د هوواوې (P20 Pro) د ایفون نوي تر ټولو غوره مبایل ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تلې، ۱۳۹۷ل): د چین هېواد مشهورې کمپنۍ هوواوې ځیرک مبایل پي ۲۰ پرو د ایفون نوي ځیرک مبایل (XS MAX) ته د کامرې په برخه کې هغه مهال ماتې ورکړه کله چې د DxOMark شرکت د دواړو مبایلونو د کامرې ازمیښت وکړ.

دغې شرکت د دواړو مبایلونو کامرې په عکس اخیستلو پرتله کړې چې د ایفون په ایکس ایس مکس مبایل عکس کې ۱۰۵ ټکي او بر عکس د هوواوې په پي ۲۰ پرو کې یوازې ۵ ټکې څرګندېدل.

باید وویل شي چې د هوواوې په یاد ځیرک مبایل کې درې کامرې موجودې دي، یوه یې ۴۰ میګا پېکسله، ۲۰ میګا پېکسله او درېیمه یې ۸ میکا پېکسله ده، چې پر وړاندې یې ایفون ایکس ایس مکس د ۱۲ میګا پېکسلو دوه کامرې لري.

تېره میاشت د ایپل مشهورې کمپنۍ د ایفون درې بېلا بېل ځانګړي مبایلونه (ایکس ایس، ایکس ایس مکس او ایکس آر) وړاندې کړل، چې له دې څخه یې پورته ذکر شوی مبایل «ایکس ایس مکس» تر ټولو غوره، ستره ډیسپلی لرونکي او ګران بیه مبایل دی.

په نړۍ کې د سامسنګ او ایپل شرکتونو ځیرک مبایلونه په میلونونو مینوال لري، خو په تېره نیږدې کې د هوواوې شرکت د څو ځانګړي مبایلونو په وړاندې کولو سره (په ځانګړي ډول P20 Pro) د یادو مبایلونو سره هم سیالۍ ته مخه کړې.

د هوواوې شرکت تر ټولو غوره مبایل پي ۲۰ پرو د روان کال په مارچ میاشت کې وړاندې شوی و، چې یو شمېر ځانګړتیاوې لري، یاد مبایل ۶.۱ انچه ډیسپلی، درې شاتنۍ کامرې، ۶ او ۸ جي بي ریم، ۱۲۸ او ۲۵۶ جي بی حافظه او ۴۰۰۰ ملي امپیره غوره بیترۍ لري چې بیه یې تر ۷۹۰ یورو پورې ده.

د یادونې وړ ده چې د ځیرک مبایلونو په سترو شرکتونو کې اوسمهال ایپل، سامسنګ او هوواوې تر ټولو وړاندې دي، چې هر کال د یوه بل پر ضد تر ټولو غوره مبایل وړاندې کوي، سامسنګ په تېره نیږدې کې نوټ ناین او ګلیکسي ایس ۹ وړاندې کړي دي، چې تر دې دمه کامیابه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د