عمران خان: مدرسې له ترهګرۍ سره تړل بې انصافي ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چې د ديني مدرسو خدمتونه له نظره غورځول او هغه له ترهګرۍ سره تړل بې انصافي ده.

عمران خان نن په خپل دفتر د ديني علماوو او مدرسو د استازو له پلاوي سره د ليدو پر مهال دا خبرې کړي دي.

د پاکستان د بېلابېلو مذهبي ګوندونو او مدرسو اړوند استازو له لومړي وزير سره د مدرسو د ستونزو په اړه ځانګړې ناسته درلوده.

عمران خان د مدرسو استازو ته ويلي، چې د مدرسو د نصاب اصلاحات د حکومت لومړيتوب دی او د مدرسو ځوانانو ژوند به پورته کړي.

د پاکستان لومړي وزير دا هم ويلي، چې د مدرسو بېلابيل تعليمي نصابونه د قوم د تقسيم لامل کېدای شي او بايد دغه ټول تعليمي نصابونه په يوه ليکه کې راټول شي.

عمران خان د خپل حکومت په پيل کې داسې هڅې پيل کړي، چې د ديني مدرسو په نصاب کې يو شمېر اساسي بدلونونه راولي، خو د مدرسو استازو او اتحاديو د حکومت له لوري د نصاب د بدلون غوښتنه په بدنيتۍ ولاړه بولي او له منلو يې انکار  کوي.

د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ګواښ کړی، چې د مدرسو په نصاب کې د بدلون راوستونکو حکومتي چارواکو پښې او لاسونه به ورمات کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د