نظــر

د مجددي او په اصطلاح جهادي رهبرانو وروستۍ رسوايي

عبدالمالک همت

څوک چي دربارونو ته تله راتله لري او اړیکی ورسره پالي هغو ته شراب، کباب، د نجونو نڅاوي او سندري، د ښځو مچول، غېږکي نيول او نوري فحاشۍ او عياشۍ ورته عادي وي. دا خبري له ډېر پخوا څخه ان د افغاني واکمنو په دربارونو او حرمسرايونو کي وې. پر دې سربېره اوسمهال په نړۍ کي په سفارتونو او نورو بهرنيو موسسو او ادارو او بهرنیو او کورنیو هوټلونو او مېلمستياوو کي د شرابو خوړل ، د نجونو نڅاوو او سندرو ته کښېنستل يو معمول ګرځېدلی دی.

کوم څوک چي دا چاري نه خوښوي، هغوی له سره دغسي ځايونو ته هيڅ نه ورځي او چي دغسي ځايونو ته ورځي نو په دې هم ښه پوهيږي چي په دغسي ځايونو او غونډو کي دا خبري سته، دوی ته دغسي چاري عادي وي او خوند پر اخلي. خو هوښياران او پاخه درباريان دغه مېلې د عمر خيام د دې رندانه لارښووني او توصيې له مخي داسي کوي:

گر باده خوری تو با خردمندان خور

یا با صنمی لاله رخی خندان خور

بسیار مخور و رد مکن فاش مساز

اندک خور و گه گاه خور و پنهان خور

خو زه نه پوهېږم چي په کابل کي د چين د سفارت دننه د دغه هيواد د ملي ورځي د لمانځلو د مراسمو د نيمه بربنډي نڅا د برخي دغه جريان څنګه د عمر خيام د سپارښتني خلاف «پنهان» نه سو، بلکي رسنيو او ان  بېخي تر بهرنيو رسنيو ورسېد؟!

په هر صورت دا زموږ خلک هم عجب خلک دي، دوی تر اوسه نه پوهېدل چي دغه خلک دا کلونه کلونه د پاکستان، امريکې او نورو بهرنيو هيوادونو په ډول ډول غونډو، سفارتونو، هوټلونو، ، پټو او ښکاره ليدنو کتنو او مېلمستياوو کي په وارو وارو دغسي محفلونو ته کښېنستلي دي؟

او دوی تر اوسه لا هم په دې باور دي چي دغه خلک د خدای له کوره راغلي دي؟ او رښتيايې د خدای په لار کي جهاد کړی دی؟

وروڼو د پخواني او اوسني جهاد په رهبرانو او عادي کسانو کي چي څوک رښتياني مجاهدين وه يا شهيدان سول، يا د موجهولاملونو له مخي په کورونو يا ګوښو کي اوسي او يا اوس هم د امريکايي ښکېلاک پر ضد په سنګرونو او جبهو کي د اسلام د حاکميت، د هيواد د خپلواکي او له مظالمو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره قربانۍ ورکوي.

دغه مجددي او نورو په اصطلاح د جهاد رهبرانو نه پخوانی جهاد د خدای لپاره او د هيواد او خلکو د ګټو او عزت د خو ندي کولو لپاره کړی وو او نه هم لکه چي ويونو په اوسني جهاد کي برخه اخلي، بلکي د باطل په پلوي او د دغه اوسني جهاد پر ضد کلک ولاړ دي.

د پخواني جهاد رهبرۍ ته د دغو رهبرانو د رسېدو حقيقت په دې ډول دی:

د ثور تر کودتا دمخه له دغو خلکو څخه يو شمېر له پخوا څخه د امريکې د سي آی اې غړي ول. يو شمېر د چپي عناصرو سره په خوله او شعارونو او څه ناڅه هم په ليکنو اختلاف او خصومت لاره او د يو شمېر هم د کمونيستانو په قدرت کېدو سره ګټي په خطر کي سوې.

کمونيستانو د دوی پر ضد ډول ډول اقدامات او تبليغات پيل کړل، دوی يې بندي کول، چوکۍ يې ځني اخيستې او ځمکي يې ځني مصادره کولې. له دې امله دوی سخت وارخطا ول . په دغسي شرايطو کي امريکايي ښکېلاکګرو او د امريکې د ټلوالي غربي او عربي او نورو ځواکونو د دفاع او ملاتړ لاسونه وروغځول ، په پاکستان کي يې مراکز ورته سرښته کړل، د جهاد د رهبرانو نومونه يې پر کښېښوول او د پيسو، وسلو، مهماتو او نورو راز راز مرستو باران اورول يې پر پيل کړل.

د افغانستان پر دين او هيواد مينو خلکو په واقعيت سره جهاد کاوه، وږي به وه، تږي به وه، لوڅ لپړ او خوار او اسکېرلي به وه. د سره پوځ تر وحشيانه بمبارد او پرمختللو وسلو تر اور لاندي په سنګرونو کي ټپيان کېدل، نیول کېدل او شهيدان کېدل يا په خپلو کورونو او کليو کي د دغسي کړاوونو سره مخ وه، کورونه، جايدادونه، هست ونيست، خپلوان او عزيزان او نور ډېر څه يې له لاسه ورکړل. پاکستان او نورو پردو ملکونو ته درپه در سول او ځوانان يې له پوهي، تحصيل او کسب وکار څخه پاته سول. هغو په دغسي خواريو او زحمتونو کي د هيواد خپلواکي ګټل، خو دغو رهبرانو په پاکستان او نورو هيوادونو کي چړچې وهلې. نازولو يې په لوېديځ کي تحصيلونه وکړه او دوی هر یو ميليارډران سول. کله چي په هيواد کي د سنګرونو د مجاهدينو او عام ولس د بې خرتو قربانيو په پايله کي هيواد خپلواک سو، دغو مفت خورو په اصطلاح رهبرانو د دولتي قدرت د خپلولو پر سر په کابل او نور هيواد کي هغسي غوبل جوړ کړ چي هيواد يې کنډوکپر کړ، هيوادوال يې تر پخوا لا در په دره او خاوري پر سر کړل. جهاد يې بدنام کړ او اسلام او مسلمانانو ته يې سخت او نه جبيره کېدونکي زيانونه ورسول.

په دغسي کرغېړنو حالاتو کي د طالبانو اسلامي تحريک د ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه په مشرتابه رامنځ ته سو. دغه د شر او فساد توکي يې د دوی د ټوپکوالو سره له ورانيو او يو پر بل غورځي څخه راوګرځول او هيواد والو ته يې د دوی له شره نجات ورکړ. پر خلکو د اختر ورځ سوه، هره خوا امنيت او ورورولي سوه، د ظلمونو او زورونو توري لوخړي د اسلامي قرآني نظام په رڼا سره له منځه ولاړې، خو افسوس چي د دغو رهبرانو بادار دا ځل پخپله زموږ پر ګران هيواد تېری وکړ، د دې هيواد په اشغالولو سره يې د هيواد او خلکو ژغورونکي طالبان له واکه راوپرځول او همدغه د دوی ګوډاګيان او نور موډرن او په امريکا او لوېديزو هيوادونو کي روزل سوي سيکولران يې د افغانستان د خلکو پر اوږو سپاره کړل.، چي دادی موږ وينو چي زموږ ګران هيواد يې له هره پلوه د نړۍ د تمدن له کاروانه د کلونو کلونو لپاره پر شاوغورځاوه او خلک ، په تېره ځوانان مو د هيواد په دننه او بهر کي د ډول ډول بدمرغيو او لالهانديو سره سخت لاس او ګرېوان دي.

بس خبره يې پر دې تمامه چي دغو رهبرانو نه پخوا کومه تقوا او د اسلامي شئوناتو سره مينه درلوده او نه يې اوس بايد څوک تمه ځني ولري. د دوی شوم ژوندليکونه، تېري او اوسنۍ کړني او تاريخ ټول پر دې خبره شاهدي وايي.

له دې مسخ سوو وګړو څخه د هر فسق او فساد تمه ولرئ، خو د اسلام، هيواد او د خلکو د خدمت او پر اسلامي ارزښتونو باندي د درېدو تمه ځني لرل ساده ګي ده والسلام .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

سلام عليكم همت صاحب ، خير دي په نصيب سه
دا دير عياش خلك دي ، كوم محفلونه چي دوي يي پخپله جوروي ، دايي نصوار هم ندي.

لونګ

تا خو به د هغوی په محفلونو کی شرکت نوی کړای څنګه پوه شوی چه ډیر عیاش خلک دی؟ د تعویض لپاره خو طالبان هم ور روان وي.

غلام حضرت

ګران او دروند ورور همت صاحب ښه زړَوَر او منور سپین ږیری دی زما ئې اکثره لیکنی خوښېږی او یو څه ترې زده کوم البته دا ټکی د یادولو وړ دی چي: ځینی طنازان پدې عقیده دی چه یو کوچنی سره لدې چه د مور د غېږی سره ژوره مینه لری خو د ژړا علت ئې اکثراً دا وی چه د مور سره په همهغه وړوکتوب کی د فکر او عقیدې اختلاف لری؟؟؟؟. دې ته به اړه به نه وی چي ووایم زه د محترم همت صاحب د پورته لیکنی د ځینو ټکو سره موافق نه یم چي البته هغوی… نور لوستل »

مهمند

غلام حضرت صاحب ! ستاسی تبصری لولم، تبصری دی سمی مګر کله درڅخه تر دی کچی اوږدی شی چه اصل مطلب درنه پکی هیر شوی او لا غیر اړین معلومات پکی تشریح شوی وی . تاسی د همت صاحب د لیکنی چه د مجددی په اړه یی لیکلی ، یاده کړی چه د ځینو اړخونو سره یی موافق نه یاست ، بیا مو د مجددی د غلطیو د رنګولو د پاره ځینی توجیهات لیکلی ، مګر د هغو توجیهاتو سره سره مو له هغه دفاع نه ده کړی. کله کله د ځینو مبصرینو سره د نورو مقابل کی نظریاتی اختلاف… نور لوستل »

عبدالمالک همت

دروند ورور غلام حضرت صاحب السلام عليکم ورحمة الله، خوښ او روغ جوړ اوسئ، الله مو په خپل حفظ کي وساته. ګرانه وروره ! باور وکړئ چي زه د هيچا سره ځاني ستونزه نه پالم. خو هر څوک چي وي چي د اسلام سپېڅلي دين، ګران هيواد افغانستان او د دې هيواد پتمنو خلکو ته تاوان رسوي، سخت يې خلاف يم. په تېره د هغو چي د اسلام او جهاد په نامه يې زموږ وطن ټوکر ټوکر کړ. دښمن خو په څرګنده د اسلام او وطن دښمن دی او چي د اسلام او جهاد د رهبر په مقام کي هم… نور لوستل »

جانان

ډېره د تأسف خبره ده.

سمون

مجددي د طالبانو پير او د انگريزانو مريد دئ سمون د چين په سفارت كي د دې هېواد د استقلال د ورځي په لمانځغونډي كي د چينايي نجونو نڅا ته د مجددي، محقق او محمدخان په شمول د ځينو افغانانو ناسته او په رډو رډو سترگو ورته كتل؛ د رسنيو په سرټكي بدله شوه، ځينو له دې د مجاهدينو په ضد د ډزو مورچله جوړه كړه، په دوى كي د طالبانو جاسوس چړيان هم شامل ول، راشئ وگورو چي طالبان ولي تل او په داسي مواردو كي د مجاهدينو په ضد بې خريطې ډزي كوي، او په دوى كي هغه… نور لوستل »

افغان

سمون صاحب ! خبرو کی دی ضد او نقیض دواړه شتون لری او ځینی بکی شعوری یا غیر شعوری زیاتی لیکل شوی که د مجبوریت له مخی وی وی خیر او که نه ، د معلوماتو به راټولولو سمون پکی راوله مننه

لونګ

جنابه: ته وایی چه دغو رهبرانو دا وطن په کلونو کلونو شاته واچاوو وګړی یی در په دره کړل… او د طالبانو له حکومت نه مو ستاینه کړی چه امنیت وو. امنیت به وو، خو پکی کوم ترقی او پیشرفت نه وو. زما ښه په یاد ده چه د یوه تلیفون کولو لپاره به مونږ پیښور ته تللو. خلک در په دره ول. وچه ډوډی په کابل کی د نانوایی لخوا د خارجیانو د موسسی لخوا پر کارت ورکیدله. دا د طالبانو وخت وو. ته جناب خدای خبر چیر ته د پاکستان په کمپونو کی اوسیدی. اوس هم د طالبانو… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x