افغانستان

پیمپیو هم د جګړې پر ځای؛ د سیاسي حل تمه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو پاکستان ته خپل سفر ګټور بللی دی‎. ‎

د هغه ویاند ناویرت وویل، مایک پمپیو هیله لري چې په افغانستان کې پیل کړې جګړه په سیاسي حل پای ته ورسوي‎. ‎

هغه ویلي، پمپیو باور لري چې په افغانستان کې د دې اوږدې جګړې لپاره د سولې هڅې پیل شوې دي‎. ‎

په وینا يې طالبان باید د خبرو له لارې له دې فرصته ګټه واخلي‎. ‎

په ورته وخت کې د چارو شنونکی او پاکستان مېشتی خبریال رحیم الله یوسف‌زی پر طالبانو د پاکستان فشار د پام وړ نه بولي‎. ‎

هغه وايي طالب مشران پر پاکستان سربېره، څو نورو هېوادونو او افغانستان کې د ننه اوسي، چې د پاکستان فشار پرې کوم اغېز ‏نه لري‎. ‎

دا په داسې حال چې دی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکاره ویلز، له طالبانو سره د خبرو لپاره په اړیکه کې ده، چې د ‏ځینو ناستو راپورونه يې هم ورکړل شوي دي‎. ‎

امریکا اوولس کاله وړاندې په همدې میلادي میاشت کې پر افغانستان یرغل وکړ، چې له نهو عمومي قومندانانو بدلولو را بدلولو ‏سره سره يې د جګړې د بریا غږ ونه کړای شو‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : امریکا که سیاسی حل غوښتلی ، د سپټمبر نړیواله فاجعه به یی نه وی رامنځته کړی دوهم : په عراق،افغانستان او ټوله اسلامی نړی د فعالو مسلمانانو په مقابل کی به یی صلیبی جنګ نه اعلانولو او نه پیل کولو. دریم : ۱۸ کلو کی یی په میلونو بی ګناه او بی دفاع انسانان چه د امریکا او اروپا غریب انسانان ( عسکر ) هم پکی شامل دی نه وژل . هو، دا چه اوس د سولی سولی چیغی وهی د میړنو مجاهدینو د مټو او د الله ج د نصرت برکت دی دوی له سولی او وتلو… نور لوستل »

جميل

دامريكايانو نخري وهغو مشريكينو ته ورته دي چي حق نه مني أو مستقيم د خپل رب نه شى نغواري ، وصيله ورته لتوي كه هغه يوه بيزو أو يا چنجى هم واوسي . امريكايان اوس كله پاكستان،كله سعودي عرب، كله امارات أو نور واسطه كوي چي يوسه خو وكي، په شومو وشرميدو ، خپلو امريكايانو أو نوره دنيا ته سه ووايو چي دا كوم سوپر پاور و چي مونژ يي وتشتولو. امريكايان نن داسي سربداله دي چي داسي ژر به يي سد سرته ورنشي ، كه نورهم جنگ كوي نو تر كله به يي كوي، أو كه وزي سنگه ووزي.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x