افغانستان

ټاکنو کمیسیون: لا هم د بایومټریک ټولې دستګاوې نه دي را رسېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي که نن له دوی سره ژمنه کړې ټولې دستګاوې را ونه ‏رسېدلې، ښايي ټاکنیزه پروسه بایومټریک نه شي‎. ‎

د ټاکنو کمیسیون ویاند او کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي پرون په یوه خبرې غونډه کې وویل، چې تر اوسه پورې د بایومټریک ‏‏۹زره دستګاوې لا هم هېواد ته نه دي را رسېدلې‎. ‎

هغه وویل تر اوسه ۱۳۰۰۰ د بایومټریک دستګاوې او ۴۲۰۰ د چاپ ماشینونه را رسېدلې، خو که پاتې دستګاوې را ونه ‏رسېږي، نو ولایتونو کې به له ستونزو سره مخ شي‎. ‎

هاشمي زیاته کړه که پنجشنبه هم، دغه دستګاوې را ونه رسېږي، نو د رایه ورکوونکو د بایومټریکېدو ډاډ نه شي ورکولی‎. ‎

په وینا يې ښايي کابل ته را ورسېږي، خو ولایاتو او ولسوالیو ته باید د هوا له لارې ورسول شي، چې د چورلکو پیدا کول او د ‏موادو رسول يې ډېره ستونزمنېږي‎.‎

وړاندې تر دې هم د سیاسي ګوندونو ائتلاف نیوکه کړې وه، چې تر اوسه پورې دوی ته د بایومټریکېدو یوازې خبره شوې ده، ‏چې عملي کول يې لا هم ستونزمن ښکاري‎. ‎

د سیاسي ګوندونو یوه غوښتنه هم دا وه، چې د ټاکنو کمیسیون د همدې پلمې د له منځه وړلو لپاره د بایومټریکېدو ژمنه وکړه او ‏دوی هم په ځينو ولایتونو کې د ټاکنو تړلي دفترونه بېرته پرانیستل‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x