ورزش

کابل او پکتیا سبا د افغانستان غوره لیګ افتتاحي سیالۍ کې مخ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ تلې، ۱۳۹۷ل): د ګلبهار افغانستان غوره لیګ افتتاحي سیالۍ د کابل ځوانانو او پکتیا پینترز لوبډلو ترمنځ سبا جمعه د اکتوبر په پنځمه نېټه د شپې په ۸ بجې د افتتاحي مراسمو نه وروسته پېل کیږي.

په ګلبهار افغانستان غوره لیګ کې په لومړی ورځ یوه سیالۍ ترسره کیږي، خو ورپسې شنبه او یکشنبه پرلپسې به دوه-دوه سیالۍ ترسره شي، لومړۍ سیالۍ د ورځې په ۴ بجې او دویمه سیالۍ د شپې په ۸ بجې پېل کیږي.

په یاد لیګ پنځه لوبډلې ګډون کوي چې ټولې به په کې ۲۳ سیالۍ ترسره شي چې د اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه د جمعې په ورځ پېل او د یادې میاشتې په ۲۱مه نېټه پای ته ورسیږي.

وړمه ورځ د ټولو لوبډلو مشران او مشر روزونکي هم په ډاګه شول، چې د کابل ځوانانو مشري به راشد خان، د پکتیا پینترز مشري به محمد شهزاد، د بلخ لیجنډز مشري به محمد نبي، د ننګرهار لیپرډز مشري به بین کټینګ او د کندهار نایټز مشري به اصغر افغان پرمخ وړي.

د یادونې ده چې افغان لوبغاړي څو ورځې وړاندې د عربي اماراتو هېواد ته رسیدلي او ترڅنګ یې یو شمېر بهرني لوبغاړي هم په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره عربي اماراتو ته تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x