نړيواله محکمه: امريکا دې پر ایران ځينې لګېدلي بندیزونه پورته کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو نړيوالې محکمې په خپلې يوې پرېکړې کې له امریکا غوښتي، چې پر ایران ځينې لګېدلي بنديزونه پورته کړي.

يادې محکمې ويلي، چې امریکا بايد پر ایران د ژوند د بنسټيزو شيانو او اړتياوو اړوند مصنوعاتو بنديزونه لرې کړي، تر څو د عامو خلکو ژوند له ګواښونو خوندي شي.

د نيدرلينډ په پلازمېنې هاګ ښار کې د نړيوالې محکمې په عبوري پرېکړه کې راغلي، چې امریکا بايد پر دغه پرېکړه خامخا عمل وکړي، خو تر  اوسه دا نه ده روښانه، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په به دې اړه څه غبرګون وښيي.

د روان کال په می مياشت کې ټرمپ د ایران او  نړيوالې ټولنې ترمنځ له اټومي تړون څخه د خپل هېواد د ويستلو پرېکړه وکړه او پر ایران يې نوي بنديزونه ولګول.

ټرمپ ویلي و، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د ایران او شپږ سترو دولتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون د امریکا په زيان دی.

ایران د دغو بنديزونو په اړه د هاګ نړيوالې محکمې ته عریضه کړې وه او دغې محکمې نن چهارشنبه د ایران په ملاتړ پرېکړه وکړه.

د محکمې مشر قاضي عبدالقوي احمد يوسف نن په هاګ کې د خپلې پرېکړې پر مهال وويل، چې پر ایران د امریکا د بنديزونو بشپړه دوسیه تر څېړنې لاندې ده او اوسنۍ پرېکړه يې موقته بللې، چې بايد امریکا پرې عمل وکړي.

د محکمې په پرېکړې کې راغلي، چې د امریکا د بنديزونو له امله خوراک، درمل او طبي الاتو په څېر د ژوند بنسټيزې اړتياوې اغېزمنې کيږي، چې له امله يې د عامو ژوند له ستونزو او ننګونو سره مخ کېدای شي.

محکمې پر امريکايي چارواکو غږ کړی، چې دغه موقته پرېکړه ومني او تر وروستۍ تفصيلي پرېکړې پورې له داسې کړنو لاس واخلي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ترينګلې شي، خو په ورته وخت کې يې امریکا ته ويلي، چې د دغې پرېکړې د رد لپاره خپله قانوني لاره هم خپلولی شي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير ډاکټر جواد ظريف د هاګ نړيوالې محکمې د پرېکړې هرکلی او زياته کړې يې ده، چې نړيواله ټولنه دې د امریکا د يو اړخيزو پرېکړو مخنيوي لپاره راپورته شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د