ننګرهار: امریکایانو د داعش پر ضد جنګېدونکي طالب سرتېري بمبار کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار په خوږياڼو کې د داعش پر ضد بوخت طالب سرتېري امریکايي بې‌‌پیلوټه الوتکو بمبار کړي دي.

طالبان وايي د څو ورځو پرلپسې بمبار له امله يې شل تنه ملګري له لاسه ورکړي.

د طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې سرتېرو يې له داعشي وسله‌والو د وزیروتنګي ګڼې سیمې پاکې کړې دي.

«د داعشيانو د ماتې په لیدو سره امریکايي اشغالګرو چې وخت په وخت له داعشيانو څخه حمایت کوي اونه پریږدي چې د اسلامي امارت مجاهدین يې په وړاندې پریکنده بریا تر لاسه کړي، د اسلامي امارت په مجاهدینو ګڼ ډرون بریدونه وکړل.»

طالبانو لیکلي، د داعشي وسله‌والو د ماتې پر وخت ورته د امریکايانو هوايي ملاتړ د دوی لیکې بمبار کړې دي: «په یادو بمبارونو کې تر شلو پورې د اسلامي امارت مجاهدین شهیدان شوي دي. له امریکايي بمبار سره سره مجاهدینو هم نیول شوي سیمې ساتلي دي اوهم يې د داعشي فتنه ګرو په وړاندې عملیات جاري ساتلي.»

تر دې وړاندې هم د سیمې اوسېدونکو افغان حکومت او بهرنیان د داعشیانو په ملاتړ تورن کړې دي.

څه موده وړاندې په جوزجان کې هم لسګونه داعشیان دولتي چورلکو د جګړې له منځه وایستل او خوندي ځایونو ته يې ورسول.

دلته مېشتو بهرنیانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د روسيې ځانګړي استازي هم امریکایان د داعش په ملاتړ تورن کړي دي.

ضمیر کابلوف په تازه تلویزوني مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته تازه داعشیان را رسول شوي دي او هغوی د امریکایانو پر ضد نه؛ بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو د بېرولو لپاره دلته ځای پر ځای کېږي.

د داعشیانو د پیدایښت په پیل کې هم د ولسي جرګې ګڼو غړو او سیاستوالو دغه ډله د امریکا په ګډون د سیمې د استخباراتو شریکه لوبه یاده کړه.