افغانستان

سمنګان: د طالبانو په بريد کې ۱۶ اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲تلې، ۱۳۹۷ل): د سمنګان ولايت چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو د بريد له امله ۱۶ تنه اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سمنګان د والي وياند محمد صدیق غزنوي رسنيو ته ويلي چې تيره شپه طالبانو د دې ولايت د بلغلي ولسوالۍ د صوف په دره کې د اربکيانو په يوه پوسته بريد وکړ چې له امله يې ۸ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.

عزيزي وايي چې په تيره څه باندې يوه مياشت موده کې طالبانو په دغه ولسوالۍ درې ځلې بريد وکړ چې ګڼ شمير پوليس يې وژلې او ټپيان کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هیواد شمالي سيمې هم د سختو امنيتي ننګونو سره مخ دي او تر دې وړاندې هم په ځينو سيمو د طالبانو له لوري بريدونه شوي وو.

تر دې وړاندې ددغه ولايت د ټاکنو کميسيون د نا امنۍ له امله د رايې اچونې د ۲۵ مرکزونو د بندېدو خبر هم ورکړی و.

د تېرې شپې بريد په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x