دیني، سیرت او تاریخ

د فقهي اسلامي لنډ معاصر تقسیم

ژباړه : مفتي احسان الله رشاد

د مفتي ، عالم , قاضي او هر اسلامي باحث لپاره د اسلامي فقهي پېژنده تر هر څه اولنی ضرورت دی ، فقهاء کرامو اسلامي فقهي پر یو مرتب انداز باندي ترتیب کړې ، چې کیدای شي ، ډیری له اوسني معاصر اصطلاحاتو او قدیمو هغو سره په تفصیل څخه خبر نه وي ، په لاندي مقاله کې د اسلامي فقهي پر بابو باندي د تقسیم یو لنډه تعروف نامه ده ، چې زیات مفیده ده :

فقهاؤ رحمهم الله تعالی اسلامي فقهه پر لاندي مختلفو بابو تقسیم کړې :

ـ اول : فقه العبادات : په دې قسم هغه احکام بیانیږي ، چې د الله تعالی تر عبادت او بندګي پوري اړه لري ، په اسانه الفاظو سره : چې مسلمان يې په بدن سره ادا کوي ، لکه : اودس ، لمونځ ، روژه او یا يې په مال سره ادا کوي ، لکه : زکات او یا يې په نفس او مال دواړ سره ادا کوي ، لکه : حج .

ـ دوهم : فقه المعاملات المالیة : په دې کې د انسان هغه تصرفات مالي بیانيږي ، چې ځیني يې له ځینو نورو سره له شریعت سره سم تر سره کوي ، لکه : پېر پلور ، اجاره ، شرکت ، توکیل ، کفالة . . . او یا چې ځان ترینه ګوري ، لکه : سود ، دوکه او احتکار . دا قسم په معاصر قانون کې په ( القانون المدني ) سره یادیږي .

ـ درېیم : فقه الأسرة : ځینو معاصرو علماء له دې څخه په ( الأحوال الشخصیة ) سره تعبیر کړی ، په دې کې : د خِطْبې ( یعني : د نکاح د بلني ) ، نکاح ، رضاع ، حضانة ، نفقې ، طلاق ، وصیت ، میراث او داسي نورو بیان کیږي .

ـ څلورم : فقه الجنایات والعقوبات : په دغه قسم کې د هغو شرعي احکامو بیان کیږي ، چې د جرائمو ، لکه : پر ارواحو او بدنو باندي د تيري له امله قصاص ، د غلا ، زنا او قذف او داسي نورو له امله حدود ، د ښکنځل ، دوکه او د درواغو د شهادت له امله تعزیر دی ، په دې عذاب ورکولو سره مطلب دا وي ، چې په انساني ټولنه کې امن راشي ، او عمومي نظام منظم او مرتب شي ، او ټولنه له تفرقې ، شندلو او ضائع کېدلو څخه وژغورله شي ، په معاصر قانون کې ورته : ( القانون الجزائي ) او ( الجنائي ) ویل کیږي .

ـ پنځم : فقه السِّیَر والجهاد : په دې کې د هیوادو په منځ کې د تعلقاتو مسائل بیانیږي ، او د اسلامي هیواد له کفري هیواد سره پر علاقه او تعلق باندي بحث کیږي ، نور نو که د امن په حالت کې وي او که د جنګ ، او داسي نور ، لکه : تړونونه ، د منافعو تبادله ، د استاذو تبادله ، په نن سبا قانون کې ورته : ( القانون الدولي الانساني ) ویل کیږي .

ـ شپږم : فقه النظم : په دې قسم کې بیا د قضاء د نظم او ضبط ، د حُکم د اثبات د لارو چارو او همداسي دعوې او بیانونو متعلق بحث کیږي ، په نني قانون کې ورته : ( النظام القضائي ) یا ( قانون المرافعات ) وايې . دا رنګه په دې کې د حاکم او محکوم په منځ علاقه ، او پر هر یو باندي د لازمي حقوقو په اړه بحث کیږي ، په معاصر قانون کې ورته :  ( القانون الاداري ) ویل کیږي . په قدیم فقه کې ورته : ( الأحکام السلطانیة ) یا ( السیاسة الشرعیة ) ویل کیږي .

ـ اووم : فقه الحظر والاباحة : په دې قسم کې د ښو اقوالو ، أفعالو او بدو بحث کیږي ، او په خوراکي شانو ، د اغوستلو په شانو کې د تصرف بیان کیږي ، دا د الحضر والاباحة په باب سره هم یادیږي ، او آداب شرعیه هم ورته ویل کیږي .

لیکنه : دکتور حسن عبد الغني أبو غدة

د مقالې لینک :

http://fiqh.islammessage.com/NewsDetails.aspx?id=11174

 

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close