افغانستان

هلمند: طالبانو د قومندان په ګډون پنځه عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د هلمند په نادعلي کې يې د یوې پوستې د قومندان په ګډون پنځه تنه وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېره شپه د نادعلي ولسوالۍ د شیراغا ټمبې سیمه کې یوه پوسته نیولې ده.

د خبرپاڼې له مخې په دې جګړه کې قومندان اسماعیل او د هغه عسکر ځای پر ځای وژل شوي دي.

د هلمند ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې يې د عملیاتو خبر ورکړی دی.

دوی دعوه کوي چې د نادعلي په لوی مانده سیمه کې يې طالبانو ته زیان اړولی، خو طالبان دا دعوه بې بنسټه بولي.

په یاده سیمه کې دوه ورځې وړاندې امریکایي بمبار هم تر شلو ډېر افغان عسکر له منځه یووړل، چې افغان چارواکو د پېښې پخلی وکړ، خو ويې ویل د بمبار په وسیله په نه؛ بلکې د افغان عسکرو د توغنديز برید په پایله کې شپږ تنه عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx