طالب سرتېري، د نظامي روزنې پر مهال

رحیم الله یوسف‌زی: پاکستان پر طالبانو د پام وړ اغېز نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستان مېشتی خبریال او څېړونکی رحیم الله یوسف‌زی وايي پاکستان پر طالبانو هغومره اغېز نه لري، لکه امریکا او افغان ‏حکومت چې يې تمه لري‎. ‎

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پاکستان نه شي کولی، طالبانن داسې پرېکړې ته مجبور کړي، چې د هغوی پر زیان ‏وي‎. ‎

یوسف‌زی وویل: «د دوی ځينې مشران په پاکستان کې دي، ځينې يې په ایران کې دي، ځینې په افغانستان کې دي، ځينې يې په ‏قطر کې دي، نو که پر دوی د پاکستان فشار راشي، دا به دومره فشار نه وي، چې دوی مجبوره شي او داسې فیصله وکړي، چې ‏په ګټه يې نه وي‎.»‎

هغه دا څرګندونې پاکستان د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په تړاو وکړي‎. ‎

پمپیو د پاکستان سفر ګټور بللی او د هغه ویاند ويلي، چې طالبان باید د سولې له فرصته ګټه واخلي‎. ‎

په وینا يې پمپیو پر دې باور لري چې دا جګړه پر جګړه نه حلېږي او د سیاسي حل په هڅه کې دی‎. ‎

طالبان سره له دې چې د خپلو سیاسي اړیکو لپاره په قطر کې خپل رسمي دفتر یوازینی ادرس بولي، خو افغان چارواکي له نږدې ‏یوې لسیزې راهیسې له پاکستانه د سولې تمه کوي، چې د شنونکو په باور په لوی لاس پر سوله‌ییز باور ذهنونه ګډوډوي‎. ‎

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

سلامونه: دومره اغیز خو به لری چه د هغوی دفترونه او مرکزونه بند کړی؟ مونږ او تا سو ته خو ښه معلومه ده ژوند مو په پاکستان کی کړی د هغوی دومخی سیاست، د هغوی رویه له افغانانو سره په ټولو بوه یو.