی و چې راتلونکی ۲۰۱۹م کال به د فایو جي شبکه د کاروونکو پرمخ د استعمال وړ وګرځوي، په دې سره به پاکستان په اسیایي هېوادونو کې د فایو جي فعالولو لومړی هېواد شي، خو له بل اړخه تر دې دمه د پاکستان په ډيرو ښارونو کې د تري جي شبکه استعمال هم په کمزورې معیار وړاندې کیږي.

همدا ډول د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه اعلان کې ویلي وو چې که څه هم د فایو جي شبکه په سمه توګه چمتو نه ده او پرمخ یې یو شمېر خنډونه دي خو باید ژر تر ژره فعاله شي تر څو ترې د ټکنالوژي په سیستم کې کار واخیستل شي.

د فایو جي شبکې ځانګړتیاوې څه دي؟

د پراخې چټکتیا د ایجادولو تر څنگ به 5G  ترانسپورتي شبکې او اتومات چلیدونکي موټر سره وصل کړي او همدا ډول به له لرې روغتیایي امکانات او خدمتونه هم برابر او دقیق کړي.

فایو جي شبکه به د معلوماتو د ترلاسه کولو موده، چې اوس په فور جي ټکنالوژۍ کې د وسایلو {ځیرک تلیفون او کمپیوټرونه} او انټرنیټي شبکو ترمنځ موجوده ده، لس چنده کمه کړي.

فور جي  انټرنیټي شبکه د تري جي  په پرتله ١٠ چنده چټکه وه او د رپوټونو له مخې د اوسنۍ فور جي  شبکې په پرتله به د فایو جي  شبکه له ٥٠ نه تر ١٠٠ ځلو پورې چټکه وي.

د چارواکو په وینا بیسیم شبکې چې نن ورځ فور جي په یو کیلومتر مربع کې ١٠٠٠ وسایل سره نښلوي دا شمیره به فایو جي کې ښایي یو میلیون وسایلو ته لوړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx