نظــر

له غامدي تر طارق جمیله، د سیکولرانو کوم ځای خوږیږي؟

جیلاني پښتون

څو ورځې وړاندې د سبتمبر په څوارلسمه په کابل کې د پاکستاني سیکولر لیکوال جاوید احمد غامدي د هغو کتابونو د مخکتنې غونډه وه چې د عبدالغفور پیروز لخوا ژباړل شوي دي. جاوید احمد غامدي د سیکولر نظریې درلودونکی  پاکستانی لیکوال دی چې د پنجاب په ساهیوال کې پیدا شوی دی. نوموړی له نظریاتي اړخه د مولانا مودودي او قاضي حسین احمد د جماعت اسلامي ګوند پیرو پاته شوی. د همدې ګوند د یوه مشهور مشر امین احسن اصلاحي شاګردي یي کړې، خو وروسته یې شیطان لار وهلې، ږیره یې کله کړې، غربي سټایل یي غوره کړی او د نوي اعتزال په بنیاد یې د اسلام له سره د تعبیرولو هڅه پیل کړي، تر څو دغه اسماني دین په داسې ډول ډیزاین کړي چې د اوسني لادینیت( سیکولرزم) په قالب کې ځای شي.

په افغانستان کې د نویو سیکولرانو نسل چې په دیني علومو کې کاملا انپړ او په تور ټکي نه پوهیږي اوس یې د غامدي ښوروا ته اړولي دي که چیرې یې څه ترې بود کړل.آبله ورځ چې د دې پنجابي لیکوال د کتابونو مخکتنه وه، نو کابل میشتي زیاتره سیکولران ورته راپنډ شوي وو. په غونډه کې د غامدي هغه ويډیويي پيغام هم واورول شو چې افغان سیکولرانو  ته یي رالیږلی وو. پاکستاني لیکوال غامدي خپلې خبرې  د (معبر پاکستان) اقبال لاهوري په مقوله پیل کړې. وروسته یې د خپلو سیکولر نظریاتو ضرورت تشریح کړ. کابل میشتي سیکولران چې ځانونه د پنجاب او پاکستان دودیز دښمنان بولي، د دغه پنجابي لیکوال خبرو ته داسې په ادب او احترام ناست وو، لکه غور نیکه یي چې راژوندی شوی وي او دوی ته وینا کوي. له غفور لیوال نیولې، تر ګوډ محمدیاره، د ودان ګوند مشر اباسین بریال، عصمت بهیر، حتی خوشال خلیل چې د آئتیزم بوی ترې ولاړیږي، دغه ټول سیکولران د پنجابي غامدي ویډیو ته نیم ساعت خاموش ناست وو او د هغه هدایات یي اوریدل.

دلته چې د دوی تر منځ د بي دینۍ او سیکولرزم مشترکاتو شتون درلود، نو نه دپنجابیت خبره مطرح وه او نه هم له پاکستان سره د دښمنۍ مدعا چا راپورته کړه. لکه کفر چې ملت واحده دی، سیکولران هم که د لر دي او که د بر، که د کابل دي او که د پنجاب، ټول سره سکني وروڼه دي او حتی د ډیورند د کرښې اغزن تار یې هم نه شي بیلولی.

له دې پیښې دوه اونۍ وروسته، آبله ورځ یوه ویډیو خپره شوه، چې د افغانستان د کرکټ ټیم څو لوبغاړي د پاکستان له مشهور تبلیغي مشر او اسلامي دعوتګر مولانا طارق جمیل سره په مجلس کې ناست دي او خبرې ورسره کوي.

د دې ویډیو په نشریدو سیکولران په یوه وار راوبوڼیدل، ته وا د کرکټ لوبغاړو کومه عظیمه ګناه کړې ده، په یوه شيبه کې په فیسبوک د سیکولرانو انګولاوې پورته شوې، د کرکټ ملي اتلانو ته یې په ښکنځلو پیل وکړ، هغوی یې ملي خائنان وبلل، ځکه چې له یوه پاکستاني سره یې مجلس کړی دی او څو شیبې ورسره غږیدلي دي.

دلته د تأمل وړ نقطه دا ده چې که خبره د مولانا طارق جمیل د پاکستاني توب وي، نو بیا خو جاوید احمد غامدي هم پنجابي او چاندي پاکستانی دی.نه پوهیږو د غفور لیوال بي دینه زوذات د  پنجابي غامدي ویډیويي تقریر ته ولې داسې په احترام خاموش ناست دي او خبرې یې د زړه په غوږو اوري.

خو خبره دا ده چې دلته خبره د پنجابیت او پاکستاني توب نه ده، بلکې خبره د دین او بي دینۍ ده. غامدي چې د بي دینۍ( سیکولرزم) داعي ده، نو د افغان سیکولرانو معنوي پلار دی، دوی یي کتابونه پښتو ته ژباړي، بیا یي چاپوي، بیا یي د مخکتنې سیمینار جوړوي، بیا یي کتابونه په نغدو پیسو رانیسي او دغامدي له تصویر سره یادګاري عکسونه اخلي. اما طارق جمیل چې د دین دعوت کوي، د قرآن او حدیث خبره یې په خوله ده، نو دوی چې په قرآن  او اسلام مخامخ حمله نه شي کولای غواړي د پنجابیت تر الزام لاندې یې هدف وګرځوي.

له دې دوه ګوني چلند څخه به هر څوک پوه شوي وي، چې اصلا د سیکولرانو کوم ځای خوږیږي او له کومه درده نالښت لري.  د سیکولرانو په قاموس کې د هیواد او ملي ګټو خبره اصلا مطرح نه ده، ددوی د دوستۍ او دښمنۍ معیار یوازې دین او بي دیني ده، که چا دین ته خدمت کاوه هغه که سوچه افغان هم وي د دوی دښمن دی. او که چا د بي دینۍ لپاره کار کاوه هغه که د غامدي غوندې د ساهیوال پنجاپی او د نظریه پاکستان حامل وي، بیا هم د دوی د سترګو تور او فکري مرشد دی چې تقریر ته یې د مریدانو غوندې په ادب ناست وي.

د کرکټ اتلان ځکه د سیکولرانو تر ښکنځلو لاندې دي چې دوی د قرآن او حدیث له یوه دعوتګر مبلغ مولانا طارق جمیل سره ملاقات کړی، که بالفرض دغو لوبغاړو د جاوید غامدي یا مبشر زیدي غوندي له کوم سیکولر پاکستاني سره ملاقات کړی وای او یا یي هم د پیښور او کراچۍ له کومې ډمې سره لیدلي وای، بیا به هیڅ خبره هم نه وه بلکې سیکولرانو به ورته شاباس ورکاوه.

موږ وینو هغه سیکولران چې لوبغاړي د یوه پاکستاني تبلیغي په ملاقات ملامت بولي، هر وخت پاکستانۍ ډمې د ډيرو پیسو په مقابل کې کابل ته رابلي، په ټیلویزیونونو کې ورسره مجالس جوړوي، ګډ ورسره رقصیږي او هغه کانې ورسره کوي چې په یوه کتاب هم روا نه دي.

دوی له خپلو همفکره پنجاپیانو سره هر وړ کانې ځان ته روا بولي خو که کوم مسلمان افغان له پاکستاني مسلمان سره کیناست او د دین خبره یي وکړه نو بیا سیکولران لکه شغالان په انګولا پیل وکړي چې هلئ ملي غرور ته خطره پیښه ده.

د سیکولرانو دغه دوه ګونی چلند اوس هر چا ته ښکاره دی او له دیانت سره د دوی دښمني او حساسیت ډير ښه ترې معلومیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهاب

سلام علیکم قدرمن پښتونصاحب!
الله دې په ایمان خوشحاله کړه, واقعاً د ضرورت وړ لیکنه دې کړی. الله دې په ګوتو برکت کړه. د لیوالخیلو ایجړاخیلو له دغې خو خبر نه وه خو د مولانا صاحب سره زمونږ د کرکټ د ملی اتلانو په ملاقات خو ایجړاخیلو داسی قیامت راکوز کړی ته به وایې نتنیاهو سره یې لیدلی. هغه ورځ دوۍ ړانده وه چې د یوم پاکستان کیک په کابل کې پری کیده او د ټولو خولې د خندا ډکی وی. بس لنډه دا چې همغه الجنس یمیل اللجنس خبره ده.

غلام حضرت

وروره زه کوم سواد نلرم خو: په ټول افغانستان وبسایټ کی یو مشهور پوه پښتون د سکولریزم په هکله یوه اوږده لیکنه د خپرېدو لپاره ور لېږلې ده، لومړۍ برخه ئې خپره شوېده او پاتی نوری به هم خپرې شی. د وروستي برخی په پای کی به فقط یو څلور کرښی توضیح ورته ولیکم چه همدا اوس ټولو خړو او سرو او تورو سکولریسټانو ته چلنج ورکوم چه یا به زما څلور کرښی ایزی توضیح او پوښتنی ته معقول ځواب وائي او یا به د سکولریزم ( هغه هم هغه خیرن سکولریزم چه د دین سره پر دښمنۍ بناء دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x