ورزش

د عمران طاهر تباه کونکې توپ اچونې زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ تلې، ۱۳۹۷ل): د سویلي افریقا او زمبابوې ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د سویلي افریقا سوکه توپ اچونکي عمران طاهر د زمبابوې پر توپوهونکو سرونه وګرځول او ستره ماتې یې ورکړه.

د زمبابوې توپ اچونکو پرلپسې په دوه سیالیو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو په هماغه دول توپوهونکي يې ناکام شول، چې په ننۍ سیالۍ کې یې د سویلي افریقا ۱۹۹ منډو هدف پوره نه کړ.

۳۹ کلن مسلمان سوکه توپ اچونکي عمران طاهر د ویکټو هیټریک ترسره کولو ترڅنګ د زمبابوې شپږ لوبغاړي وسوځول، او ټوله لوبډله یې یوازې د ۷۸ منډو په جوړولو وسوځېده، په وروستي ۶ اورونو کې زمبابوې لوبډلې د ۲۰ منډو په جوړولو ۶ ویکټې له لاسه ورکړې.

عمران طاهر د نړۍ تر ټولو زیات عمر لرونکی لوبغاړی شو چې د ویکټو هیټرک کوي، او د سویلي افریقا لخوا پنځم توپ اچونکی شو.

له بل اړخه د سویلي افریقا چټک توپ اچونکی ډیل سټین چې دوه کاله وروسته لوبډلې ته راستون شوی، غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، لومړی یې په توپوهنه کې لوبډله له سختو ستونزو وژغورله او ۶۰ منډې یې جوړې کړې، بیا یې په توپ اچونه کې هم ۲ په زړه پورې ویکټې واخیستې، چې د یادې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په ننۍ سیالۍ کې سویلي افریقا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د ۱۰۱ منډو په جوړولو یې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو وروسته ډیل سټین په ۶۰ منډو جوړولو بریالی شو او لوبډله یې یو مناسب هدف ته ورسوله، سویلي افریقا لوبډلې په ۴۷.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۹۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یو وار بیا د سویلي افریقا لخوا ښه پېل وشو، چې ډیل سټین د زمبابوې دوه مخکښ لوبغاړي وسوځول، خو وروسته عمران طاهر د ویکټو باران پېل کړ او هیټریک یې وکړ، چې د زمبابوې ټوله لوبډله د ۷۸ منډو په جوړولو وسوځېده او سویلي افریقا د ۱۲۰ منډو په توپير سیالۍ وګټله چې د درې یو ورځنیو لوبو سیریز یې هم په خپل نوم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x