ورزش

د «ګلبهار ګروپ» د افغانستان پریمیئر لیګ مالي ملاتړ په غاړه واخیست

په افغانستان کې د ګلبهار ګروپ د افغانستان پریمیئر لیګ د لومړني پړاو سرلیک بشپړ مالي ملاتړ کونکي حقونه ترلاسه کړل، چې اوس به دغه لیګ د «ګلبهار افغانستان پریمیئر لیګ» په نامه یادیږي.

د یاد لیګ سیالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه پېل کیږي، وړمه ورځ د یادو لوبډلو بشپړ نومونه هم په ډاګه شول، چې د کابل ځوانان، بلخ لیجنډز، ننګرهار لیپرډز، قندهار نایټز او پکتیا پینترز په نومونو ونومول شول.

د ګلبهار ګروپ د اوس لپاره د افغانستان پریمیئر لیګ لومړي پړاو بشپړ مالي ملاتړ پر غاړه واخیست او ددې لیګ رسمي سپانسر شو، ګلبهار ګروپ په افغانستان کې په پراخه کچه سوداګریزې پانګونې ترسره کوي، دا لومړی وار دی چې افغان پانګوال په یاد لیګ کې برخه واخیسته.

د افغانستان غوره لیګ سیالۍ چې دوه ورځې وروسته پېل کیږي، لا هم د لوبډلو په پلور کې ستونزې لري، یو شمېر د کرېکټ پوهان په دې نظر دي چې د یاد لیګ دوه لوبډلې لا هم پلورل شوې نه دي، له دې وړاندې د کرېکټ ځینو لوبغاړو هم پر افغان پریمیئر لیګ یاد تور پورې کړ و.

همدا راز د کرېکټ ځینو شنونکو په وینا، یاد لیګ په بهرنیو لوبغاړو او روزونکو د تنظیم په چارو کې هم ستونزې لري، چې دا به د لیګ پېل کېدل د مینوالو پر وړاندې بې خونده او نامنظم وښايي.

یاده دې وي چې د افغانستان غوره لیګ سیالۍ د اکتوبر میاشتې په ۵مه نېټه پېل او تر ۲۱مې نیټې پورې دوام مومي چې په کې به د ۵ لوبډلو ترمنځ ۲۸ سیالۍ ترسره شي، د لیګ لومړۍ سیالۍ به د کابل ځوانانو او پکتیا پینترز ترمنځ ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x