افغانستان

طالبان: بګرام کې پنځه امریکایان د ماین ښکار شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي تېره شپه يې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د امریکایانو پر ټانګ ماین چاودلی او پنځه عسکر يې وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د امریکایي عسکرو ټانګ په نصرو کلي کې د دوی پر خښ کړل شوي ماین برابر شو.

خبرپاڼه زیاتوي په چاودنه کې پنځه امریکایان ځای پر ځای وژل شوي دي.

«د پېښې له ځایه د ترلاسه شوي راپور له مخې د مجاهدینو لخوا وار له مخه ځای پرځای شوي قوي ماین دغې چاودنې له امله ټانک کې سپاره ۵ اشغالګر عسکر ټول ځای پرځای وژل شوي دي.»

دلته مېشتو بهرنیانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې په تېرو څو ورځو کې په هلمند او لوګر کې هم د څو تنو امریکایی عسکرو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x