په میرمنو کې د سینې سرطان، او د مخنیوي لارې چارې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان عامې ورغیتا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې هر کال تر ۳۵۰۰ تنه ښځې د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي، چې له کبله یې له نیمایي ډیرې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

همدا ډول د افغانستان همسایه هېواد پاکستان کې هم له ۴۰ څخه تر ۵۰ کلنۍ پورې تر ۴۰ سلنه میرمنې د سرطان پر ناروغۍ اخته کیږي، چې زیاتره یې مري.

له بل اړخه د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په نړۍ کې د میرمنو د مړه کېدو دویم ستر لامل د سینې سرطان ناروغي ده، چې له هر ۹ څخه یې یوه پر دغه ناوړه ناروغۍ اخته کیږي.

په تېره نیږدې کې د روغتیا نړیوال سازمان یوه څیړنه ترسره کړې وه چې نړۍ کې د سرطان ناروغي مخ پر زیاتېدو ده، او ویل شوي وو چې په ۲۰۱۸م کال کې به له ۱۰ ملیونو څخه زیات کسان له دغې ناروغۍ ومري او له ۱۸ ملیونو څخه زیات به یې پر دغې مرګونې ناروغۍ اخته شي.

که څه هم د سرطان ناروغۍ رامنځته کېدو یو شمېر لاملونه دي، خو په دغه څیړنه کې څرګنده شوې وه چې ددغې ناروغۍ تر ټولو ستر لامل د تمباکو/نشيي موادو استعمال دی، په دغه راپور کې زیاته شوې وه چې زیاتره ښځې د تمباکو له کبله د سږو په سرطان اخته دي.

د افغانستان روغتیا وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي و چې د سینې سرطان ناروغۍ نښې لکه: د سینې لاندې د غوټې پیدا کېدل، د سینې د رنګ او اندازې بدلون، د سینې د څوکې ښکته کېدل، د سینې د رنګ نارنجي کېدل او ځينې نورې نښې د سرطان پر شتون دلالت کوي.

د ۴۰ کلنو میرمنو لپاره په کار دي چې هر کال او له ۲۰ کلنو څخه پورته میرمنو ته په کار دي چې هر درې کاله وروسته د سینې سرطان معاینه وکړي، تر څو د رامنځته کېدلو سره سم یې په سمه توګه درملنه پېل شي.

ځینې عام عادتونه چې د سینې سرطان مخنیوی کوي:

ورزش

ورزش یوازې د سینې سرطان په مخنیوي کې نه بلکې د یو شمېر ناورغیو په مخنیوي کې او بدن ته د اضافي ګټو رسولو لپاره غوره وسیله ده، د یوه څیړنې له مخې ویل شوي چې ورزش او بدني بوختیاوې په منظم ډول ترسره کول په سینې سرطان د اخته کېدلو ګواښ کموي، د بدن دفاعي نظام غوره کوي او له بدن څخه اضافي وازدې له منځه وړي، دغه ټول عنصرونه د سینې سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي، ددې لپاره په هره اوونۍ کې تر ۳۰۰ دقیقو پورې ورزش کول او بدن متحرک ساتل د سینې د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

فائبر لرونکي خواړه

فائبر لرونکې خواړه د هاضمې سیستم غوره کوي، د کولیسترول کچه کنترول ساتي او د وزن په کمولو کې مرسته کوي، د یوې څیړنې له مخې ویل شوي، هغه میرمنې چې د فائبر لرونکې خواړو زیات استعمال کوي په دوی کې د سینې سرطان ګواښ ۲۵ سلنه کم موندل کیږي.

د غوړ کم استعمال

په یوه تازه راپور کې ویل شوي، کومې ښځې چې غوړ لرونکې خواړو استعمال کم کوي په هغوی کې د سینې سرطان مرګونی کواښ ۲۲ سلنه کمیږي، دغه راپور ددې لامل نه دی په ډاګه کړی خو پوهان وایي چې دغه ډوله خواړه وزن کموي چې له کبله یې د سینې سرطان ګواښ کمیږي.

تمباکو او نشيي توکي نه استعمالول

مخکې مو زیاته کړه چې تمباکو د سږو سرطان سره اړیکه لري، خو ځینو نورو څیړنو خبرداری ورکړی چې سیګرټ او نوره نشه کول د سینې سرطان په رامنځته کولو کې خورا ستر لامل دی، هغه میرمنې چې په ځوانۍ کې له دغه کار سره عادي شوي وي زیات د سینې سرطان سره مخ کیږي.

د خوب کمښت

مناسبه اندازه خوب کول مو د روغتیا لپاره بې شمېره ګټې لري، د خوب کمښت پرمهال د سینې سرطان ګواښ زیاتیږي، د یوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې د خوب کموالی په ښځو کې د سینې سرطان ګواښ زیاتوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

فایبر خواړه باید تشریح شوی وای چه څه ته وایی. له خبره دا چه ورزش ښځو ته بیا زمونږ پښتنو ښخو ته…. طالبان وایی: چه ښځه یا په کور ده یا په ګور. یوه طالب خو دا هم ویل چه دا یو حدیث دی نه معمولی خبره. که زمونږ ښځی ورزش وکړی بیا به جمیل صیب حتی پر ما هم د کفر فتوای صادره کړی. خدای مه کړه که زمونږ خویندی داسی سختی مریضی شی بیا نارینه داکتر ته ورتګ دا بله ستنوځه ده ځکه چه زمونږ په وطن کی خو ښځینه داکتره باکل بشته او مونږ اوس هم لګیا… نور لوستل »