افغانستان

زلمی خليلزاد افغانستان، پاکستان او عربي هېوادونو ته د افغان سولې په اړه سفر کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې او مذاکراتو لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی سلاکار زلمی خليلزاد د خپل ماموريت په پيل کې افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان په سفر وتلی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په رسمي ويب پاڼې په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ښاغلی خليلزاد به د خپل سفر پر مهال له افغان چارواکو او  نورو اړوندو دولتونو سره د افغان سولې په لارو چارو بحث وکړي.

اعلاميه زياتوي، چې دا سفر د زلمي خليلزاد د رسمي ماموريت لومړنی پيل دی او هيله يې ښکاره کړې، چې د دې سفرونو په مرسته به د سولې په لاره کې اسانتيا، همکارۍ او د حل لارو چارو په اړه بحثونه  وشي.

زلمي خليلزاد په داسې حال کې افغانستان، پاکستان او عربي هېوادونو ته د سولې په اړه سفر پيل کړی، چې نوموړی له تېرې يوې مياشتې راهيسې د افغانستان جګړې په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي او وړمه ورځ يې د ګډ حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله او د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرشي سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړي دي.

خليلزاد  په خپلو ووروستيو څرګندونو کې ويلي، چې امریکا له طالبانو سره له هر ډول قيد او شرط پرته خبرو ته چمتو ده او پر طالبانو يې هم غږ کړی دی، چې د افغانستان اوولس کلنې  جګړې د پای ته رسولو لپاره له امریکا سره په ګډه کار وکړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې خليلزاد به په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري که نه، خو نږدې  دوه مياشتې وړاندې امريکايي رسنيو خبر ورکړی و، چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز په قطر کې د طالبانو له استازو سره ليدلي وو.

طالبانو په خپلو تکراري څرګندونو کې ويلي، چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد امريکا رښتيني مذاکرات پيل کړي او په دې اړه له چل او فريب څخه لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

كومو ملكوته چي خليل زاد سفر كوي توله يي طالبانو ته خاين أو مضر ثابت شويدي، أو يوه يي هم داسلام أو افغان په خير سه ندي كري . په دغو بهرني چغالانو أو گيدرانو سوله نشي راتلاى، دوي به هغه كوي أو وايي چي بادار يي ورته وايي. كوم وخت چي امريكا پر افغانستان حمله كول دغو چغالانو يوه يي هم مخالفت ونكى ، مرسته يي لا هم ورسره كول چي زان ورته د اسلام أو د جهاد مخالف ور وپيژني . هغه د شورويانو د جنگ وختونه تير شول چي پاكستانى اجنتانو به د مجاهدينو استازيتوب كاوه .… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x