افغانستان

هلمند کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو قومندان او دوه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند چارواکي وايي په دې ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو قومندان او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي قومندان اشرف او د هغه ساتونکي تېره شپه مرکز کې د ماین ښکار شول.

هغه وايي پېشه د لښکرګاه اړوند دویمه حوزه کې وشوه، چې پکې قومندان اشرف او د هغه دوه ساتونکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

طالبانو هم د پېښې پخلی کړی دی او ويلي يې دي، چې سرتېرو يې د چسپکي ماین په وسیله قومندان او د هغه ساتونکي له منځه وړي دي.

دغه قطعه چې په هلمند کې د پخواني جګړه مار عبدالجبار قهرمان په وړاندیز د ملي امنیت تر چتر لاندې رامنځته شوه، «سنګوریان» نومېږي، چې د ملکي خلکو په ځورولو کې بد شهرت لري.

په ورته وخت کې د هلمند په نادعلي کې هم طالبانو د یوې پوستې قومندان اسماعیل او د هغه څلور عسکر وژلي دي.

د لښکرګاه د ایمرجنسي روغتون یوې سرچینې پژواک ته ویلي، چې له دواړو پېښو ورته دوه دوه ټپیان ور وړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x