ورزش

راشد خان د پاکستان سوپر لیګ راتلونکې بولۍ لپاره په «پلاتین» کټیګورۍ کې شامل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲ تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوپر لیګ څلورم پړاو لپاره د بهرني غوره لوبغاړو چې د پلاتین (Platinum) په کټیګورۍ کې د لوبغاړو بولۍ لپاره شامل دي نومونه اعلان کړي دي چې له برخې یې راشد خان هم په دغو لوبغاړو کې شامل دی.

د افغانستان لوبډلې او د نړۍ په کچه لومړی مقام لرونکی سوکه توپ اچونکی د پاکستان سوپر لیګ کویټه ګلډیئټر لوبډلې لخوا په درېیم پړاو کې هم اخیستل شوی و، خو نوموړی د ۲۰۱۹م نړیوال جام لپاره په غوراوي سیالیو کې د بوختیا له کبله په یاد لیګ کې ګډون ونشو کړای.

د پاکستان غوره لیګ سیالۍ چې له تېرو درې کالونو راهیسې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، د هغو بهرني لوبغاړو نومونه اعلان کړي چې د راتلونکې څلورم پړاو لپاره به په پلاتین کټیګورۍ کې شامل وي، په دغه کټیګورۍ کې د یاد لیګ تر ټولو غوره لوبغاړي موجود وي، ورپسې د ډائمنډ، ګولډ، سیلور او ایمرجنګ کټیګرۍ هم دي، چې په دې کټیګورۍ کې د بهرني لوبغاړو نومونو اعلان لا نه دی شوی.

د پاکستان غوره لیګ چارواکو د استرالیا تکړه لوبغاړو سټیو سمیت او ډیویډ وارنر څخه غوښتي و چې د یاد لیګ لپاره یې په پلاتین لوبغاړو کې شامل کړي، سټیو سمیت دغه وړاندیز ومانه خو ډیویډ وارنر د پاکستان چارواکو دغې غوښتنې ته منفي ځواب ووایه، همدا ډول ای بي ډیویلیئرز به هم په لومړي وار په دغو لوبو کې خپله جادو وښايي.

هغه بهرني لوبغاړي چې د یاد لیګ په پلاتین کټیګورۍ کې شامل دي:

ای بي ډیویلیئرز، سټیو سمیت، راشد خان، کریس لاین، برینډن میکولم، کولن مونرو، لوک رونکي، ډاین براو، سنیل ناراین، کیرن پولارډ، عمران طاهر، شین واټسن، کولن انګرام، میچل میکلینګن او تیسارا پریرا شامل دي.

د لوبغاړو بولۍ به د روانې میاشتې په اخر کې ترسره شي، څرګنده به شي چې راشد خان او نور بهرني لوبغاړي به په یاد لیګ کې د لوبېدو خوښي ښکاره کوي او که د کرېکټ بورډ لخوا به پرې بندیز ولګیږي.

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به په ۲۰۱۹م کال کې د فرورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه په عربي اماراتو کې پېل کیږي چې له یوې میاشتې زیاته موده به دوام کوي، خو د پایلوبې په ګډون به وروستۍ اته سیالۍ د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې ترسره شي، پایلوبه به په کراچۍ نیشنل لوبغالي کې د مارچ په ۱۷مه نېټه ترسره شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ غواړي د غوره لیګ له لارې په پاکستان کې نړیوالو لوبو ته لار هواره کړي، ددې لپاره یې تېر وار هم د یاد لیګ وروستۍ لوبې په پاکستان کې ترسره کړې، چې ځینو بهرني لوبغاړو هلته له تګ څخه ډډه وکړه خو ځینې نورو چې زیات یې د ویسټ انډیز لوبغاړي وو د پيسو په خاطر تګ ته زړه ښه کړی و.

د یادونې ده چې د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې شپږ لوبډلې (پشاور زلمي، اسلام اباد یونایئټډ، کویټه ګلډیئټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز او کراچي کینګز) شاملې دي.

تر دې دمه ددې اتله لوبډله اسلام اباد یونائټډ ده چې دوه واره یې د یاد لیګ اتلولي ګټلې ده، په دې سیالیو کې د افغانستان لخوا محمد نبي په لومړي پړاو کې لوبېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x