ورزش

جوش هیزلووډ: پاکستان په کرېکټ کې یوه ډارنه لوبډله ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ تلې، ۱۳۹۷ل): د استرالیا ملي لوبډلې مرستیال لوبډلمشر «جوش هیزلووډ» پاکستان ای لوبډلې سره له تمریناتي سیالۍ وروسته وویلې چې پاکستان په کرېکټ کې یوه ډارنه لوبډله ده.

تېره ورځ د پاکستان ای او استرالیا لوبډلو ترمنځ څلور ورځنۍ ټیسټ سیالۍ ترسره شوه، چې په کې پاکستان لوبډلې د خپلو کمزورو لوبغاړو ازمېښت کاوه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپوهنه د پاکستان لوبډلې ترسره کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۷۸ منډې جوړې کړې، په ځواب کې استرالیا لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۴۹۴ منډې جوړې کړې، پاکستان په دویم وار توپوهنه کې نیږدې وه له ماتې سره مخ شي خو د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۶۱ منډې جوړې کړې او لوبه مساوي پای ته ورسېده.

پاکستان لوبډلې په دغه سیالۍ کې د یاسر شاه، شاداب خان او محمد نواز پرځای اسد شفیق، افتخار احمد او شان مسعود په سوکه توپ اچونه کې ولوبول، چې د تکړه توپ اچونکو پټولو په معنا دي.

د استرالیا چټک توپ اچونکي او مرستیال لوبډلمشر جوش هیزلووډ پر پاکستان لوبډله د تکړه لوبغاړو په نه لوبولو نېوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې دوی ډارېدل مونږ به ددوی سوکه توپ اچوونکي په نښه کړو.

نوموړی زیاتوي که چیرې د پاکستان لوبډلې پرځای زه وای نو تر ټولو غوره لوبغاړي به مې لوبولي وو، ځکه چې په سیالۍ کې بریا تر ټولو اړینه ده، بالعکس د توپ اچونکو مهارتونه پټ ساتل د لوبې اصول نه دي.

«خو داسې بریښي چې د پاکستان لوبډلې اداره زمونږ لوبغاړو څخه ویره لري او د خپلو سوکه توپ اچونکو مهارتونه زمونږ څخه پټوي، خو مونږ ددوی د مخنیوي لپاره پوره چمتو والی لرو».

استرالیا لوبډلې د پاکستان ای لوبډلې پر وړاندې خپل تکړه توپ اچونکي ناتن لاین او جون هالینډ لوبولي وو، چې پرمخ یې د پاکستان توپوهونکي بې وسه معلوم شول، دواړو سوکه توپ اچونکو تر ټولو زیاتې ۱۵ ویکټې واخیستې.

یاده دې وي چې د پاکستان او استرالیا ملي لوبډلو ترمنځ دوه ټیسټ او درې شل اوریزې سیالۍ د پاکستان په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره کیږي چې لومړۍ ټیسټ سیالۍ به د روانې اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x