د نن سرلیکنه

ټاکنیز مراکز، که د ولسي افغانانو د عام وژنې دامونه

نن ټکی اسيا- سرليکنه:

د خبري رسنیو د وروستیو رپوټونو له مخې د ننګرهار د تیرې ورځې تروریستي برید د قربانیانو وروستۍ شمیره ۳۵ تنو ته لوړه او د ډیرو زخمیانو د ناوړه حالت له وجې ښايي د وژل شویو شمیره تر دې هم لوړه شي.

په ننګرهار کې د ټاکنیز کمپاین دغه پیښه لومړۍ نه ، بلکې تر دې وړاندې په پلازمینه کابل ، خوست ، کونړ او د هیواد په نورو سیمو کې هم ټاکنیز کاندیدان او د هغوي کمپایني فعالیتونه په نښه شوي او ولسي خلګو ته ورکي مرګ ژوبله اوښتې.

د هیواد په دغه ډول بحراني حالاتو کې چې حکومت مو د پردیو الوتکو تر وزر لاندې ساتل کیږي نه واقعي ټاکنې شونې او نه هم د ملي مصلحت په ګټه دي.
د ټاکنیزو هلو ځلو په پلمه دغه غورځې پرځې په حقیقت کې د افغان وژنې یوه پلان شوې منصوبه ده چې د بهرنیانو په دستور تر سره کیږي.

په انتخاباتي مراکزو او یاهم په ټاکنیزو کمپاینونو کې د زیات شمیر ولسي افغانانو راټولیدل امریکایانو او په هغوي پوري تړلیو حلقاتو ته دا فرصت په لاس ورکوي چې په زیات شمیر افغانان په نښه او ووژني.

ځکه ګډ حکومت د خپلې ناتوانې له مخې د هیواد په پلازمینه کې د خپل ځان د امنیت او خوندیتوب وس نه لري ، نو هغه به څرنګه وکولای شي په لیري پرتو سیمو او ښارونو کې د ټاکنیزو مراکزو او یاهم انتخاباتي کمپاینونو تحفظ وکړي؟

دا خو له شکه وتلې خبره ده چې په د اشغال تر سیورې لاندې په افغانستان کې د زعامت ټاکل د ټاکنیزو صندوقونو له لارې نه ؛ بلکې د امریکايي انتخاب او لزوم دید مطابق تر سره کیږي.

په تیرو ټاکنو کې د جان کیري په لاس د ګډ حکومت جوړول یې ښکاره ثبوت دی چې د افغانستان د اساسي قانون خلاف پر افغانانو تحمیل شو.

په افغانستان کې د ټرمب ستراتیژي له اعلانولو راهیسي لیدل کیږي چې امریکایان د افغان وژنې لپاره مختلفې لارې چارې کاروي.

د امریکايي الوتکو او ځانګړو ځواکونو لخوا د ولسي خلګو بي دریغه وژل، د داعش له لوري په مذهبي او عام المنفعه ځایونو بریدونه کول، په لوګر، هلمند ، اروزګان او د هیواد په مختلفو سیمو کې د امریکايي ځواکونو لخوا دولتي سرتیري بمبارول او … ټول هغه موارد دي چې په لوی لاس ورکې د امریکایانو لخوا د افغانانو عام وژنه ثابتیږي.

که له دې کړنو څخه د امریکایانو هدف افغان عام وژنه نه وي ، نو په مکرر ډول د امریکایانو لخوا د دولتي سرتیرو بمبارول بله څه توجیه لري؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x