هندی سړی چې دوه ویشت فوټه بریتونه لري/ انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ تلې، ۱۳۹۷ل): د هندوستان په مشهور ښار راجهستان کې یو ۵۸ کلن دولتي مامور ادعا کړې چې نوموړی په ورځ کې درې ساعته یوازې د بریتونو پاملرنه کوي.

دغه کس «ګردهر ویاس» نومیږي، د هند راجهستان ښار بیکانیر سیمې اوسیدونکی دی، چې بریتونه یې ۲۲ فوټه اوږدوالی لري، چې له کبله یې په ټوله سیمه کې مشهور شوی او خلک ورسره عکسونه اخلي.

د ګردهر ویاس په وینا چې له تېرو دیرشو کالونو راهیسې د بریتونو په اوږدولو بوخت دی، او باوري و چې یوه ورځ به یې بریتونه دومره اوږده شي چې نړیوال ریکارډ به جوړ کړي.

له ده وړاندې یوه بل هندي چې رام سنګ نومېده نړیوال ریکارډ په خپل نوم کړی و چې د نوموړي بریتونه ۱۸ نیم فوټه اوږده وو، خو اوس یې ګردها ویاس ریکارډ مات کړ.

رام سینګ هغه هندی سړی چې ۱۸ نیم فوټه بریتونه لري

ګردهر ویاس وایي چې د بریتونو اوږدولو شوق اسانه نه دی او ډیر پام غواړي، دی وایي سهار چې له خوبه راپاڅي لومړی خپل بریت پر بستر اواروي، تر دوه ساعتو پورې پرې تېل وهي، بیا د ماښام لخوا پرې لیمو او تور مرچ (لیمو کې تور مرچ ګډوي) وهي، تر څو نرم شي، په کال کې یو وار یې وینځي خو کومه شامپو پرې نه استعمالوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د