ورزش

په ابو ظبۍ لیګ کې نن د بوست ډیفنډرز لوبډله سیالۍ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ تلې، ۱۳۹۷ل): د ابو ظبۍ په شل اوریزو لیګ کې د افغانستان لخوا د شپږیزې لیګ څخه د بوست ډیفنډرز لوبډله نن د پنجشنبې په ورځ د اکتوبر په ۴مه نېټه د سویلي افریقا له ملټیپلي ټایټنز لوبډلې سره مخامخ کیږي.

دغه لیګ د ابو ظبۍ کرېکټ بورډ لخوا جوړ شوی چې په کې د بېلا بېلو هېوادونو ډومیسټک/داخلي لوبډلې د افغانستان په ګډون برخه اخلي، ویل کیږي چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به پرلپسې هر کال دغه لیګ ترسره شي.

د افغانستان لخوا د شپږیزې کورني لیګ لوبډلې څخه بوست ډیفنډرز، د پاکستان سوپر لیګ څخه لاهور قلندرز، د انګلستان ویټلیټي بلاسټ څخه یورکشایر وایکینګز، د استرالیا بیګ بیش لیګ څخه هوبارټ هوریکنز، د نیوزېلنډ څخه آکلنډ اسیس او د سویلي افریقا رام سلم څخه ټایټنز لوبډلې ګډون کوي.

دغه سیالۍ به درې ورځې دوام کوي، چې د اکتوبر میاشتې له څلورمې نیټې پېل او په شپږمه نېټه پای ته رسیږي، په دې کې به د شپږو لوبډلو ترمنځ اوه سیالۍ ترسره کیږي، چې ټولې سیالۍ به د عربي اماراتو ابو ظبۍ شیخ زید لوبغالي کې ترسره کیږي.

یاد لیګ په دوه ګروپونو ویشل شوی چې افغانستان به په ګروپ ای کې د آکلنډ اسیس او ملټیپلي ټایټنز سره یوه-یوه سیالۍ ترسره کوي، په یاد لیګ کې به د پایلوبې سره ټولې ۷ سیالۍ ترسره شي.

یاده دې وي چې په یاد لیګ کې د افغانستان لوبغاړو په ګډون د نړۍ ستر لوبغاړ هم شامل وي، چې له برخې یې کریس ګېل، عبد الرزاق، حشمت شهیدي او عمران نذیر دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x